د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د تحلیلګرانو شبکه: د کوکنارو کښتګرو د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله کډوالۍ ته مخه کړې


ارشیف: په ارزګان کې یو بزګر د کوکنارو کروندو پر سر ګرځي
ارشیف: په ارزګان کې یو بزګر د کوکنارو کروندو پر سر ګرځي

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د افغانستان په جنوب کې د یوې نمونه يي سروې له لارې موندلې چې د کوکنارو کښت منع کولو په بې ساري ډول بېکاري او بېوزلي ډېره کړې ده.

تر دوو کالو ډېر وخت کېږي چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو کښت منع شوی او د طالبانو حکومت ادعا کوي چې همدا اوس د دوی نظامیان د کوکنارو د کښتونو په ویجاړولو بوخت دي.

په دې اړه د افغانستان د تحليګرانو شبکې د افغانستان پر اقتصاد او بزګرو پر ژوند د کوکنارو د کښت منع کولو اغېزې ارزولي او په هلمند ولایت کې يې په نمونه يي ډول له لسو بزګرانو او کاګرانو سره مرکې کړي دي.

د دې شبکې په راپور کې راغلي، د کوکنارو د کښت منع کولو له امله کوچنیو ځمکه والو او د دې کښت کارګرانو ته ډېر زیان اوښتی دی.

د افغانستان د تحليلګرانو شبکې راپورټرې مېرمنې جيلینا بيژلیکا د دې شبکې د پايلو په اړه ازادي راډيو ته وويل، د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه ډېره ناسنجیده او له مرستندویه هېوادونو له مشورې پرته شوې ده، له همدې امله يې بېوزلۍ ډېره کړې ده.

هغه وايي: "هغه څوک چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زیانمن شوي ډېری يې د لږو ځمکو خاوندان، کارګران او د ټولنې د منځني پوړ خلک دي. دا چې د کوکنارو د کښت منع کول به د هغوی پر راتلونکي اقتصاد څومره منفي اغېزې ولري په راتلونکي کې به روښانه شي، دا د کوکنارو د کښت په بدیلو پروګرامونو پورې اړه لري او په دې پورې هم اړه لري چې، ایا د کوکنارو د کښت منع کولو حکم به په راتلونکو کلونو کې هم په همدې جديت سره عملي شي که نه."

خو د کوکنارو د کښت منع کولو له امله ډېره ګټه منځنیو او لویو قاچاق کوونکو ته رسېدلې ده، ځکه چې په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د یوه من تاریاکو بیه چې څلورنیم کیلوګرامه کېږي یو زر او شپږ سوه امریکايي ډالره وه، خو په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې څلور زره او اته سوه امریکايي ډالرو ته پورته شوه.

د افغانستان په جنوب کې بزګرو د تحليلګرانو شبکې ته ويلي چې د کوکنارو د کښت تر منع کولو وروسته له دوی سره د طالبانو حکومت او بهرنیو ادارو یوازې د څلورو میاشتو لپاره د لږو خوراکي موادو، اصلاح شویو تخمونو او کېمیاوي سرې مرسته کړې او تر یوه کال ډېر وخت کېږي چې دا مرستې درېدلي، خو د طالبانو حکومت د کوکنارو بديل کښت او د دې کښت منع کولو ناوړه اغېزې له پامه غورځولي او د خپل مشر د فرمان پر عملي کولو ټینګار کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې دوی د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې بريالي دي.

هغه وویل: "اوس په افغانستان کې د نشه يي بوټو کښت بیخي صفر ته نژدې شوی او د افغانستان اسلامي امارت د مصنوعي نشه يي موادو د تولید او قاچاقو د مخنيوي په برخه کې هم جدي اقدامات کوي."

د افغانستان د تحليلګرانو شبکې موندلې چې، نړیواله ټولنه هم د کوکنارو د بديل کښت پروګرام بریالیتوب ته د شک په سترګه ګوري، ځکه چې شل کاله پخوانیو او وروستیو دوو کلنو تجربو ښودلې چې، دغه ډول پروګرامونه د بزګرانو اړتیاوي نه شي پوره کولای.

د دې راپورغږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG