د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو اړولو په غبرګون لاریون بیا په تاوتریخوالي اوښتی


په بدخشان کې د طالبانو ضد اعتراضونو یو انځور
په بدخشان کې د طالبانو ضد اعتراضونو یو انځور

په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په غبرګون د سیمې د اوسېدونکو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر سر د سیمې د خلکو لاریون بیا په تاوتریخوالي اوښتی او ادعا کېږي چې ولسي خلکو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه‌شته او ځايي خلک یې په اړه بېلابیلې خبرې کوي.

له موضوع خبر د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ اوسېدونکي کلیم‌الله ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ د نښتې په پايله کې دوه کسان د زيدالله او حاجي عبادالله په نوم وژل شوي او ديارلس نور هم ټپيان شوي دي. د اعتراضونو په پايله کې عامو خلکو ملي قيام اعلان کړى."

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دوشنبې په ورځ غرمه مهال طالب ځواکونو د کوکنارو کروندې ویجاړولې، خو د دوی لخوا یې مخنيوى وشو او لاریون یې وکړ.

ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې.
ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې.

د بدخشان ولایت د اورګوی ولسوالۍ اوسېدونکي شمس‌الدین ازادي راډیو ته وویل: "نن د غرمې دولس بجې هغه کسان چې د کوکنارو د له‌منځه وړلو مسووليت يې درلود کلي ته راغلي، د کلي خلو ورته ويلي چې موږ نور تاسو ته د تارياک د له‌منځه وړلو اجازه نه درکو او جنجال رامنځته کېږي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغه ادعاوو په اړه په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي وپوښتي، خو د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ وياند احسان کامګار په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

مخکې بیا د مې په درېیمه نېټه د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې په دې تړاو لاریونونو شوې وو چې دوه ولسي وګړي په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

هغه مهال ځايی اوسېدونکو ادعا کړې وه چې طالبان له اجازې پرته د کوکنارو کروندو او ان د خلکو کورونو ته ننوتلي، دوی پرېکړه کړې وه چې کوکنار که له منځه وړ ل کېږي د خلکو په همکارۍ او له تاوتریخوالي پرته باید دا کار وشي او هغه کسان چې تاریاک له منځه هم وړي باید د بدخشان ولایت وي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې تړاو په یو اعلامیه کې چې په ایکس‌پاڼه یې خپره شوې وه، ویلي وو چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره د لوی درستیز قاري فصيح‌الدين په مشرۍ يو پلاوی د دوی د حکومت د رییس الوزرا له‌خوا ټاکل شوى دی او ورسته یې بیا د مې په اوومه نېټه په خپله ایکس‌پاڼه د ستونزې د هواري خبر هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله په افغانستان کې د دوی له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د کوکنارو په کښت او قاچاق د بندیز فرمان صادر کړ او له دغې پدیدې سره په مبارزې یې ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG