د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د بشري حقونو څار سازمان: د دوحې غونډه به د افغان ښځو پر حقونو د تېري ستونزه حل نه کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د دوحې راروانه غونډه به په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د تېري ستونزه حل نه کړي.

"هیومن رایټس واچ" په یوه تازه راپور کې چې په خپله ویبپاڼه یې خپور کړی، لیکلي چې ملګرو ملتونو ټول لازم ګامونه یوازې د دې لپاره اخیستي چې په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون پر وړاندې خنډونه لیرې کړي او داسې اجنډا یې ورته جوړه کړې چې د افغان مېرمنو استازې په دې غونډه کې له ګډون څخه بې برخې کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان نښان
د بشري حقونو د څار سازمان نښان

یاد سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک نه سرغړونه ده.

د امنیت شورا دا پرېکړه‌لیک په نړیوالو اصلي او مهمو غونډو کې د د ښځو ګډون په اړه دی.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، که ملګري ملتونه د طالبانو د خوشحالولو هڅه وکړي او بشري حقونو او د ښځو د ونډې ساتلو لپاره خپله دنده پرېږدي، دا به د دغه سازمان اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

بلخوا په افغانستان دننه یو شمېر نجونې او د ښځې د حقونو فعالانې ټینګار کوي چې د دوی د حقونو د خوندي کېدو لپاره باید نړیوال پر طالبانو فشارونه دوامداره وساتي او ان تر هغوی چې د دوی حقونه یې نه وي ورکړي، باید ورسره پرېکون اعلان کړي.

د کابل ښار اوسېدونکو او او د ښوونځیو زده‌کوونکو چې نه غواړي نومونه یې په دې راپور کې خپاره شي، ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوې زده‌کوونکې وویل: "زما په اند که نړیوال له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړي دا به یو څه ګټه ورسوي، ځکه که نړیوال طالبانو ته ووایي چې موږ به په هغه صورت کې تاسو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوو چې تاسو د ښځو حقونه ورکړئ، نو دا به ګټوره تمامه شي."

ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو دا مهال له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو دا مهال له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

دغه راز بله زده‌کوونکې وايي: "موږ له نړیوالې ټولنې او هېوادونو غواړو، د دې لپاره چې په دې ناسته کې افغان ښځې به حضور نه لري، نه باید سکوت وکړي، باید داسې اقدامات ترسره کړي چې د نجونو او ښځو حقونه په افغانستان کې تامین شي او دوی دې پر اسلامي امارت فشارونه راولي."

د کونړ ولایت اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله لطیفه سالارزۍ دا ډول نړیوالې ناستې د افغان ښځو د حقونو د غوښتنو لپاره ښه چانس بولي.

لطیفه سالارزۍ وايي: دا بندیزونه دوام لري او ان تر دې چې دا اوسنی دولت چې تر څو حاکم وي ښځې به له خپلو حقونو بې برخې وي.

مېرمن سالارزۍ وویل: "که په دې ډول ناستو کې ښځو ته برخه ورکړل شي نو ستونزې او بندیزونه به یې حل شي، خو که ښځې حضور ونه لري دا ستونزې او بندیزونه به لا هم ډېر شي. دا بندیزونه دوام لري او ان تر دې چې دا اوسنی دولت چې تر څو حاکم وي ښځې به له خپلو حقونو بې برخې وي."

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون میاشتې په ۳۰مه پیل او د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.

طالبانو په دې ناسته کې د خپلو استازو ګډون تایید کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما مشرې روزا اوتونبایووا تېره اوونۍ د امنیت شورا له غونډې وروسته تایید کړه چې د دوحې په غونډه کې به د افغان مېرمنو استازې ګډون ونه کړي.

دې کار د بشري حقونو د ډلو او د ښځو د حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه وپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG