د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تارياکو بيې دوه برابره لوړې شوي دي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د جنوبي ولایتونو د نشه يي موادو د رانیولو او خرڅولو په بازارونو کې د تارياکو بيې دوه برابره لوړې شوي دي.

په هلمند ولایت کې يوې سرچينې او کندهار کې د نشه يي موادو کاروباریانو ازادي راډيو ته ويلي چې، په وروستۍ اوونۍ کې د یوه من تارياکو بيه تر درو لکو پاکستانیو کالدارو پورې وه.

د افغانستان په جنوب کې د نشه يي موادو کاروباریان وايي چې، د تارياکو د بیې د لوړوالي علت له مخکيني فصل څخه لاس ته راغلي تارياک دي، ځکه بزګرانو د تېر فصل تارياک زېرمه کړي او هيله لري چې په راتلونکي ژمي کې به يې په لوړه بيه خرڅ کړي.

د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سيمه کې په وروستیو میاشتو کې له جمعې پرته هره ورځ د تارياکو د رانیولو او خرڅولو بازار جوړېږي.

د دې بازار کاروباريانو تازه ازادۍ راډيو ته ويلي چې، په وروستۍ یوه اوونۍ کې یو من تارياک نژدې په دريو لکو پاکستانيو کالدارو خرڅېدل.

سږ کال په جنوبي ولايتونو کې سره له دې چې د کوکنارو کښت بند و، بيا هم کرل شوي وو - ارشيف
سږ کال په جنوبي ولايتونو کې سره له دې چې د کوکنارو کښت بند و، بيا هم کرل شوي وو - ارشيف

په ژيړۍ ولسوالۍ کې د ميوند په نوم يو بزګر چې تازه يې د خپلې ځمکې تارياک په حوض مدد کې خرڅ کړي ازادۍ راډيو ته وويل: "په دوه لکه هم دي، په دوه لکه او دېرش زره هم دي، ډېری خلک يې په دوه نیم لکه خرڅوي."

خو د هلمند ولایت په بهرامچې سيمه کې د تارياکو يو سوداګر چې نه‌غواړي نوم يې ياد شي، د تليفون له لارې ازادۍ راډيو ته وويل: "د سنبلې د مياشتې له شلمې نېټې څخه د يوه من تارياکو بيه له دريو لکو څخه نیولې بیا تر دريو لکو او لسو زرو پاکستانیو کالدارو پورې رسېدلې ده."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې، د دوی د مشر د فرمان تر اعلان وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی، خو د دې ادعا د اثبات لپاره شمېرې نه اعلانوي.

"دلته په دوه لکه و اویا زره رانيول کېږي او خرڅېږي"

په هلمند ولایت کې د شاه جهان په نوم يو بزګر چې خپل تارياک يې بهرامچې ته نژدې په يوه بازار کې خرڅ کړي موږ ته د تارياکو د بيو توپيرونه داسې بيانوي: "دلته په دوه لکه و اویا زره رانيول کېږي او خرڅېږي، اوس دلته هم سودا کېږي، زما څخه يې من په دوه نیم لکه روپيو غواړي."

د افغانستان په جنوب کې د تارياکو بيې په ناڅاپي ډول داسې مهال لوړېږي چې، سږ کال د سرطان په مياشت کې د کندهار په حوض مدد سيمه کې یو من تارياک په يو لک او شل زره پاکستانۍ کالدارو خرڅېدل، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ شمسي کال په ژمي کې د یوه من تارياکو بيه یو لک و اتیا زره کالدارې وه.

که څه هم بله اوونۍ د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولایتونو کې د کوکنارو د بل فصل وخت پيلېږي، خو تر اوسه د طالبانو حکومت او مسئولو بنسټونو د سږکال د لومړي فصل د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه د څېړنې پايلې نه دي خپرې کړي.
-----------------------

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00
  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG