د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د دوحې درېیمه ناسته کې د افغان ښځو نه ګډون ته غبرګونونه دوام لري


د پلازمېنې دوحې یوه څنډه
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه

یو شمېر سازمانونو، افغان سیاسي څېرو او د مدني ټولنې فعالانو د دوحې په دریېمه غونډه کې د افغان مېرمنو استازو نه ګډون ته غبرګونونه ښودلي او وايي، دا د طالبانو سرغړونو ته د مشروعیت ورکولو په مانا او د ملګرو ملتونو اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان دی.

د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې په درېیمې غونډه کې د افغان مېرمنو استازو نه ګډون ته د غبرګونونو دوام لري.

یو شمېر سازمانونو، افغان سیاسي څېرو او د مدني ټولنې فعالانو د ملګرو ملتونو دې پریکړې ته، چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان مېرمنو استازو ته بلنه نه ده ورکړې، نیوکه کړې ده.

ملاله فنډ، چې د نجونو د زده‌کړو لپاره د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په مشرۍ جوړ شوی، د شنبې په ورځ د جون په ۲۲مه د دوحې ‎په درېیمې غونډه کې د افغان مېرمنو د استازو نه ګډون په غبرګون کې په یوې اعلامیه کې ویلي، دا حذفول د منلو وړ نه دي او یو خطرناک مثال جوړوي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

په اعلامیه کې زیاته شوې، په دوحه کې غونډه د افغانستان د راتلونکي د جوړولو لپاره یو ښه فرصت دی، خو له طالبانو سره په ښکېلتیا او د ښځو په څنډې ته کولو سره به د پام وړ پرمختګ ته ونه لري.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له سازمان غوښتل شوي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان اجرایي مدیرې تیرانا حسن هم ویلي چې د افغانستان په اړه په غونډه کې د طالبانو ګډون په اجنډا کې د ښځو د حقونو د موضوع یا د افغان مېرمنو د حضور پرته د طالبانو سرغړونو ته د مشروعیت ورکولو او د ملګرو ملتونو اعتبار ته د نه جبرانېدونکي زیان رسولو د ګواښ په مانا دی.

د نوموړې دا خبرې د بشري حقونو د سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هیدربار په خپله ایکسپاڼه خپرې کړې دي.

دغه شان، د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب سازمان مشرې زرقا یفتلي په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل او د ولسي جرګې پخوانې غړې فوزیې کوفي هم د دوحې په راروانې غونډه کې د ښځو د نه ګډون پرېکړې ته په خپلو ټولنیزو پاڼو کې غبرګونونه ښودلي او دا پرېکړه یې د ملګرو ملتونو سازمان د اصولو خلاف بللې ده.

مخکې تر دې دې هم موضوع ته ګڼ غبرګونونه ښودل شوي دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم د دوحې په درېیمه ناسته کې د ملګرو ملتونو په دې پرېکړه انتقاد کوي.

وږمه توخي وايي: په نړیواله کچه په داسې غونډو کې د ښځو حذفول د دې ښکارندويي کوي چې نړیوال له افغان مېرمنو سره رښتیني نه دي.

له ډلې یې وږمې توخې ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه ښځې نه یواځې د افغانستان دننه له ټولنې څخه حذف شوي، بلکې په نړیواله کچه په داسې غونډو کې د ښځو حذفول د دې ښکارندويي کوي چې نړیوال له افغان مېرمنو سره رښتیني نه دي."

افغان مېرمنې هم وايي چې په دې غوڼده کې د ښځو نه ګډون د افغان مېرمنو د غږ ځپلو په مانا ده او د ملګرو ملتونو اعتبار له منځه وړي.

یوه معترضه افغان مېرمن امنه احمدي وايي: "که د ښځو استازې د دوحې په ناسته کې ګډون ونه لري نو څوک به د رنځ ځپلو افغان مېرمنو د حقونو او ستونزو په اړه غږ پورته کړي څو د نړۍ خلکو او د ښځو د حقونو مدافعینو تر غوږونو زموږ قرباني شویو افغان نجونو غږ ورسېږي."

دا غوښتنې او نیوکې په داسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د جون د ۳۰ مې نېتې په غونډه کې به د افغان ښځو استازې ګډون ونه کړي.

دا خبره د جمعې په ورخ د امنیت شورا تر غونډې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې خبریالانو ته وکړه، خو زیاته یې کړه چې تر دې غونډې مخکې او وروسته ناستو کې به برخه ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا

نوموړې دا هم وویل، په غونډه کې د اجندا مهم موضوعات چې مخدرو موادو سره مبارزه او خصوصي سوداګري او بانکداري ده هم ښځو پورې اړه لري.

ټاکل شوې د دوحې درېیمه غوڼده د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د روانې میاشتې په ۳۰مه د جولای تر لومړۍ نېټې جوړه شي چې طالبانو ته هم په‌کې بلنه ورکړل شوې او دوی د خپل پلاوي د ور استولو اعلان هم کړی دی.

طالبانو د دوحې په تېرو دوو نورو غونډو کې ګډون نه و کړی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG