د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

ویانا کې د طالب ضد څېرو غونډه؛ د افغانستان د اساسي مسایلو په اړه خبرې کوي


په وینا کې د طالبانو مخالفې څېرې راټولې شوي
په وینا کې د طالبانو مخالفې څېرې راټولې شوي

د افغانستان په اړه د ویانا څلورمه غونډه نن په اتریش کې د طالبانو د لسګونو سیاسي جریانونو او څېرو او مدني ټولنو د فعالانو په ګډون جوړه شوې ده.

د دوحې درېیمې ناستې په درشل کې چې ټاکل شوې تر راتلونکې یوه اوونۍ پورې جوړه شي، د ویانا څلورمه ناسته د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۴مه په اتریش کې پیل شوه.

افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې د رسنیو برخې غړي هوشنګ ساعي ازادي راډیو ته وویل، په دې ناسته کې چې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې، د افغانستان د اساسي موضوعاتو په اړه به په کې خبرې وشي.

ساعي وویل: د ویانا پروسه له سیاسي پروسو ده چې په تېرو کلونو کې یې د افغانستان مهم او اساسي مسایل سپړلي.

ساعي وايي: "د ویانا پروسه له سیاسي پروسو ده چې په تېرو کلونو کې یې د افغانستان مهم او اساسي مسایل سپړلي، دا پروسه چې د سیاسي ګوندونو او اړخونو له استازو، د مدني ټولنو او رسنیو له استازو او همداراز د طالبان ضد جبهو له استازو جوړه شوې، په خپل ذات کې د افغانستان له مهمو او متنوع پروسو شمېرل کېږي."

په ناسته کې پخواني جهادي مشر محمد محقق، د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د تر جمهوري نظام د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد علم ایزدیار او یو شمېر نورو پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو او سیاسي جریانونو ګډون کړی دی.

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې په هغه خبرپاڼه کې چې د دې غونډې په تړاو یې ازادي راډیو ته استولې، راغلي چې د ناستې هدف د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې نقشې د طرحې برابرولو په موخه د طالبانو پر ضد د بېلابېلو جریانونو را نږدې کول دي.

د خبرپاڼې په ټکو، دغه شان په دې ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کېږي او په پای کې به یې یو پرېکړه‌لیک هم خپور شي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په تېرو ناستو کې د دوی په پرېکړه‌لیک کې په عمده توګه د طالبانو پر ضد د ځواکونو پر منسجمولو، د خلکو پر یووالي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې او وسله والې مبارزې پر اړتیا ټینګار شوی و.

د طالبانو د مخالفو لوریو څلورمه ناسته په داسې حال کې په ویانا کې ترسره کېږي چې طالبان د ملګرو ملتونو په بلنه د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د جون په ۳۰مه تر د جولای لومړۍ نېټې جوړېږي ګډون کوي، هغه غونډه چې د طالبانو ضد ډلو غندلې او د افغان ښځو د استازو او مدني ټولنو غړو د نه حضور له امله هم له نیوکو سره مخ ده.

په ورته وخت کې پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو شنونکی سید عبدالرزاق لقمان وايي چې د ویانا ناسته مثبتې او منفي پایلې لرلی شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د خلکو غږ یوځل بیا د نړیوالو تر غوږونو رسېږي چې نړۍ افغانستان هېر نه کړي، خو منفي ټکی دا دی چې طالبان قطعاً دې ډول ناستو ته درناوی او باور پرې نه لري او منفي حرکت کوي او تر ډېره بیا پر خلکو فشار راولي او د پوځي تحرکاتو په برخه کې ډېر په سرعت عمل کوي."

د طالبانو حکومت د دې ناستې د جوړېدو په اړه تر اوسه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو تېر کال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له افغانستانه بهر دا ډول غونډې غیر قانوني وبللې او ویې ویل چې دا ډول ناستې د "نظام اوهېواد کمزوري کولو" په هدف ترسره کېږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی

د يادونې ده چې د دغو غونډو درې پړاوه د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د تېر جمهوري نظام د يو شمېر سياستوالو او يو ځینو فعالانو په ګډون ترسره شوې دي.

د ویانا لومړۍ ناسته د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر کې، دویمه ناسته یې د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې او درېیمه هغه بیا د تېر کال په ډسمبر کې ترسره شوه.

د سیاسي اجماع پر پیاوړتیا ټینګار، د خبرو اترو له لارې د افغانستان د ننګونو حلول، له ډیپلوماتیکې لارې پر طالبانو فشار راوړل او د ښځو او افغان وګړو د اساسي حقونو تضمینول د وینا د تېرو درېیوغونډو چې د اتریش د نړیوالو چارو د انستیټوټ په کوربه‌توب جوړې شوي، د اجنډا مهم ټکي وو.

په ویانا کې د درېیمې غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د افغانستان د وضعیت د بدلولو لپاره سیاسي بهیر ته لاره هواره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG