د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د هیدر بار ادعا: د دوحې غونډې له اجنډا د افغان ښځو د حقونو موضوع لرې شوې


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون په غبرګون کې ادعا کړې چې د طالبانو د حضور له امله د غونډې له اجنډا د ښځو او ښځو د حقونو موضوع لرې شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون په غبرګون کې وايي، ډېره د اندېښنې وړ ده، ځکه چې د نوموړې د ادعا له مخې د طالبانو د حضور لپاره د ښځو د حقونو موضوع د غونډې له اجنډا لرې کړل شوې ده.

په هغې ویډیو کې چې هيدر بار دوشنبې په ورځ ناوخته په خپله ايکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپره کړې، ویلي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه حیاتي راپور وړاندې کوي، د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړه کړې چې له دې غونډې څخه د ښځو موضوع وباسي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

هغې پر دغې کړنې سخته نیوکه کړې او ټینګار یې کړې چې د ښځو او بشري حقونو موضوع باید د اجنډا په سر کې وي.

نوموړې زیاتوي: "موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې وپوهېدو چې طالبانو په دې غونډه کې د ګډون لپاره موافقه کړې او څرګنده ده چې د دوی موافقه په د غونډه کې د ښځو د نه ګډون او حذف تر څنګ د ځینو جدي امتیازاتو پر بنسټ ولاړه ده که څه هم ښځې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک له مخې په دې غونډه کې د بشپړ ګډون حق لري او همدارنګه د یوې اجنډا په جوړولو سره چې د ښځو او بشري حقونو موضوع يې په بشپړه توګه د بحثونو له لړليک څخه لرې کړې ده."

هغې زياته کړې چې د طالبانو په واکمنۍ افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعيت د هرې ورځې په تېرېدو مخ په خرابېدو دى او نړيوال بايد دا حقيقت له پامه ونه غورځوي.

خو مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د دوحې په غونډه کې به د بحث محورد افغان ښځو پر حقونو څرخي او دې غونډې ته د مدني ټولنو استازي هم بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو مجمعې (WOMEN'S FORUM ON AFGHANISTAN) په یوې اعلاميه کې چې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر يې خپره کړې، د دوحې په غونډه کې د طالبانو د حضور او دې غونډه کې د ښځو د استازو او ښځينه منتقدانو د حذفولو اړوند اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې له دې سره له دې ناستې تمې کمې شوې دي.

دغه مجمعې په ملګرو ملتونو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک په پلي کولو سره دا ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې په ټولو پرېکړو کې فعاله ګډون ولري او له ښځو سره د خبرو اترو یوه له مانا ډکه پروسه رامنځته کړي.

د ښځو يادې ډلې همدا راز اعلان کړى چې د دوحې ناستې باید یوازې د طالبانو پر ګټو متمرکزې نه وي، بلکې د افغانستان د خلکو سیاسي پایلو ته هم پام وشي.

له بلې خوا ، د ښځو د حقونو فعالانې او یو شمېرمعترضې ښځې هم وايي، که په دې ناسته کې د ښځو استازي او د ښځو د حقونو پر موضوع خبرې ونه شي، دا ناسته به بې پایلې وي.

د ښځو د حقونو فعالانو پریسا مبارز او نظیفې حقپال په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

پریسا مبارز وايي: "په دې غونډه کې د طالبانو شتون د منلو وړ نه دی او له دې ډلې سره هر ډول تعامل او معامله د افغانانو لپاره د منلو وړ ده، نه یوازې د افغانستان د معترضو ښځو لپاره بلکې د افغانستان ۹۹ سلنه خلک د دې موضوع مخالف دي، ځکه چې طالبانو د خلکو په سرونو ټوپک ايښی، خلک نه شي کولای خپل غږ پورته کړي."

نظیفې حقپال وویل: "د افغانستان اساسي ستونزه له بشري حقونو پراخه سرغړونه او د ښځو له حقونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه ده. که پر دې مسئلو خبرې ونه شي او د ښځو استازي ګډون ونه کړي، دا غونډې به بریالۍ نه شي."

د طالبانو حکومت چې د دوحې درېیمې ناستې ته بلل شوی د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ په دې ناسته کې د خپل ګډون اعلان وکړ، خو ویې ویل چې د غونډې د اجنډا او ترکیب د بدلون په صورت کې به دوی هم خپل دریځ بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې د درېیمې ناستې پیلېدو ته ۱۱ ورځې پاتې دي.

دا غونډه به د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې د افغانستان لپاره د هېوادونو او سازمانونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG