د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

طالبانو د کیمیاوي موادو په شیندلو سره د کوکنارو د کښت ویجاړول پیل کړل


ارشیف: په افغانستان کې طالب وسله وال د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې طالب وسله وال د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پر مهال

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو لپاره پر زراعتي ځمکو کیمیاوي مواد شیندي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو لپاره عملیات دوام لري او د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په وروستیو میاشتو کې يې درې زره او
۶۴۵ هيکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.

خو د طالبانو حکومت دا ځل یوه خطرناک میتود ته مخه کړې او غواړي چې د کېمیاوي موادو شيندلو له لارې د کوکنارو بوټي له منځه یوسي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ساحوي رییس مولوي جانان عزيزي په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت ویجاړلو پر مهال وويل چې له دې میتود څخه يوازې په غرنیو سيمو کې کار اخيستل کېږي.

عزیزي وايي: "پر کښتونو دوا شیندو، داسې مسلکي مجاهدین مو راوستلي چې په دې کار کې مهارت لري. دوا د دې لپاره پر کښت شیندو چې دا غرنۍ سیمه ده او دلته ټراکټور نه شي راتلای، له همدې امله دوا شیندلو ته اړ شولو. د بدخشان له خلکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د کوکنارو کښتونه خپله ویجاړ کړئ، امارت دې ته مه مجبوروئ چې راشي او ستاسې پر کښتونو دوا وشیندي."

د طالبانو حکومت داسې مهال د کیمیاوي موادو شیندلو په اړه د مسلکي اشخاصو د درلودلو ادعا کوي چې پر افغانستان د طالبانو له دوهمې واکمنۍ سره سم له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ډېری پخواني مسلکي کارکوونکي له کارو څخه شړل شوي دي.

په دې اړه د چاپېریال ساتنې کارپوهان د کیمیاوي موادو له لارې د کوکنارو د کښت ویجاړول خطرناک کار بولي او وايي چې، کېمیاوي مواد زراعتي ځمکې په زهرو ککړوي.

د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پخوانی استاد خلیل احمد نادم د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې هر څومره ژر کېږي دا کار دي ودروي.

نادم وايي: "دوا شیندل تخصص ته اړتیا لري، که دوی د کوکنارو پر بوټو دوا شيندي له شک پرته چې د ځمکې پر راتلونکو حاصلاتو منفي اغېزې کوي، ځکه چې دا دوا زهر دي او د ځمکې راتلونکي حاصلات په زهرو ککړوي. هم انسان او هم د ژوند چاپېریال ته زیان رسوي، نو له همدې امله باید طالبان له دې کار څخه لاس واخلي او غوره لاره یې دا ده چې د کوکنارو د کښت مخه ونيسي یا دا چې د کوکنارو لپاره بديل پيدا کړي."

په افغانستان کې د کیمیاوي موادو شیندلو له لارې د کوکنارو د کښت ویجاړول د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې د بهرنیو ځواکونو له خوا په هلمند ولایت کې پيل شول، خو هغه وخت د ځايي خلکو د شکایتونو او حکومت د اعتراض له امله دا کار ودرول شو.

هغه مهال بزګرانو دا شکایت وکړ چې د کوکنارو پر کښت د کېمیاوي موادو شیندل د دې سبب شوي چې د دوی ځمکو د څو کالو لپاره پرله پسې ښه حاصلات نه درلودل او ترلاسه شوي حاصلات يې هم په زهرو ککړ شوي وه.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG