د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

راپور: سېلابونو لږترلږه ۷۰ ښوونځي او لسګونه ښوونیز ټولګي په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ کړي


وروستیو سېلابونو په افغانستان کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي.
وروستیو سېلابونو په افغانستان کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي.

یو شمېر نړیوال سازمانونه وايي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو په پایله کې لږترلږه ۷۰ ښوونځي او لسګونه سیمه‌ییز ښوونیز ټولګي په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د وروستیو سېلابونو د ویجاړیو او تلفاتو د راپورونو په دوام یو شمېر نړیوال سازمانونه وايي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د مې د لسمې له سېلابونو وروسته لږترلږه ۷۰ ښوونځي او لسګونه سیمه‌ییز ښوونیز ټولګي په بشپړ یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف، د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا "سېف د چلډرن" او د افغانستان ښوونې او روزنې کلستر، د یکشنبې په ورځ په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۵ ښوونځي او ۳۰ ښوونیز ټولګي په بغلان، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې په بشپړ ډول ویجاړ یا زیانمن شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې په غور ولايت کې ٢۵ دولتي ښوونځي ویجاړ او ٢۴ نور ښوونځي زیانمن شوي او همداشان ٢٢ ښوونيز ټولګي ویجاړ او ٩١ نور یې زيانمن شوې دي.

دغو سازمانونو ویلي چې د یو شمېر خیمو او تعلیمي موادو له برابرولو سره سره په دغو سیمو کې ښوونځي لا هم مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي، د زده‌کوونکو د زده‌کړو د دوام لپاره تر هر څه زیات خېمو ته اړتیا ده.

یونسېف، "سېف د چلډرن" او د افغانستان د ښوونې او روزنې کلستر د سیمه‌ییزو تعلیمي ډلو د همغږي کوونکو د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې په دې برخه کې ټول ښکېل کسان د بودیجې د محدودیت له امله د ځواب ویلو په موقعیت کې نه دي.

په ورته وخت کې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ چې ماشومان یې ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې دي، غواړي چې ژر تر ژره ماشومانو ته یې د زده‌کړو د بیا پیل لپاره زمینه برابره شي.

د سېلابونو له کبله د بغلان یو شمېر زیانمنې مېرمنې او ماشومان
د سېلابونو له کبله د بغلان یو شمېر زیانمنې مېرمنې او ماشومان

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شیخ جلال کلي اوسېدونکی شهاب الدین ازادي راډیو ته وویل: "زمونږ ماشومان ټول په کور کې دي، ښوونځي په پوره توګه بند دي او تعمیرونه يې ويجاړ شوي دي. زمونږ ماشومان له زده‌کړو محروم شوي دی. زمونږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې ښوونځي فعال کړي چې ماشومان مو خپلې زده‌کړې بیرته پیل کړي."

دغه راز د فاریاب د المار ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرازق وویل: "سېلابونو ښوونځي په بشپړ ډول ویجاړ کړي، د درس ویلو لپاره هیڅ ځای نه‌شته، له یوې میاشتې څخه ډېره موده وشوه چې سېلاب راغلی، نه درسونه شته او نه زدکړې، ټول زده‌کوونکي له زده کړو پاتې دي."

په ورته وخت کې په غور کې د یوه خصوصي ښوونځي مسول مدیر غلام سخي سخا ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر هغه زده‌کوونکي چې د کورونو د ویجاړېدو له امله نورو سیمو ته کډه شوي، نه دي توانېدلي چې بېرته خپلو زده کړو ته ستانه شي.

سخا وايي: "له بده مرغه مونږ په دې نه یو توانېدلي چې ځینې هغه زده‌کوونکي چې کورونه یې د سېلابونو په لاره و، ښوونځي ته راولو، ځکه کورونه یې ویجاړ شوي او بل ځای ته کډه شوي، هغوی لپاره تګ راتګ ډېر ستونزمن شوی، ځکه له ښوونځي څخه په لرې واټن کې دي."

د یونېسف له‌خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د ماشومانو په ګډون ۳۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په دغو ولایتونو کې ۷۸۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي او تر ۵۰۰۰ ډېرې کورنۍ بېځایه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG