د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

امنیت شورا غونډه؛ د یوناما مشره په‌ کې د افغانستان وضعیت په اړه وضاحت ورکوي


 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا

تمه ده چې نن د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر یا یوناما ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا به د امنیت شورا په غونډه کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه وضاحت ورکړي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، دا غونډه به نن جمعه د سرطان په لومړۍ نېټه په نیویارک کې د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شي.

تر دې غونډې مخکې په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو استازي او اوتنبایوا سره وکتل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې څنډه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې څنډه

د پنجشنبې په ورځ، په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي په ایکسپاڼه (یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د وروستيو پرمختګونو، د دوحې کنفرانس او د ښځو او نجونو په ګډون د یو سوکاله افغانستان لپاره د یوناما د کار په اړه بحث وشو.

له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کانګ ویلي چې له روزا اوتونبایوا سره یې د افغانستان د وضعیت په اړه ژورې او ګټورې خبرې کړې دي.

هغه په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې چین به د افغانستان د یوه دوست ګاونډي په توګه د یوناما له کارونو څخه په کلکه ملاتړ ته دوام ورکړي او له افغانستان سره به د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان په اړه بحث کوي چې ټاکل شوې دغه سازمان د سرطان میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د دوی پلاوی به د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

ذبیح الله مجاهد د جوزا په ۲۷مه رسنیو ته وویل چې د طالبانو حکومت په دې غونډه کې ګډون د افغانستان په ګټه ګڼي.

طالبانو د فبرورۍ په میاشت کې د دوی د شرطونو د نه منل کېدو له امله د دوحې په دوهمه غونډه کې ګډون ونه کړ.

په هغه وخت کې د طالبانو یو شرط دا و چې د دوی پلاوی به د افغانستان د اصلي او یوازیني استازي په توګه په دې غونډه کې برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د سې شنبې په ورځ وویل چې له طالبانو سره د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغانستان د رسمیت پېژندل شوي حکومت په توګه نه، بلکې د واکمنو چارواکو په توګه چلند کېږي.

د دوحې په دوهمه غونډه کې یو شمېر کسانو د افغان ښځو او مدني ټولنو په استازیتوب ګډون کړی وو.

که څه هم ملګروملتونو تر اوسه د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان ښځو د استازو د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د بشري حقونو د څار اداره وايي چې ملګروملتونو په دې غونډه کې افغان ښځې له ګډون څخه منع کړي دي.

یو شمېر ښځینه فعالانې او د بشري حقونو مدافعان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې باید د دوحې د غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ د سې شنبې په ورځ د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته د خپل نوي راپور د وړاندې کولو پر مهال په افغانستان کې د ښځو وضعیت ټکان ورکوونکی وباله او طالبان یې د ښځو او نجونو له حقونو په سرغړونې او سپکاوي تورن کړل.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ریچارډ بینېټ راپور "د دوحې د غونډې په څنډه کې د ذهنونو د خرابولو هڅه ده."

خو د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د بینېټ د دې راپور هرکلی کړی دی.

په دغه راپور کې د پوهنې او کار په برخه کې پر نجونو او ښځو د لګول شويو محدودیتونو، روغتیا، عدلي او قضايي برخو ته د هغوی د نه لاسرسي او نورو مواردو یادونه شوې ده.

بینېټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر سخت او پراخ بللی او ویلي یې دي چې دا د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG