د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د بدخشان ځینې اوسېدونکي: وضعیت ارام شوی او طالبانو د کوکنارو له‌منځه وړل پیل کړي


په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د له منځه وړلو یو انځور
په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د له منځه وړلو یو انځور

د بدخشان د ارګوى ولسوالۍ په برلاس سيمه کې د طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ د دوشنبې ورځې له اخ و ډب وروسته یو شمېر ځايي خلکو نن سه‌شنبه ازادي راډيو ته وويل چې اوس وضعیت ښه دى او طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو لړۍ بیا پیل کړې ده.

د ارګوى ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الدین مبارز ازادي راډيو ته وویل چې دواړه لوري باید یو ګډې پايلې ته ورسېږي، څو د نورو شخړو لامل نه‌شي او کورنۍ د وير په تغړ کې‌ نه‌ني.

نوموړي د ارګو ولسوالۍ د برلاس کلي د تازه وضعیت په اړه وویل: "خلکو اجازه نه ورکوله چې تاریاکو يې له منځه یووړل شي، داسې چلند يې درلود چې د شخړو لامل شو اوس بل کلي کې ارامه ارامي ده، امارتيان لاړه خشخاش له منځه وړي."

خو د بدخشان د درایم ولسوالۍ اوسېدونکی کلیم‌الله ادعا کوي چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو خپله شخړه رامنځته کړه چې د ځينو معترضانو د وژل کېدو لامل شو او يو شمېر يې ونيول.

نوموړى وايي چې تر اوسه د نيول شويو کسانو د برخليک په اړه معلومات نه‌شته.

هغه زیاتوي: "پرون يوه ډله غيرمحلي طالبان سيمې ته ننوتل چې د سيمه‌ييزو ځواکونو له‌خوا د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو په موخه عمليات وکړي، چې بيا د خلکو د اعتراضاتو لامل شو چې د سيمې يو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له خوا ونيول شول او یو شمیر نيول شوي کسان ټپیان هم دي، تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی چې چېرته لېږدول شوي دي."

خو هغه د طالبانو له خوا د نيول شويو کسانو د کره شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.

ځايي اوسېدونکي ادعا کوي چې د دوشنبې په ورځ د نښتې په ترڅ کې دوه معترضان وژل شوي او شاوخوا ١٥ نور ټپيان دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ارګوى او درایم ولسوالیو د ځايي اوسېدونکو د ادعاوو په اړه د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ویاند احسان الله کامګار نظر هم واخلي، خو نوموړي پوښتنې ځواب نه کړې.

خو سیاسي پوه حميد عزيزي وايي، که څه هم د کوکنارو کښت غیر قانوني دى، خو ټینګار کوي چې حکومت باید کروندګرو ته د بدیل کښت وړاندیز وکړي.

عزیزي وايي: که حکومت وغواړي هم چې د کوکنارو د کرلو مخنيوى وکړي او له زوره کار واخلي نو د ورته جنجالونو لامل کېدى شي.

عزیزي وویل: "لومړی دا چې د نړیوالو نورمونو او قوانینو له‌مخې د نشه یي توکو توليد او د کوکنارو کرل غیرقانوني دي او غيرشرعي هم دي، خو طبیعي ده چې افغانستان یو بېوزله هېواد دی، د بدیل کښت له تنظیم او چمتو کولو پرته په افغانستان کې د کوکنارو کښت نه‌شي درولى. که حکومت وغواړي هم چې د کوکنارو د کرلو مخنيوى وکړي او له زوره کار واخلي نو د ورته جنجالونو لامل کېدى شي."

د تېرې جمعې په ورځ په ارګوى او درایم ولسوالیو کې د طالبانو د حکومت پر ضد د خلکو اعتراضونه او تاوتریخوالی وروسته له هغې پیل شول چې د طالبانو د حکومت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ریاست ځواکونه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په موخه سيمې ته لاړل.

د طالبانو حکومت هغه مهال ادعا کړې وه چې دغه اعتراضونه او تاوتريخوالى د دوى له‌خوا د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په مخنيوي کې راپورته شول، خو ځايي خلک ادعا کوله چې طالب ځواکونه يې بې اجازې کورونو ته ننوتي او د دوى ناموس ته يې بې احترامي کړې چې د لومړنیو اعتراضونو او تاوتريخوالي په پايله کې دوه تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

خو وضعیت سيمې ته د طالبانو د پلاوی له ورتګ وروسته ارام ښودل شوی و.

XS
SM
MD
LG