د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د بدخشان بزګران: د بدیلو کښتونو او مرستو د نه رسېدو له امله د کوکنارو کر ته دوام ورکوو


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت له خوا د بديل کښت په برخه کې د مرستې پرته د کوکنارو د کښت ویجاړول د بزګرانو د ناراضۍ سبب شوي او له دې امله د طالبانو حکومت د خلکو له مخالفت سره مخ شوی دی.

د فراه ولایت د بکوا او ننګرهار ولایت د سپين غر ولسوالۍ د اوسېدونکو تر اعتراضونو وروسته اوس د بدخشان ولایت د ارګو او درایم ولسوالیو خلکو هم د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت ویجاړولو له امله په مخالفت لاس پورې کړ.

د بدخشان ولایت د دې دوو لسوالیو ناراضه بزګران وايي چې، دوه کاله مخکې د طالبانو حکومت او ملګرو ملتونو ژمنه وکړه چې د کوکنارو د کښت منع کولو په صورت کې به له دوی سره مرستې وکړي، خو دا چې دوی ته مرستې و نه رسېدې سږکال يې بیا پرېکړه وکړه چې کوکنار وکري.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ یو ناراضه بزګر سیف الدین وايي چې د طالبانو حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي:

" دا سمه ده چې دوه درې کاله مخکې اميرالمومنین فرمان صادر کړ، موږ د خدای او رسول د امر له مخې دا فرمان منو، خو باید د دې کښت د بديل په برخه کې زموږ له پاره هم یوه لاره او چاره پيدا کړي چې موږ هم بېوزله نه شو. "

د باخشان معترض بزګران
د باخشان معترض بزګران

د طالبانو د حکومت نظامیانو تېره اوونۍ په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو پر مهال د ناراضه بزګرانو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې چې په نتیجه کې يې یو زلمی ووژل شو او درې نفره نور ټپيان شول.

د دې ولایت د درایم ولسوالۍ یو بزګر محی الدین چې د کوکنارو کښت يې تازه ویجاړ شوی وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې کوکنار کرلي وو:

" موږ کوکنار یا بنګ د مجبوریت له مخې کرو، اوس چې اسلامي امارت زموږ دا کښتونه ویجاړ کړل باید په بدل کې يې زموږ له پاره د یوه بل کښت، مرستې یا یوه کار زمینه برابره کړي. "

تحلیلګران د کوکنارو د کښت منع کول یو ضروري او پر ځای کار بولي، خو وایي له بزګرو سره د اقتصادي مرستو او بديل کښت پرته په بشپړ ډول د کوکنارو د کښت منع کول بزګرانو ته اقتصادي زیان رسوي.

د ځمکې کارپوه خليل احمد نادم وايي چې د طالبانو حکومت د بديل کښت امکانات نه لري او ملګرو ملتونو هم په دې برخه کې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی:

" په یوه ځل د کوکنارو (۹۵) سلنه کښت کمول د بزګرو له پاره ښې پايلې نه لري، ځکه طالبان دومره امکانات نه لري چې د بزګرو له پاره د بديل کښت او مرستو زمینه برابره کړي، د بزګرو ځمکه هم دومره ډېره نه ده چې د دوی د ژوند اړتیاوي دې پوره کړي. "

دوه کاله کېږي چې د طالبانو مشر د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو په دې موده کې د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې بزګرو ته د بديل کښت امکانات برابر کړي او یا له هغوی سره اقتصادي مرستې وکړي.

ملګرو ملتونو هم په ټينګار سره ويلي چې د کوکنارو د کښت منع کولو د بزګرو اقتصاد زیانمن کړی دی، خو دا سازمان هم له بزګرو سره د کافي مرستو راجلبولو په برخه کې ناتوانه دی.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG