د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

طالبانو په شپږو میاشتو کې د سلګونو ټنو نشه‌يي موادو د نیولو ادعا کړې


ارشیف: په افغانستان کې نیول شوي نشه يي مواد
ارشیف: په افغانستان کې نیول شوي نشه يي مواد

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په وروستیو شپږو مياشتو کې يې سلګونه ټنه نشه يي مواد نیولي، خو د دې نشه يي موادو د ډول په اړه جزییات نه ورکوي.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ شمسي کال په وروستيو شپږو میاشتو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې خپلې بریاوي له رسنیو سره شريکې کړې او ادعا یې وکړه چې په دې موده کې د دوی نظامیانو په هره برخه کې له نشه يي موادو سره بریالۍ مبارزه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د نشه يي موادو د کاروبار په تور پنځه زره او ۱۶۳ نفره نیول شوي، خو د طالبانو د حکومت سترې محکمې تر دې مهاله د دې تورنو خلکو د دوسیو په اړه رسنیو ته جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې په دې موده کې تر زرو ټنو ډېر نشه يي مواد نیول شوي، خو دی د نشه يي موادو د ډول په اړه جزییات نه ورکوي.

هغه وویل: "پولیسو په ټول هېواد کې پنځلس زره او ۵۴۹ نظامي عملیات کړي چې په نتیجه کې یې یو زر و ۱۷۸ ټنه بېلابېل نشه يي مواد نیول شوي دي. دغه ډول د نشه يي موادو جوړولو ۳۷۷ بېلابېلې کارخانې ویجاړې شوي او درې زره او ۶۴۵ هکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوي دي."

د طالبانو د حکومت مقامات له استثنا پرته په افغانستان کې دننه او له هېواده دباندې له بهرنیو ډيپلوماټانو سره په هره غونډه کې د کوکنارو د کښت منع کول د خپلې لويي بریا په نوم یادوي، خو اروپايي ټولنې او سیمې هېوادونو تازه شکایت کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمولو له ادعا سره سره بیا هم له افغانستان څخه دباندې د نشه يي موادو قاچاق نه دی کم شوی.

له بلې خوا له نشه يي موادو سره د مبارزې تحلیګران د طالبانو د حکومت د دې ادعا په اړه وايي چې د نشه يي موادو د ډولونو په اړه جزیات نه ورکول د شک او پوښتنې وړ خبره ده.

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو د سروې او تحلیل پخواني رئیس سید نجيب الله احمدي ازادي راډيو ته وويل: "په تېرو شپږو مياشتو کې د طالبانو له خوا د یو زر او اووه سوه ميټریک ټنه نشه يي موادو نیولو ادعا د نشه يي موادو په ډول پورې اړه لري چې څومره يې هيرويين، څومره تاریاک، څومره مورفین، څومره ښیښه، څومره چرس، څومره وراسته شوي کشمش، څومره ومان بوټي او څومره یې الکولي مشروبات دي. په ورته وخت کې دا خبره هم د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د صنعتي نشه يي موادو تجارت د پراخېدو په حال کې دی."

تر دې مخکې له افغانستان څخه دباندې د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه انتقادونو ته په جواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي وو چې دا مواد تازه نه دي تولید شوي، بلکې دا د نشه يي موادو د پخوانیو کلونو زېرمې دي چې اوس قاچاق کېږي، خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په راپور کې نه دي ويل شوي چې په دې موده کې یې د نشه يي موادو څو زېرمي کشف کړي او له دې زېرمو څخه يې څومره نشه يي مواد ترلاسه کړي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG