د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

ځوانان: تر نشې پرېښودلو وروسته بیا هم زموږ سره څوک واده نه کوي


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

هغه ځوانان چې د اعتیاد له امله مجرد پاتې دي وايي چې د مېرمنې او د کورنۍ نشتوالي هغوی د راتلونکي ښه ژوند په برخه کې ناهیلي کړي دي.

په ډېرو لویو ښارونو کې هغه بې کوره معتادین یو ځای سره اوسېږي چې له کلونو راهیسې یې خپلې کورنۍ نه دي لیدلې او یا یې هم ودونه نه دي کړي.
د ګاونډیو هیوادونو برعکس، په افغانستان کې ډېری معتادینو د بېلا بېلو دلیلونو له مخې ودونه نه دي کړي.

۳۸ کلن جمیل تر اوسه مجرد دی او د دې کار پړه پر خپله غاړه اخلي.

هغه وايي: "د خاله پر لور مې مین وم، کله چې هغوی زما له نشې څخه خبر شول، خپله لور یې بل چاته ورکړه. له مور څخه مې وپوښتل چې په دې برخه کې مو ولې بېغوري وکړه؟ هغې راته وویل چې زویه! داسې فکر وکړه چې ستا د خاله زوی معتاد دی او ستا د خور غوښتلو ته راځي، آیا خپله خور دې ورکوې؟ ما ویل هيڅکله نه."

جمیل زیاتوي چې د خپلې کورنۍ لپاره لوی سرخوږی دی، ځکه مور یې غواړي واده ورته وکړي چې په دې ډول يې کورني مسئولیتونه له نشو څخه را وګرځوي، خو د افغانستان غوندې کلتوري ټولنه کې د اعتیاد زیانونه یوازې له معتاد سره نه دي تړلي، بلکې ټوله کورنې یې ورسره ځورېږي او تر ټولو لوی زیان یې اولادونو ته رسېږي.

قیوم، چې د څو اولادونو پلار دی وايي چې، څو کاله کېږي زوی ته يې خلک د هغه د اعتیاد له امله خور او لور نه ورکوي.

هغه وايي: "اوس شتمني او اعتبار نه دي را پاتې. د باجه لور مې خپل هغه زوی ته غوښته چې لوړې زده کړې لري، خو باجه مې زما د اعتیاد له امله خپل لور زما زوی ته ور نه کړه، ویل پلار دې پوډري دی، له همدې امله يې زما زوی ته خپله لور ور نه کړه."

د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي که معتادینو ته د واده کولو چانس برابر شي بیا هم د دوی د احساساتو زیانمن کېدل او د کورنۍ نه ساتلو او پاللو وېره د دې لامل کېږي چې هغوی واده و نه کړي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر ګل اصغر شریفیار وايي چې نشه يي مواد د انسان ذهن، عصبي سيسټم او عاطفې ته زیان رسوي.

هغه وویل: "زموږ په مغز کې د احساساتو مرکزونه دي، لکه تلموس چې د قهر او احساساتو مرکز دی. دغه ډول د لمبیک سیسټم چې نشه يي مواد ناوړه اغېزې ورباندې کوي او په نتیجه کې د انسان غیرت کم او یا بېخې له منځه ځي. شراب، تاریاک، ښیښه او ټابلېټ کا ګولۍ هغه نشه يي مواد دي چې د انسان په مغز کې د احساساتو غدې او احساسات کمزوري کوي."

د افغانستان د مخکيني جمهوري نظام د بشري حقونو د ۱۳۹۹ شمسي کال په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ډېرو هغو نارینه وو خپلې ښځې طلاقي کړي چې معتادین وه، ځکه نو اوس خلک له معتادینو او د هغوی له کورنیو سره خېښۍ او خپلوۍ ته غاړه نه‌ږدي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG