د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د افغان ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمښت پرېکړه له تبعیضه ډکه او ژوره خپلسري وبلل شوه


ارشیف: په میدان وردګ کې روغتیاپالانې د یوه ناروغ ماشوم د کتنې پر مهال
ارشیف: په میدان وردګ کې روغتیاپالانې د یوه ناروغ ماشوم د کتنې پر مهال

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د طالبانو د حکومت له لوري د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمښت په پرېکړه غبرګون ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د طالبانو هغه پرېکړه چې له مخې یې په دولتي بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو میاشتۍ تنخواوې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوي، غندلې ده.

د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر ویاندې لیز تروسل په یو بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شوی، د ترک له قوله لیکلي چې د طالبانو دا پرېکړه له تبعیضه ډکه او په ژوره توګه خپلسری ګام دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا پسې خرابوي.

په بیان کې راغلي چې په کور د کېنول شویو مېرمنو کاري تجربو ته په کتو د هغوی میاشتنۍ تنخواوې کمول سخت توپیري چلند دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک

په بیان کې د ولکر ترک له قوله راغلي چې طالبانو په داسې حال کې دا پرېکړه کړې چې له وړاندې یې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

ولکر ترک ویلي، په ۲۰۲۱م میلادي کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه ډلې ویلي وو چې ښځې کولای شي اړینو شرایطو ته په کتو بېرته کارونو ته ستنې شي، خو په خبره یې نږدې درې کاله وروسته هم طالبان په دې برخه کې پاتې راغلي او د ښځینه ملکي کارکوونکو د بېرته ستنولو لپاره یې د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

نوموړي له طالبانو غوښتني چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول ناقانونه او له تبعیضه ډک فرمانونه لغوه کړي؛ ځکه چې د ده په وینا، د افغانستان د بشري حقونو د ژمنو خلاف چاره ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو حکومت د چارو ادارې ته منسوب یو لیک خپور شوی چې له مخې یې د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاشونه چې د تېر حکومت له خوا ټاکل شوي وو او اوس د طالبانو د حکومت له‌خوا ورکول کېږي، پنځه زره افغانۍ ټاکل شوې.

په دې لیک کې ویل شوي چې دا حکم د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خوا صادر شوی، خو په دې اړه چې ایا یوازې د هغه ښځینه کارکوونکو معاشونه ۵زره افغانۍ ټاکل شوي چې په کور ورته تنخوا ورکول کېږي او که د هغوی هم چې اوسمهال په دندو کې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

په همدې حال کې یو شمېر ښځینه ښوونکې وايي، دا پرېکړه غیرعادلانه او له تبعیض ډکه ده .

په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې عایشې ازادې راډیو ته وویل چې د تنخواوو کمښت به د دوی اقتصادي ستونزې لا پسې ډېرې کړي.

په کابل کې یوه ښوونکې عایشه وايي: په پنځه زره افغانۍ تنخوا موږ هیڅ نه شو کولای، قیمتي ډېره زیاته ده، د کورونو کرایې لوړې دي، موږ له ستونزو سره مخ یو. که په دې پرېکړه بیا کتنه وشي ښه ده.

هغه وايي: "مخکې مې تنخوا ۱۲زره افغانۍ وه، خو د نوي فرمان له مخې زموږ تنخواوې ۵زره افغانیو ته راښکته شوي دي، په دې تنخوا موږ هیڅ نه شو کولای، قیمتي ډېره زیاته ده، د کورونو کرایې لوړې دي، موږ له ستونزو سره مخ یو. که په دې پرېکړه بیا کتنه وشي ښه ده."

په کابل کې د ښځو د حقونو یوه فعاله چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "دا د ښځو په وړاندې یو توپیري چلند بلل کېږي او داسې ښکاري چې طالبان غواړي په دغه ډول پرېکړو سره ښځي له ټولنې په بشپړ ډول حذف کړي. دا د هغه مېرمنو لپاره چې نارینه سرپرست نه لري ډېره سخته ده چې په ۵زره افغانیو خپل کور وچلوي، دوی اړې دي چې خپلې دندې پرېږدي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو وروسته، ډېری هغه ښځې چې په دولتي اداراتو کې کې يې کار کاوه د دوی له‌خوا په کورونو کېنول شوې، خو طالب ویندویانو مخکې ویلي وو چې دوی ورته په کورونو معاشونه ورکوي.

تر دې وړاندې یو شمېر دغو مېرمنو ازادي راډيو ته ویلي وو چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو له بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته نه یوازې په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی بلکې پر دوی یې د محدودیت نورې لسګونه پرېکړې هم عملي کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG