د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

په فراه کې د معتادینو راټولول او ساتنې مرکز ته د هغوی د وړلو پروګرام پيل شو


ارشیف: په افغانستان کې د معتادینو د راټولولو له پروګرامه یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معتادینو د راټولولو له پروګرامه یو انځور

په فراه ولایت کې د معتادینو راټولولو پروګرام پيل شوی او تر دې مهاله د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته نژدې سل معتادین وړل شوي دي.

په فراه ولایت کې د معتادینو راټولولو لومړی پړاو پيل شو او تر دې مهاله ۸۵ معتادین د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته وړل شوي دي.

د معتادینو راټولو په کمپاين کې روغتيايي کارکوونکي لږ ليدل کېږي، ډېری کارکوونکي يې نظامیان دي چې معتادین نيسي او خپلو موټرو ته يې وراچوي.

د فراه ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمان بدري ادعا کوي چې په دې بهير کې به له فراه ښار او ټولو ولسوالیو څخه معتادین راټول او د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته یووړل شي.

هغه وايي: "د معتادینو مرکزونو ته د معتادینو د انتقال لپاره عملیات پيل شوي دي. دا عملیات د فراه له مرکز څخه پيل شوي چې ولسوالیو ته به وغځول شي، له ټولو ولسوالیو څخه به معتادین راټول او روغتيايي کمپونو ته به يې یوسو."

تر کابل او هرات وروسته فراه د افغانستان درېیم ولایت دی چې ډېر معتادین په‌کې اوسېږي.

د روغتيايي مرکزونو د تخميني معلوماتو له مخې، د فراه ولایت معتادین زرګونو نفرو ته رسېږي، خو د طالبانو حکومت د دې معتادینو د ساتنې او پالنې لپاره د فراه ولایت د زندان یوه برخه جلا کړې چې يوازې د پنځو سوو معتادینو د ساتلو ځای لري.

هغه معتادین چې تازه له فراه ښار څخه راټول شوي له یوه څخه نيولې بیا تر څلور ځله يې درملنه شوې ده، خو د دوی په وینا د نشه يي موادو ازادانه خرڅول او رانیول د دې لامل شوي چې دوی د معتادینو د درملنې له مرکز څخه تر رخصت کېدو وروسته بيرته معتاد شي.

له دې معتادینو څخه یو يې هم حیات الله نومېږي، ده ازادي راډيو ته وويل:
"لومړۍ غوښتنه مو دا ده چې له ټولنې څخه د نشه يي موادو خرڅوونکي راټول او سزا ورکړي. بل دا چې معتادینو ته دي د کار زمینه برابره کړي. "
په فراه ولایت کې تازه تر سلو ډېر معتادین خپلو کورنیو ته وسپارل شول، په دوی کې چا ۴۵ ورځې او چا درې مياشتې د معتادینو د ساتنې او پالنې په مرکز کې تېري کړي وې.

ثناالله چې تازه د فراه ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې له مرکز څخه رخصت شوی وايي چې د اعتیاد د دورې ډېرې ترخې خاطرې يې په یاد دي او بیا به نشه ونه کړي.

هغه وویل: "اوس مې دا پرېکړه کړې چې نور به خپلو بچیانو ته ورځم. ما چې د دې عمل بدمرغۍ وليدلې بیا به ان شاالله دا عمل و نه کړم."

فراه او هرات چې له ایران سره ګډه پوله لري د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله ډېر معتادین پکې اوسېږي.

په دې ولایتونو کې زرګونه هغه معتادین هم اوسېږي چې له ايران څخه راشړل شوي دي، په دوی کې ځينې معتادین خپلو اصلي ولایتونو ته نه دي تللي او همدلته پاته دي.

د دې راپور غږيزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG