د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

بشري حقونو شورا غونډې؛ په راتلونکو ناستو کې به بیا هم د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو موضوع یادېږي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د عمومي غونډې تالار
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د عمومي غونډې تالار

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان ماموریت وايي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په راتلونکو غونډو کې به بیا هم په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو موضوع یاده کړي.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان ماموریت وايي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په روانه غونډه کې به بیا هم د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د هېوادونو استازو ته معلومات ورکړي.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل مفصل راپور وړاندې کړ چې پر طالبانو سخت انتقادونه په‌کې شوي وو.

بینېټ په خپل راپور کې تر ډېره طالبانو د ښځو پر وړاندې په تبعیضي چلند تورن کړل او د نورو بشري ناخوالو او سرغړونو یادونه یې هم وکړه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي ماموریت چې د پرځېدلي جمهوري نظام چارواکي یې استازولي کوي هم یو مفصل راپور وړاندې کړ چې د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو یادونه په‌کې شوې وه.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

دا ماموریت وايي چې د د دې شورا په راروانو غونډو کې به بیاهم هڅه وکړي چې د افغانستان د بشري ناخوالو تصویر نړیوالو ته ورښکاره کړي.

د دې استازولۍ مستشار محب‌الله تایب بېګا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "روغتیايي خدماتو د لاسرسي حق، د بیان د آزادۍ موضوع، له قانون پرته وژنې، شکنجه، چاپېریال او یو شمېر نور موضوعات شته چې زموږ هېواد له هغه پلوه ځورېږي او د افغانستان دایمي استازولي به هڅه وکړي چې رسمي بیانونه ورکړي څو نړۍ له دې وضعیت څخه خبره شي."

نړیوالې ټولنې په تېره ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ځانګړي ډول د طالبانو د حکومتت له‌خوا د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلو محدودیتونو له کبله پرله‌پسې اندېښنه څرګنده کړې ده.

طالبان وايي، دوی د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو نجونې او ښځې او په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو مدافع ډلې او د ښځو د حقونو فعالان ټینګار کوي چې افغان نجونې او ښځې باید د نورو اسلامي هېوادو په څېر د تعلیم، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون حقونه ولري.

ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.
ارشیف: په فراه کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.

ټاکل شوې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په راروانه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د جون په دېرشمه پیلېږي هم د افغانستان د بشری حقونو د وضعیت په اړه خبرې وشي خو ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغان ښځو استازې او مدنې فعالانې ګډون ونه کړي.

تمه ده په دې غونډه کې چې د افغانستان لپاره د ۲۲ هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړېږي، د طالبانو د حکومت استازي هم حاضر وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG