د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

طالبانو په بدخشان ولايت کې د معتادینو د راټولولو لړۍ له سره پيل کړې


ارشیف، بدخشان کې د نشه‌یي موادو معتادین
ارشیف، بدخشان کې د نشه‌یي موادو معتادین

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد او ولسواليو کې یې د جګړو، ناامنۍ او بې‌وزلۍ ترڅنګ د معتادینو ډېروالي هم د دې ولايت د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د بدخشان اوسېدونکي وايي چې معتادین د دوی له کورونو او دکانونو څخه د سامانونو د غلا ترڅنګ، قتلونه او نور جرمونه هم کوي.

په دې وروستيو ورځو کې طالبانو د معتادو ماشومانو او ښځو په ګډون د معتادینو راټولول پيل کړي او د درملنې لپاره‌يې روغتيايي مرکزونو ته وړي دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو وياند معاذالدين احمدي وايي چې د اعتیاد اصلي عامل د نشه‌يي موادو خرڅوونکي يا ساقيان دي.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "اصلي عامل هغه خلک دي چې پر معتادينو نشه‌يي مواد پلوري، هغه خلک چې د نشه‌يي موادو لاسرسي ته لاره اواروي هغوی ته به سخته سزا ورکړل شي."

د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو چارواکي وايي، هغه معتادین چې طالبانو دوی ته د درملنې لپاره راوړي، تر دوو مياشتو لږ وخت کې به‌يې درملنه وشي.

بدخشان کې په نشه‌یي موادو اخته معتادینو د راټولولو لړۍ
بدخشان کې په نشه‌یي موادو اخته معتادینو د راټولولو لړۍ

د بدخشان ځينو خلکو د طالبانو د دې کار تود هرکلی کړی دی.

۴۴ کلن سيف‌الدین چې د فيض‌اباد په زاړه ښار کې کوکچه سيند ته نږدې ساختماني شرکت لري وايي چې معتادینو په وروستيو څو کلونو کې د ده له شرکت څخه ډېر وسايل غلا کړي دي.

سیف‌الدین وايي: "زما ډېر وسايل‌يې راڅخه غلا کړل، لکه بېرل، جنرېټر او نور شيان، اخر اړ شوم چې د څوکيدارۍ لپاره درې مزدوران ونيسم او هر يوه ته د مياشتې ۱۰ زره افغانۍ ورکړم چې معتادين مې نور وسايل غلا نه‌کړي."

۵۵ کلن نوروز محمد د هغو معتادینو له ډلې څخه دی چې طالبانو تازه له ۲۳ نورو معتادینو سره د فيض‌اباد د معتادینو ۲۰ بستريز روغتون ته وروړی دی.

دی زیاتوي: "ناروغ روغتون ته وړي، خو پالنه‌يې نه‌کوي، دا دی وګوره پښه مې ماته ده، هېڅوک پام نه ورته کوي، بس يوازې خلک وهي او ډبوي، ایا ناروغ هم څوک وهي؟ موږ خو ناروغان يو."

د فيض‌اباد ډېری هغه معتادین چې د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي وايي چې د دوی هر يوه درملنه څو ځله شوې ده، خو د کورنيو ستونزو او بې‌وزلۍ له امله بېرته په نشو اخته شوي دي.

بدخشان کې په نشه‌یي موادو اخته معتادینو د راټولولو لړۍ
بدخشان کې په نشه‌یي موادو اخته معتادینو د راټولولو لړۍ

د معتادینو د درملنې د برخې يو کارپوه سمېع‌الله سيحون وايي، ترڅو چې د نشه‌يي موادو د خرڅوونکو مخه ونه‌نيول شي او تر درملنې وروسته د معتادینو لپاره د کار زمينه برابره نه‌شي، هغوی له روغتون څخه تر رخصت کېدو وروسته بېرته په نشو اخته کېږي.

ښاغلی سیحون وايي: "دا چې معتادين په زور راټولوي او زورزياتی ورسره کوي، د معتادينو د درملنې، ملاتړ او کار لپاره پروګرام نه‌وي، د معتادینو وضعيت نور هم پسې خرابوي."

په بدخشان ولايت کې د معتادینو د درملنې پنځه روغتیايي مرکزونه فعال دي چې له ۲۰ څخه نيولې بيا تر ۵۰ پورې ناروغانو د بستري کېدو ځای لري. له دې پنځو روغتیايي مرکزونو څخه يو يې د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې دی چې معتادو ښځو ته ځانګړی شوی دی.

د دې راپور غږیزه بڼه په لاندې لېنک کې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG