د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندول؛ ګوسډيل: دا چاره به اروپايي هېوادونه له جدي ګواښونو سره مخ کړي


ارشیف: په افغانستان کې راټول شوي اپین
ارشیف: په افغانستان کې راټول شوي اپین

اروپايي هېوادونه دا اندېښنه لري چې د کوکنارو د کښت له کمولو سره به په دې هېوادونو کې د افغانستان له تاریاکو سره تړلي معتادین کیمیاوي نشه يي موادو ته مخه کړي.

د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د مرکز پاليسي جوړوونکي په تېر یوه کال کې د نشه يي موادو د بازار وضعیت ته په کتو سره دې پايلې ته رسېدلی چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندولو اروپايي هېوادونه د ګټې پر ځای له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.

په هغه غونډه کې چې د دې ګواښونو د څېړنې په اړه جوړه شوې وه، د دې مرکز پالیسي جوړونکو وويل چې اروپايي معتادین به د افغانستان له تاریاکو څخه جوړې شوي ښيښې له کمښت سره مخ شي او دې ته به اړ شي چې کیمیاوي نشه يي موادو ته مخه کړي.

په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز مشر الکسي ګوسډيل د تاریاکو د کموالي او کیمیاوي نشه يي موادو د ډېروالي د ناوړه پايلو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وايي: "که په افغانستان کې د کوکنارو کښت همداسې بند وي، دا مانا لري چې په اروپا کې به له تاریاکو څخه جوړ شوي خالص هیرويين کم شي، پايله به دا وي لکه شل کاله مخکې چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د نشه يي موادو په بازار کې بدلونونه راغلل. د اروپايي هېوادونو اویا سلنه مصرف کوونکي چې د افغانستان له تاریاکو څخه جوړو شويو هيرويينو معتاد کړي، اوس به کیمیاوي نشه يي موادو ته مخه کړي."

هغه راپور چې یوه مياشت مخکې د دې مرکز له خوا خپور شو په‌کې راغلي وه، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د تاریاکو قاچاق او له دې تاریاکو څخه د جوړو شویو هيرويينو قاچاق نه دی کم شوی.

د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز موندلې چې د افغانستان ډېری تاریاک پاکستان او ایران ته قاچاق کېږي، هلته هيرويين ځنې جوړېږي او بیا د دې دوو هېوادونو د مافيايي ډلو په لاس اروپا ته قاچاق کېږي.

اوس د دې مرکز پالیسي جوړوونکي وايي، په وروستیو مياشتو کې په ترکیه کې د نشه يي موادو او قاچاق کوونکو نیول ښيي چې، د هيرويينو قاچاق کوونکي له همدې لارو څخه هغه ښیښه هم اروپا ته قاچاق کوي چې په افغانستان کې تولید شوې وي.

د اروپايي ټولنې د عملیاتي پوليسو مشره مېرمن کترین ډي بول وايي، مافيايي ډلې توانېدلي چې په نړیوال بازار کې د نشه يي موادو غوښتنه او بازار ته د نشه يي موادو رسول هغسې مديریت کړي چې دوی يې غواړي.

هغه وايي: "جرمي ډلې د نشه يي موادو په بازار کې ډېرې فعالې او ځانونه له هر حالت سره جوړوي ځکه ټول هغه بحرانونه چې موږ وليدل لکه د کرونا دوره او په افغانستان کې د طالبانو تحول، په دې ټولو حالتونو کې د نشه يي موادو بازار فعال و. د نشه يي موادو تجارت یو ګټور تجارت دی او آن دا چې مافيايي ډلو د دې کار د دوام لپاره په تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی."

اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کموالي له امله محتاطانه خوشبيني او په دې هېواد کې د ښيښې جوړولو او قاچاقو په اړه خپله اندېښنه ښيي چې د طالبانو د حکومت ویاند تازه ويلي، د افغانستان د نشه يي موادو له امله نړۍ ته د زیان په پام کې نیولو سره، دوی له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره له نړیوالې ټولنې سره ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

د ده په وینا، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندولو دوه کاله تېر شوي، خو بیا هم نړیوالې ټولنې د دوی له حکومت سره لازمه همکاري نه ده کړې.

د دې راپور غږيزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG