د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

له ښوونځیو د نجونو راګرځولو ۱۰۰۰ ورځې؛ یونېسف یې د ۳ میلیارده ښوونیزو ساعتونو له لاسه ورکولو سره برابرې بولي


ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې
ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف وايي، له ښوونځیو نه د نجونو د راګرځولو زر ورځې د ۳ میلیارده ښوونیزو ساعتونو له لاسه ورکولو سره برابرې دي.

یونېسف وایي، له ښونځیو د افغان نجونو راګرځول نه یوازې د ۱.۵ نجونو له حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې دې کار د هغوی فرصتونه ځپلي او رواني ستونزو سره یې مخ کړي دي.

یونېسف دغه څرګندونې نن پنجشنبه داسې مهال په یو بیان کې کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو څخه د نجونو د راګرځولو زر ورځې پوره شوې.

دغه صندوق نن ورځ یوه غمجنه او اندېښمنونکې ورځ بللې ده.

ارشیف: په کابل کې له زده کړو منع کړای شوې زده کوونکې پر زده کړو د بندیز له کبله اوښکې تویوي.
ارشیف: په کابل کې له زده کړو منع کړای شوې زده کوونکې پر زده کړو د بندیز له کبله اوښکې تویوي.

یونېسف وايي، له ښوونځیو نه د نجونو د راګرځولو زر ورځې د ۳ ميلیارده ښوونیزو ساعتونو له لاسه ورکولو سره برابرې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق زیاته کړې، د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید د سیاستوالو له‌خوا یرغمل نه‌شي.

په بیان کې راغلي، له ښونځیو د نجونو منع کول پر نجونو سربېره د افغانستان پر اقتصاد او پرمختیا هم ناوړه اغېز کوي.

دغه شان وړاندې په کې ویل شوي، دغه بندیز روان بشري ناورین لا پسې زیاتوي او د افغانستان پر اقتصاد او پراختیایي لارو جدي اغېز کوي.

د دغه بنسټ په خبره، ښوونه او روزنه یوازې فرصتونه نه برابروي؛ بلکې په کم عمر کې نجونې د ودولو، خوارځواکۍ او نورو روغتیایي ستونزو څخه ساتي او د سېلابونو، وچکالۍ او زلزلې په څېر د افتونو پر وړاندې د دوی مقاومت پیاوړی کوي.

په همدې حال کې د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکې وايي زر ورځې کېږي چې له زده‌کړو لرې د هیلو او ناهیلو تر منځ ژوند تېروي.

هدیه د کابل اوسېدونکې چې د دولسم ټولګې زده‌کوونکې وه ازادي راډيو ته وویل: "له تېرو درېیو کلونو راهیسي زه له زده کړو محرومه یم، په دې موده کې له ګڼو ستونزو سره مخ شو، خو د ښوونځیو دروازې مو خلاصې نه شوې. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو فشار راوړي چې زموږ ښوونځي خلاص کړي تر څو خپلې زده کړو وکړو."

د کندهار ښار یوه اوسېدونکې بصیره چې د یولسم ټولګي زده‌کوونکې وه، وايي چې هیله درلوده چې زده کړو ته دوام ورکړي، خو لا یې هم دا هیله همداسې هیله پاتې ده.

بصیره وايي: موږ لږ ترلږه سږ کال هیله درلوده چې ښايي د زده‌کړو اجازه راکړل شي، خو بیا هم ونه شوه او لا هم د زده‌کړو د پیل په هیله ورځې شپې تېروو.

هغې وویل: "زر ورځې کېږي چې زموږ د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي. موږ لږ ترلږه سږ کال هیله درلوده چې ښايي د زده‌کړو اجازه راکړل شي، خو بیا هم ونه شوه او لا هم د زده‌کړو د پیل په هیله ورځې شپې تېروو."

دوی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د نجونو په وړاندې د زده‌کړو دروازې پرانېزي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف هم په خپله وروستۍ خبرپاڼه کې له طالبانو ورته غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې نړیواله ټولنه باید د نجونو ملاتړ وکړي ځکه د یونېسف په خبره د دوی ملاتړ ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم بېلابېلو سازمانونو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو ښونځي پرانېزي، خو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپله پرېکړه بېرته نه ده اخیستې.

نن پنجشنبه د جون ۱۳مه د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د دروازو د تړل کېدو زر ورځې پوره شوې.

طالبانو د دې ترڅنګ نجونې له پوهنتون او نورو هر ډول زده‌کړو هم راګرځولي او دغه شان یې پر افغان ښځو او نجونو ګڼ نور محدودیتونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG