د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

هرات کې د تولیداتو نندارتون؛ په ۱۲۰ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه نندارتون انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوه نندارتون انځور

د "عاليست افغانيست" په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون د یکشنبې په ورځ په هرات کې د ښځو او نارینه‌وو لپاره په دوو برخو کې پرانيستل شو.

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې دا نندارتون د دې لپاره جوړ شوى چې کورنیو تولیداتو ته په‌کې بازار موندنه وشي.

د دې نندارتون د تنظیموونکو په خبره، دې نندارتون کې ۱۲۰ غرفې شاملې دي.

د توليدي شرکتونو يو شمېر مسوولان، چې په دغه نندارتون کې يې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د خپلو توليداتو د پلور لپاره ګټور بولي.

د یونیک ډیزاین تولیدي شرکت مسوولې مریم کبیري، چې په دې نندارتون کې یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "خپلې مثبتې اغېزې لري او زه خوښه یم چې نن ځينې ښځې راغونډې شوي يو او کولای شو چې له خپلو تولیداتو او د هېواد له تولیداتو څخه ګټه واخلو. موږ هیله منې یو چې په راتلونکي کې دا ډول پروګرامونه ډېر جوړ شي او د ښځو لپاره ډېره پاملرنه وشي څو د سودا ګرۍ په برخه کې د پام وړ وده وکړي."

د هرات په نندارتون کې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.
د هرات په نندارتون کې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.

یوې بلې سوداګرې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې سوداګرې ښځې د بازار او صادراتو د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغې وویل: "د دوی بله ستونزه د بازار نشتوالی دی، که واردات بند شي او خلک زموږ له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او بازار ښه شي دوی کولای شي خپل تولیدات نه یوازې په هېواد کې دننه وپلوري، بلکې د صادراتو شرایط به ورته برابر کړي چې په ترڅ کې يې دوی کولی شي خپل محصولات بهر ته ولېږدوي."

خو د نازنین د لاسي صنایعو د تولید د ورکشاپ مشرې زهرا فضلي، چې په دې نندارتون کې یې ګډون نه دی کړی، ازادي راډیو ته وویل چې تر دې وړاندې یې په څو دا ډول نندارتونونو کې ګډون کړی و، خو دا چې نارينه لیدونکو ياد نندارتونو ته د ګډون اجازه نه درلوده د دوى پلور خوارا کم و.

هغه وايي: "له بده مرغه په هرات کې چې داسې نندارتون جوړېږي، نارینه اجازه نه لري چې د ښځو نندارتون ته راشي او په تېرو پړاوونو کې چې ما په کې برخه اخیستې وه، له ډېرو ستونزو سره مخ وم. زموږ د نندارتون له جوړېدو څخه موخه دا ده چې محصولات مو وپېژندل شي، معرفي شي، خو له بده مرغه سوداګر موسسات نه شي راتلای او له همدې امله ما په دې نندارتون کې ګډون ونه کړ."

ارشیف: په کابل کې د یوه نندارتون څنډه
ارشیف: په کابل کې د یوه نندارتون څنډه

د دغه نندارتون جوړونکو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ښځو په د محصولاتو په نندارتونونو کې د د نارینه لیدونکو پر حضور بندیز لګولی دی.

تر دې وړاندې یو شمېر سوداګرو مېرمنو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د دوی محصولاتو ته د بازار د نشتوالي ترڅنګ د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شويو د دوی د پلور بازار سوړ کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG