د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

افغانستان

په پروان کې د نړیوال بانک په همکارۍ د اوبو رسولو څو شبکې جوړېږي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د پروان ولایت موقعیت

د اوبو رسولو د څو شبکو په جوړېدو سره به په پروان کې دوه زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

باختر دولتي آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د پروان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د رييس عبدالصمد صادق له قوله خبر ورکړى چې دغه شبکې به د شيخ علي، کوه صافي، جبل السراج او سیاه ګرد ولسوالیو کې د نړیوال بانک په همکارۍ جوړې شي.

خبر زیاتوي چې دغه ولسوالۍ د وچکالۍ له سخت خطر سره مخ دي او دا شبکې د اوبو د کمښت د مخنیوي په هدف جوړېږي.

په ګڼو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیانونو تر څنګ د اوبو سرچینې او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمنونکي دي.

یونېسف بیا په ځینو سېلاب ځپلو سیمو کې په ټانکرونو کې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه رسوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټیکا د هرات حوزوي روغتون د سرطان څانګې ته ۴۰ روغتیايي وسایل او تجهیزات ورکړل

د هرات د روغتون یوه څنډه
د هرات د روغتون یوه څنډه

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې یا ټیکا (TİKA) د ۵۵زره ډالرو په ارزښت د هرات د حوزوي روغتون د سرطان څانګې ته ۴۰ روغتیايي وسایل او تجهیزات ورکړل.

د ټيکا مسوولان وايي، دوی د دغه روغتون د سرطان له څانګې سره د ۴۰ طبي وسایلو ترڅنګ د یوه اندازه درملو مرسته هم کړې ده.

افغانستان د سرطاني ناروغیو په درملنه کې د وسایلو او درملو د کموالي له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او د سرطان په ناروغۍ اکثره اخته کسان د درملنې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته ځي.

د هرات په حوزوي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې څانګه له څه باندې څلورو کلونو راهیسې فعاله ده.

د دغه روغتون د مسوولانو په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې هلته د سرطان ۲۳۰۰ ناروغان تشخیص او تداوي شوي دي.

چین په تورخم کې له پاکستانه راستنو شویو کډوالو او بې‌ځایه شویو ته مرسته لېږلې

په تورخم کې د افغان کډوالو د کمپ یوه څنډه
په تورخم کې د افغان کډوالو د کمپ یوه څنډه

چین په تورخم کې د کډوالو په یوه موقتي کمپ کې له پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو او بې ځایه شویو ته مرسته لېږلې ده.

په مرستو کې ۸ امبولانسونه، د اوبو ټانکرونه، پیک‌اپ موټرونه او همداراز خیمې شاملې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون د سرطان ٢٩مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې چين دغه مرستې په عمري موقت کمپ کې چارواکو ته سپارلي دي.

عمري کمپ یو له هغو کمپونو څخه دی چې له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال او کورني بې‌ځایه شوي کسان په‌کې مېشت دي.

دغه کمپ په ننګرهار کې د سېلابونو، سختو بارانونو او وروستیو توپانونو له امله سخت زیانمن شوی دی.

په سرپل کې ۷ شیعه‌ ماتم کوونکي ټپیان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

په سرپل ولایت کې پرون جمعه یوه نامعلوم کس د شیعه‌ګانو د ماتم د مراسمو لور ته لاسي بم غورځولی چې په نتیجه کې یې ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سرپل د والي ویندوی مولوي حسیب‌الله مسرور سیمه‌ییزو رسنیو ته وویل چې دا پېښه پرون تر غرمې مخکې د سرپل په توحیداباد سیمه کې شوې ده.

ده همداراز ویلي چې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ دی او هېڅ یو له جدي خطر سره مخامخ نه دی.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې اووه تنه حسيني عزاداران ټپيان شوي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې داعش له یو کال راهیسي د سږنۍ عاشورا د مراسمو د ناامنه کولو لپاره دسیسې جوړې کړې وې، خو د دوی امنیتي ځواکونو په ټول افغانستان کې هغه شنډې کړې او د عاشورا مراسم په امن کې ترسره شول.

هرات کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او يو تن ټپي دی

د ترافيکي پېښې يو انځور - ارشيف
د ترافيکي پېښې يو انځور - ارشيف

په هرات کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او يو تن ټپي شوی دی.

د راپورونو له‌مخې دا پېښه تېره شپه د هرات – اسلام‌قلعه د لویې لارې په اوږدو کې هغه مهال شوې چې یوه کرولا ډوله موټر له یوه بار وړونکي موټرسره ټکر کړی دی.

د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل تر اوسه نه‌دی څرګند.

تر دې مخکې په بغلان ولایت کې د سه‌شنبې په ورځ د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې اولس تنه مړه او ۳۴ تنه ټپیان شوي و.

په افغانستان کې د موټرچلونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د لارو خرابوالی د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.

په کونړ کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

د راپورونو له مخې تېره شپه په کونړ کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او د طالبانو د حکومت د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته دا نښته تایید کړه او ویې ویل چې لومړی پاکستانیو ځواکونو د دانګام ولسوالۍ په وړې ګوریکا باندې د توپونو ډزې وکړې چې وروسته دوی هم د پاکستانیو پوځیانو نژدې پوستې په نښه کړې.

د سرچېنې په وینا، دغو نښتو دوه ساعته دوام وکړ او دوی ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

پاکستان تراوسه په دې سیمه کې د تېرې شپې د نښتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ډیورنډ په کرښه د دواړو لورو ترمنځ دا نښته داسې مهال کېږي چې اسلام آباد روانه اوونۍ د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو کې د وروستي خونړي برید په تړاو په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت مرستیال د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او ترې وغوښتل څو حکومت یې باید د حافظ ګل بهارد ډلې پر وړاندې چې د بنو د حملو مسووله بلل شوې او د اسلام ِآباد په وینا په افغانستان کې مېشته ده، جدي اقدام وکړي.

په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکېب بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوی پاکستاني چارواکو ته ویلي چې د پاکستان په نورو برخو کې هم بریدونه کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې بریدګر دې په افغانستان کې اوسېږي.

د نوموړي په وینا، پاکستاني لوري ته یې یوځل بیا د افغانستان پر دې دریځ چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو پر ضد کار واخلي، ټینګار کړی دی.

د "اې‌سي‌ایف" د ۱۵ میاشتو په مخه له ټولو سپورټي فعالیتونو منع شوی

عکس تزییني بڼه لري.
عکس تزییني بڼه لري.

د بایسکل ځغلونې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون یا اې‌سي‌ایف (ACF) مشر فضل احمد فضلي د ۱۵ میاشتو په مخه له ټولو سپورتي فعالیتونو منع کړی دی.

د بایسکل ځغلونې نړیوالې ټولنې اخلاقي کمېسیون پرون د جولای ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فضلي د ګواښونکو او سپکوونکو پیغامونو په استولو سره له خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې ده.

دغه راز ویل شوي چې فضل احمد فضلي په ۲۰۲۱م کال کې د کابل له هوايي ډګر څخه د هغو افغانانو د لېږد په مهال چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ و، ځینو ورزشکارانو ته ګواښونکي پیغامونه لېږلي وو.

فضلي چې له ۲۰۱۹م کال راهیسې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر دی، تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

آی‌اوایم: له اپرېله تر جونه افغانستان ته تر ۸۵۸زره ډېر کسان داخل شوي او ۵۳۲ نور وتلي

ارشیف: له پاکستانه د چمن سرحدي دروازې ته رسېدلي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.
ارشیف: له پاکستانه د چمن سرحدي دروازې ته رسېدلي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.

د کډوالۍ یا "آی‌اوایم" نړيوال سازمان وايي، د روان کال له اپرېل څخه تر جون مياشتي پورې افغانستان ته تر ۸۵۸زره ډېر کسان داخل شوي او ۵۳۲ نور وتلي دي.

دغه سازمان پرون د جولای ۱۸مه خپل نوی درې میاشتنی راپور په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپور کړ او ویې ویل چې اوس په افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو د تګ راتګ د څارنې په مرکزونو کې پنځه نور زیات شوي دي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې دغه سازمان د افغان اتباعو د تګ راتګ د څار څومره مرکزونه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دغو مرکزونو په وسیله پاکستان او ایران ته د افغانانو تګ راتګ څاري.

له دغو دوو هېوادونو څخه د خلکو د راتګ یو لامل دا دی چې پاکستان او ایران په تېرو لسو میاشتو کې د افغان کډوالو جبري ایستلو ته زور ورکړی دی.

بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ ۵ تنه مړه او ۱۳ نور ژوبل شول

ارشیف
ارشیف

په بدخشان کې طالب چارواکي وايي چې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ تنه مړه او ۱۳ نور ژوبل شول.

د طالبانو د بدخشان امنیه قومندانۍ پرون پنجشنبې وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې هغه مهال وشوه چې یو لنډکروزر موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د ویندوی احسان الله کامګار په وینا، د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۷ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پېښه د خنجان په تخته سنګ سیمه کې هغه مهال وشوه چې له کابل څخه فاریاب ته روان بس چپه شو.

د یکشنبې په ورځ هم د بغلان د مرکز پلخمري او د ډنډې غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې په جلاجلا ترافیکي پېښو کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو د اورېدلو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران اورېدلو یو انځور
ارشیف: په پروان کې د باران اورېدلو یو انځور

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن جمعه به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې بارانونه واوري.

دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په سالنګونو او همداراز ننګرهار، کابل، لوګر، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د باران ترڅنګ د بادونو، تالندې، دوړو او سېلابونو وړاندوینه کوي.

د دې ادارې پر اساس، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته مرګ ژوبلې او تاوانونه واړول.

تر ټولو ډېره مرګ ژوبله یې په ننګرهار کې واړوله.

الکوزی: افغانستان کې دننه بايد د تازه مېوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې شي

ارشیف: په کندهار کې د انګورو د پروسس او بسته‌بندۍ یو انځور
ارشیف: په کندهار کې د انګورو د پروسس او بسته‌بندۍ یو انځور

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې پاکستان ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو د ستونزې یوه کورنۍ دایمي حل‌لاره دا ده چې په هېواد کې دننه د مېوو او سبزیجاتو د ساتلو لپاره زیاتې سړې خونې جوړې شي.

د دې خونې د مدیره هییت غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته دغه څرګندونې پرون چهارشنبې ناوخته داسې مهال وکړې چې افغانستان د پاکستان له‌خوا د تعرفې د زیاتوالي له امله هغه هېواد ته د تازه مېوو او سبزیجاتو صادارت درولي دي.

الکوزي وويل: "فیصله مو وکړه چې صادرات بند کړو او د دې لپاره په داخل کې تدابیر ونیول شي، باید کوښښ وشي چې په داخل کې سړې خونې جوړې شي او ظرفیتونه ایجاد شي او همدارنګه افغانان، دولتي خلک او په هوټلونو کې د خارجي مېوو پرځای له کورنیو مېوو څخه استفاده وشي."

د الکوزي په خبره پاکستان په‌دې وروستیو کې د افغانستان پر دولس قلمه مېوو او سبزیجاتو تعرفې ان تر پنځلس چنده لوړې کړې چې افغان سوداګر یې د پرېکولو توان نه‌لري ځکه ورسره نرخونه پورته ځي چې په نتیجه کې یې څوک د اخیستو وس نه‌لري.

دا لومړی ځل نه‌دی چې پاکستان د اوړي په موسم کې چې په افغانستان کې د مېوو د حاصلاتو موسم دی، د سبزیجاتو ترڅنګ د تازه مېوو د صادراتو په وړاندې سخت اقدامات کوي، بلکې له دې مخکې یې هم په کراتو، کراتو د مختلفو دلایلو له امله هغه هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو مخه نیولې چې افغان بزګرو او سوداګرو ته یې ډېردزیانونه اړولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG