نن د ویانا د څلورمې ناستې دویمه او وروستۍ ورځ ده.
د ویانا څلورمه غونډه د "یوه دیموکراتیک افغانستان لپاره د ویانا کنفرانس" تر سرلیک لاندې د دوشنبې په ورځ د اتریش په پلازمېنه کې د طالبانو د رژیم د لسګونو مخالفینو او فعالانو په ګډون پیل شوه.
د غونډې یوه ډله ګډونوال د حل یوازينۍ لار د بینالافغاني خبرو او مذاکراتو بیا پیلول یادوي، خو یوه ډله بیا د خبرو تر څنګ پر پوځي انتخاب ټینګار کوي.
د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود د دغې غونډې په پيل کې په خپله وينا کې دا نظر رد کړ چې د طالبانو د رژيم بل بديل نهشته او ويې ويل بديل هغه بهير دى چې مشروعیت رامنځته کوي.
مسعود وویل: "د نړۍ لوبه داسې ده چې افغانستان اوس هغه لومړیتوب نه دی چې پخوا یې درلود، خو ایا دا زموږ او ستاسو لپاره هم لومړیتوب نه دی؟ او ومنو چې کیسه همداسې ده. که نه راځئ چې خپله هڅه وکړو. په دې برخه کې یو نوی پلان پیل کړو چې هر څوک خپل ځان پهکې وویني او داسې طرحه جوړه کړو چې افغانستان له دې اوسني حالت څخه وژغورو."
پخواني جهادي رهبر محمد محقق د ځینو طالب مشرانو په اړه نرم دریځ درلود.
نوموړي د مذاکراتو په تړاو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر سراجالدین حقاني د دریځ په اړه وویل: "ښاغلی خلیفه صاحب حقاني د بینالافغاني مذاکراتو لپاره یوه انګېزه لري. که څه هم هغه پخوا ډېر جنګونه او چاودنې وکړې، خو څوک چې د جنګ سړی دی د سولې سړی هم دی."
محقق له طالبانو وغوښتل چې مذاکراتو ته مخه کړي.
د غونډې یوه ګډونوال، مدني فعال او د طالبانو منتقد قاري عیسی محمدي ازادي راډيو ته وویل د ویانا په ناسته کې وویل شول چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د بینالافغاني خبرو د بیا پیلېدو کومه نښه نهده ښودلې او د نورو قومونو او مذهبي توکمونو کادرونو ته له توجه پرته یې خپل کسان په دولت کې ګمارلي.
هغه وويل چې د خبرو د پرمخ بيولو لپاره څلور کمېټې جوړې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: "د سیاسي لیدلوري په نوم یوه ډله ده چې پهکې ډاکتر صاحب رنګین دادفر سپنتا، محمد یونس قانوني، احمد مسعود، حاجي محمد محقق، شاه محمود میاخېل او یو شمېر نور سیاستوال چې شمېر یې ۱۷ تنه دی شامل دي. دویمه ډله د نړیوالو اړیکو او سیمهییزو پایلو په نوم جوړه ده چې پهکې فضل احمد معنوي، فوزیه کوفي، محمد نظیف شهراني او نور ملګري شامل دي. درېیمه ډله کې چې د بشري حقونو ده د ښځو، نجونو او ماشومانو د حقونو د نقض پېښې تعقیب او راپور کوي او څلورمه ډله د افغانستان د اقتصادي نقشې لارې د جوړولو لپاره ګمارل شوې."
خو یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د ویانا د غونډې ډېری برخهوال د پخواني حکومت غړي دي چې اوس د مدني ټولنې فعالان شوي دي.
ډاکتر طارق فرهادي وايي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي له بیا پیلېدو سره لېوالتیا نه لري.
فرهادي وویل: "ستونزه دا ده چې هغه کسان چې د ویانا په غونډه کې راټول شوي وو، دوی په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د واک ستنې وې، اوس یې ځانونه په مدني ټولنه بدل کړي او که مدني ټولنه وي، خلک یې نه مني ځکه دوی یې د واک د ستنو په توګه پېژندل."
تر دې مخکې د ویانا بهیر درې غونډې د اتریش په پلازمېنه کې د پخواني جمهوریت د یو شمېر سیاستوالو او یو شمېر فعالانو په حضور کې ترسره شوي دي.
د ویانا لومړۍ غونډه د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر، دویمه ناسته د ۲۰۲۳م کال په اپرېل او درېیمه ناسته د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر کې شوې وه.
د سیاسي اجماع پر پیاوړتیا، د خبرو له لارې د افغانستان د ننګونو پر حلولو ټینګار، پر طالبانو د ډیپلوماټیک فشار راوړل او د خلکو او ښځو د اساسي حقونو تضمینول په ویانا کې د اتریش د نړیوالو چارو د انسټېټیوټ په کوربهتوب د دې غونډو د اجنډا په سر کې و.
طالبانو د ویانا څلورمې ناستې په تړاو لا څه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې د ویانا غونډې بې ګټې او ګډونوال یې ازمویل شوې څېرې بللې وې.
طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته ورسېدل.
دوی له بیا واکمنېدو سمدستي وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، د پوهنتونو دروازې یې هم د نجونو پر مخ بندې کړې، په دې سربېره یې ښځې په نادولتي موسسو کې له کاره راوګرځولې.
طالبانو وروسته سیاسي ګوندونه لغوه کړل.
که څه هم ځینې سیاستوال لا په کابل کې دي، خو د راپورونو په اساس د طالبانو له محدودیتونو سره مخ دي او ازادانه فعالیت نه شي کولای.