د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

امنیت شورا غونډه؛ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور تر بحث لاندې نیول کېږي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې یو انځور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې یو انځور

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د جمعې په ورځ د جون په ۲۱مه پر خپله فېسبوک پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه د دغه سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش درې میاشتنی راپور رسېدلی، چې نن به یې په اړه بحث وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په خپور شوي شوي ۱۵مخیز راپور کې په افغانستان کې د روان سیاسي او بشري وضعیت تر څنګ د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د بندیزونو یادونه هم شوې ده.

د دې درې میاشتني راپور په ځېنو برخو کې راغلي: "لا هم له شپږم ټولګیو پورته او په پوهنتونو کې نجونو پر زده‌کړو بندیز روان دی او په دیني مدرسو کې د ماشومانو زده‌کړې هڅونې او شامېدل زیات شوي دي."

د دې راپور په سیاسي برخه کې لیکل شوي: "مدني ټولنې او سیاسي فعالیت لپاره فضا نوره هم محدوده شوې وه. د اپرېل په ۷مه د طالبانو د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو بندیز بیا تکرار کړ او اعلان یې وکړ چې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنیز سازمانونه د غیرقانوني فعالیتونو په تور امنیتي ارګانونو ته راجع شوي دي."

په دې راپور کې د بېلابېلو مواردو اړوند معلومات ورکړل شوي، خو په امنیتي معلوماتو برخه ک یې لیکلي چې ملګرو ملتونو د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ تر ۱۳مې پورې دوه زره او ۵۰۵ امنیتي ثبت کړي چې د تېر ۲۰۲۳م کال د ورتې مودې په پرتله ۵۵ سلنه لوړوالی ښيي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر یا یوناما پرون پنجشنبه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن جمعه د کابل پر وخت ماښام به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا د امنیت شورا په دې غونډه کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

خو له دې غونډې افغان ښځې او نجونې څه تمې لري؟

په افغانستان دننه د ښځو د حقونو ځینې فعالانې او له زده‌کړو محرومې نجونې وایي، که څه هم دا ډول ناستې کولای شي چې د افغانستان روان کړکېچن وضعیت ته د نړیوالو پام ور واړوي، خو غوښتنه کوي چې باید د افغانانو د بشري وضعیت او د ښځو د حقونو په اړه په کې پرېکنده پرېکړې وشي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې چې د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه او نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "دا ډول ناستې سل په سله د افغان ښځو نجونو وضعیت نه شي بدلولی، خو په دې شرط چې دوی د افغان ښځو او نجونو د کار، زده‌کړو او نورو حقونو په اړه یادونه وکړي دا یو څه د طالبانو پام ور اړولی شي، بل دا چې دا خبرې څومره ډېرې تکرارېږي د افغان ښځو او نجونو ته ګټه کوي."

د کونړ ولایت اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعالې لطیفې سالارزۍ ازادي راډیو ته وویل: "نړیوالو سازمانونو کې د افغان ښځو د حقونو او بشري وضعیت په اړه خبرې ډېرې مثبتې و اغېزناکه تمامېدای شي، ځکه دلته د ښځو او نجونو دحقونو په اړه خبرې او دفاع کېږي، خو دا باید په جدي توګه وي، دا (خبرې) باید عملي وي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې داسې مهال د افغانستان په اړه بحث کیږي چې د تېرې سې شنبې په ورځ د جون په اتلسمه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دغه هېواد د ښځو او بشري حقونو په اړه د بشري حقونو د شورا په ۵۶ مه ناسته کې د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغان ښځو وضعیت ټکان ورکوونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې د ښځو او نجونو پروړاندې تاوتریخوالی ډېر سخت او پراخ دی چې دا د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدای شي.

ریچارډ بینېټ
ریچارډ بینېټ

خو د طالبانو حکومت د بینېټ څرګندونې د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه د اذهانو د خرابولو هڅه وبلله.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون په ۳۰مه جوړه او د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.

طالبانو په دغه ناسته کې د خپل پلاوی د ګډون خبر ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG