د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

دوحې درېیمه ناسته؛ ملګرو ملتونو د غونډې هدف د یوه باثباته افغانستان ترلاسه کول


د پلازمېنې دوحې یوه څنډه. تر راتلونکو څلورو ورځو به دغلته د ۳۰ هېوادونو، سازمانونو او طالبانو د استازو په ګډون غونډه جوړه شي.
د پلازمېنې دوحې یوه څنډه. تر راتلونکو څلورو ورځو به دغلته د ۳۰ هېوادونو، سازمانونو او طالبانو د استازو په ګډون غونډه جوړه شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه ناسته څلور ورځې وروسته د طالبانو د حکومت، یو شمېر سازمانونو او د ۳۰ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شي.

ملګرو ملتونو د دې غونډې هدف د یوه باثباته افغانستان ترلاسه کول بللي چې په خبره یې، له خپلو ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري او د بشري حقونو او ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د سه شنبې په ورځ د جون په ۲۵مه په یوه خبري ناسته کې وویل: "دا غونډه د دوحې د ۲۰۲۳م د مې او سږ کال د فبرورۍ میاشتو له ناستو وروسته جوړېږي، دا د افغانستان د اوسنیو چارواکو او سیمې او نړیوالو هېوادونو د استازو تر منځ خبرو اترو ته زمینه برابروي، شاوخوا ۳۰ هېوادونه او نړیوال سازمانونه دې ناستې ته د ګډون لپاره بلل شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د دې غونډې څرنګوالی د مدني ټولنې او افغان ښځو د استازو د نه ګډون له امله د بشري حقونو د څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو او یو شمېر نورو بنسټونو له لوري له نیوکو سره مخ دی.

له دې ډلو ځینو یې بیا ادعا کړې چې ملګري ملتونه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په هڅه کې دي.

خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټیفن دوجاریک ويلي چې د دغه سازمان د سرمنشي سياسي مرستياله روزماري ډيکارلو به د افغان ښځو له فعالانو او استازو سره د جولای په ۲مه نېټه جلا ناسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټیفن دوجاریک

دوجاریک زیاته کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روز اوتنبایووا به هم د دوحې په ټولو بحثونو کې ګډون وکړي.

نوموړي وویل چې دغه ډول ناستې نه باید د رسمي دولت یا طالبانو ته د مشروعیت ورکوونې په معنا تعبیر شي، ځکه په خبره یې دا ناسته یوازې د افغانستان د اوسنیو موجوده ننګونه د حل لپاره جوړېږي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د ښځو او مدني ټولنو له استازو سره د جلا ناستې پر جوړېدو نیوکه کوي او وایي چې په اصلي ناستو کې د ښځو له حضور پرته به جلا ناستې اغېزناکې نه وي.

د ښځو د حقونو فعالې رمزې سعیدي ازادي راډیو ته وویل: "هغه فعالین چې ټاکل شوې په ناسته کې ګډون وکړي نه باید جلا ناسته ومني، باید د مخالفې ډلې هر کس چې په دې ناسته کې ګډون کوي، مخامخ ورسره خبرې وشي، موږ له تېرو دریو کلونو راهیسې بې ګناه مجرمینې یو چې په درو هم وهل شوې یو، ظلمونه مو زغملي، نو په همدې اساس بېله او جلا ناسته د منلو وړ نه ده."

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې ساجدې میلاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د دوحې په ناسته کې د ښځو د معنا لرونکي ګډون غوښتونکې ده: "باید په دواړو ناستو کې حضور ولري او دې ناستو مخکې بای هغو ښځو او نجونو چې له کار او تعلیم نه بې برخې شوي، ورسره اړیکه ونیول شي او غوښتنې یې واورېدل شي، خو په ټوله کې دویمه ناسته جوړېږي او له وړاندې جوړ شوي پلانونه په کې موجود دي."

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳م کال په مې او دویمه هغه یې د روان ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو د حکومت د استازو له حضور پرته ترسره شوې وې، خو هغه مهال یو شمېر فعالانو ویلي وو چې دغو دوو غونډو د افغان ښځو لپاره ګټورې پایلې نه درلودې.

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې پلاوی به یې د دوحې په غونډه کې د دوی د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ ګډون وکړي.

د دوحې درېیمه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د بشري حقونو ډېریو سازمانونو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو د بندیزونو له فرمانونو وروسته ښځې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG