د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ویانا کي د طالب ضد څېرو د غونډې دویمه ورځ؛ ګډونوالو یې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي


په ویانا کې د طالب ضد څېرو د غونډې یو انځور
په ویانا کې د طالب ضد څېرو د غونډې یو انځور

نن د ویانا د څلورمې ناستې دویمه ورځ ده، چې د "یو ولسواکه افغانستان لپاره د ویانا کنفرانس" تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

د ویانا څلورمې ناستې غړو نن د غونډې په دویمه ورځ په څلور بېلابېلو کمېټو کې د افغانستان اړوند له یو بل سره بحثونه او نظرونه شریک کړل.

د دغې غونډې د ګډونوالو په خبره، نن سه شنبه د جون ۲۵مه سیاسي، اقتصادي، د بشري حقونو او د نړیوالو اړیکو کمېټو د افغانستان په اړه پر مسایلو کار وکړ او په پای کې به د دغو خبرو اترو پایله په یوه خبرپاڼه کې خپره کړي.

د دغې ناستې ګډونوالې او د تېر جمهوري حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې پخوانۍ کمېشنرې ډاکتر عالیې یلماز د ویانا څلورمې ناسته کې چارو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن کاري کمېټې چې ټول ګډونوال په څلورو کمېټو وېشل شوي، اقتصادي کمېټه، د بشري حقونو کمېټه، سیاسي کمېټه او د نړیوالو اړیکو کمېټه ده او دغو کمېټو تر اوسه په همدې برخو کې کار کړی او په دې برخه کومې ستونزې چې موجودې دي، په اړه یې نظریات راټولېږي، بېلابېلې جلسې کېږي او پای کې یې جم‌بندي کېږي."

نوموړې ادعا وکړه چې د ويانا په څېر غونډو کې د سياستوالو، مدني فعالانو، د بشري حقونو فعالانو او ښځو د شتون د افغانانو غوښتنو او لیدلورو وړاندې کولو ته زمینه برابروي.

د تېر جمهوري حکومت د مشرانو جرګې مرستیال او د ویانا د څلورمې ناستې ګډونوال محمد علم ایزدیار د دې غونډې موخه د طالبانو پر وړاندې چې د ده په خبره د افغانستان د ژغورنې لپاره جګړه کوي د سیاسي اجماع یووالی بولي.

د ویانا د غونډې ګډونوال محمد علم ایزدیار
د ویانا د غونډې ګډونوال محمد علم ایزدیار

ایزدیار زیاته کړه چې د ویانا غونډه به له اوسني وضعیت څخه د وتلو او په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره یوه لار نقشه وړاندې کړي.

نوموړي دغه راز د دوحې د درېیمې ناستې په اړه د ویانا د ناستې د ګډونوالو نظر هم له ازادي راډیو سره شریک کړ.

هغه وویل: "د ویانا د ناستې غړي به د دوحې د ناستې په اړه هم خپل لیدلوری بیان لري، په قوي احتمال هغه به دا وي چې د افغانستان د واقعي استازو له ګډون پرته به د افغانستان په اړه پرېکړې او بحثونه بې پایلې وي او دا څرګندوي چې ملګري ملتونه د خپلو هغو اصولو چې ته ژمن وه او د افغانستان په اړه د امنیت شورا له پرېکړو سرغړونه کوي."

د ویانا کې غونډه چې ویل کېږي د چهارشنبې په ورځ به هم دوام وکړي، د دوشنبې په ورځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو د لسګونومخالفو شخصیتونو په ګډون پیل شوه.

د دې غونډې د ګډونوالو په خبره، په دې غونډه کې دوه عمده نظرونه موجود دي چې یو شمېر ګډونوال د حل یوازینۍ لارې په توګه د بین‌الافغاني مذاکراتو د بیا پیل لپاره پر وروستۍ هڅې ټینګار کوي، خو دویمه ډله بیا د خبرو اتر تر څنګ پر پوځي کړنلارو هم ټینګار کوي.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول په ویانا کې د څلورمې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت چارواکو دا ډول ناستې بې ګټې بللي او د تېر جمهوري حکومت چارواکي یې ازمایل شوې څېرې یادې کړي دي.

د ویانا لومړۍ ناسته د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر کې، دویمه ناسته د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې او درېیمه هغه یې بیا د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر کې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترسره شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG