د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د افغان ښځو، مدافعانو او فعالانو له ګډون پرته د دوحې ناسته بې اعتباره وبلل شوه


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو له لاریونه یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو له لاریونه یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان چارواکي وایي، که د دوحې راروانه ناسته کې افغان ښځې، د بشري حقونو مدافعان او د مدني ټولنې اړخونه شامل نه شي نو د دې غونډې اعتبار به له منځه ولاړ شي.

د بخښنې نړیوال سازمان سرمنشي ټینګار کوي چې د دوحې په راراونه درېیمه غونډه کې باید د افغانستان بشري کړکېچ ته په کافي اندازه رسېدنه وشي.

اګنس کالامارد د جمعې په ورځ د جون په ۲۱مه پر خپله ایکسپاڼه خبرداری ورکړی چې که په دې ناسته کې افغان ښځې، د بشري حقونو مدافعان او د مدني ټولنې اړخونه شامل نه شي د دې غونډې اعتبار به له منځه ولاړ شي.

نوموړې ټینګار کړی چې د بشري حقونو انتقادي بحثونو څنډې ته کول به د منلو وړ نه وي.

د بخښنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنس کالامارد
د بخښنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنس کالامارد

مېرمن کالامارد وړاندې لیکلي، دې غونډې ته د طالبانو د ګډون د قانع کولو لپاره د هغوی شرایطو ته غاړه ایښودل به د طالبانو له لوري د د دې په ټکو د جنسیت پر بنسټ د ظلم او ستم د بنسټیز سیستم مشروعیت ورکولو ته زمینه برابره کړي چې په خبره یې له ټولنې نه یې ښځې او نجونې څنډې ته کړي او له دوی څخه یې اساسي حقونه اخیستي دي.

کالامارد له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونه د خبرو اترو وړ نه دي او په دې اړه باید یو روښانه او متحده دريځ غوره شي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هیدر بار د پنجشنبې په ورځ د جون په۲۰مه ازادي راډیو ته وویل چې د دې سازمان د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د دوحې له راتلونکې ناستې افغان ښځې بې برخې کړې دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو څانګې مرستیاله هیدر بار

هغې پرون جمعه د جون په ۲۱مه هم په ایکسپاڼه لیکلي چې د دوحې د غونډې په اجنډا کې د ښځو اړوند هېڅ بحث نه شته او تر اوسه کومې ښځې ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

په ورته وخت کې په افغانستان دننه د طالبانو له لوري له زده‌کړو ځینې محرومې نجونې او د ښځې د حقونو ځینې فعالانې وایي، که په دې ناسته کې ښځو ته بلنه ورنه کړل شي، دوی به ډېرې ناهیلې شي.

د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده‌کوونکې نادیې ازادي راډیو ته وویل: "که ښځو دې ناسته کې د حضور اجازه ورکړي نو ښځې به هلته د خپلو حقونو بحث وکړای شي. زموږ غوښتنه دا ده چې هلته دې زموږ د ښوونځیو د پرانیستو د حق په اړه حتماً بحث وشي."

د ښځو د حقونو فعالې نسرین حمیدي هم ازادي راډیوسره خبرو کې د دوحې په درېیمه غونډه د افغان ښځو په ګډون ټینګار وکړ.

هغې وویل: "که چېرې د دوحې په غونډه کې ښځو ته د ګډون اجازه ور نه کړل شي، دا به یو جدي ستونزه او د دوی لپاره یوه بله لویه ناهیلي وي او که چېرې ښځې په دې غونډه کې شاملې نه شي دا به د نیمایي ټولنې د غږ غلي کول وي."

بلخوا د شنبه های ارغواني په نوم د معترضو ښځو یوې ډلې ازادي راډیو ته استولو ویډیوګانو او خبرپاڼه کې له مدني، فعالانو خبریالانو، لوبغاړو او فرهنګیانو غوښتي چې د دوحې په راروانه ناسته کې دې ښځو او د طالبان د نه ګډون په هدف د دوی له اعتراضونو ملاتړ وکړي.

دا غوښتنې او نیوکې په داسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر پرونۍ غونډې وروسته د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، ملګرو ملتونو ته څوک شرایط نه شي ایښودلی چې څرنګه غونډه به جوړوي.

اغلې اوتنبایووا زیاته کړه چې د دوحې د راتلونکې غونډې مشري د ملګرو ملتو سیاسي مشره روزماري دیکارلو کوي او د افغانستان لپاره د ۲۲ هېوادونو په ځانګړیو استازیو کې چې کومې ښځې دي، هغوی به هم ګډون په کې وکړي.

ټاکل شوې چې د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د روانې جون میاشتې په ۳۰مه د جولای تر لومړۍ نېټې جوړه شي چې طالبانو هم رسماً وربلل شوي او دوی د خپل پلاوي د ور استولو اعلان هم کړی، دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو نورو غونډو کې یې ګډون نه و کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG