د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ملګري ملتونه: د دوحې د غونډې هدف له نړۍ سره خبرو ته د طالبانو هڅول دي


د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک

د ملګرو ملتونو ویاند وایي، د دوحې راروانې درېیمې ناستې هدف نړۍ سره د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول تعامل ته د طالبانو هڅول دي.

وروسته له هغې، چې د ملګرو ملتونو سازمان دې پرېکړې ته چې د دوحې د درېیمې غونډې په ناسته کې به د ښځو استازې ګډون ونه لري، پراخ غبرګونونه وښودل شول، اوس د دغه سازمان ویاند وايي، یاده ناسته کې بشري حقونه، په ځانګړې ډول د ښځو حقونه به د غوندې په ټولو بحثونو کې د پام وړ ټکي وي.

سټیفن دوجاریک د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۳مه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دوحې د غونډې هدف نړۍ سره د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول تعامل ته د طالبانو هڅول دي.

دوجاریک زیاته کړې چې د دوحې ناسته د یو بهیر برخه ده نه یوازې داسې یوه پېښه چې یوازې یوځل وي او په دې پروسه کې به ښځې او د افغانستان مدنې ټولنه هم برخه ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند دا خبرې وروسته له هغې کوي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د جمعې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د جون د ۳۰ مې نېتې په غونډه کې به د افغان ښځو استازې ګډون ونه لري.

خو زیاته یې کړه چې تر دې غونډې مخکې او وروسته ناستو کې به برخه ولري.

نوموړې دا هم وویل چې په غونډه کې د اجنډا مهم موضوعات چې مخدرو موادو سره مبارزه او خصوصي سوداګري او بانکداري ده هم ښځو پورې اړه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان دې پرېکړې په افغانستان دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.

د بشري حقونو د څار سازمان اجرایي مدیرې تیرانا حسن وویل، دا کار د طالبانو سرغړونو ته د مشروعیت ورکول او د ملګرو ملتونو اعتبار ته د نه جبرانېدونکي زیان رسولو ګواښ په مانا دی.

د نوموړې دا خبرې پرون د بشري حقونو د سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هیدربار په خپله ایکسپاڼه خپرې کړې وې.

دغه شان د بځشنې نړیوال سازمان سرمنشي اګنس کالامار د جمعې په ورځ د جون په ۲۱مه پر خپله ایکسپاڼه خبرداری ورکړی چې که په دې ناسته کې افغان ښځې، د بشري حقونو مدافعان او د مدني ټولنې اړخونه شامل نه شي د دې غونډې اعتبار به له منځه ولاړ شي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې وایي، که په دې ناسته کې د افغان ښځو استازې له طالبانو سره مخامخ د ستونزو او پر دوی د بندیزونو لرې کولو پر سر خبرو ته پرېنښودل شي په ټکو یې دا غونډه به "هېڅ پایله" ونه لري.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې او د څلورو ښځینه زده‌کوونکو او محصلانو مور چې اوس د طالبانو د بندیزونو له امله له زده‌کړو محرومې شوي، د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "زموږ لوڼې یې په کورونو بې برخلیکه کېنولي، نو دوی چې د ښځو او نجونو په اړه خبرې ونه کړي او ښځې په کې نه پرېږدي نو دا بحثونه به څه مانا او پایله ولري؟ زموږ د لوڼو راتلونکی به څنګه کېږي؟ خلک په څومره ستونزو او بېوزلۍ خپل اولادونه رسوي، زده کړې پرې کوي چې راتلونکې یې جوړه شي، دوی (طالبانو) بې برخلیکه کړي نو دا د دوحې ناسته به بې نتیجې وي."

د دوحې یوه څنډه. په دې ځای کې به څو ورځې وروسته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته جوړه شي.
د دوحې یوه څنډه. په دې ځای کې به څو ورځې وروسته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته جوړه شي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې نسرین حمیدي وویل چې په دوحې ناسته کې په اصلي بحثونو کې د حضور نه ګډون د ښځو د غږ د غلي کولو په معنا دي.

مېرمن حمیدي وايي: "د ملګرو ملتونو دا پرېکړه چې افغان ښځې به د دوحې راروانې ناستې په اصلي بحثونو کې ګډون نه لري، دا پرېکړه د دوی (ملګرو ملتونو) یوه ستره تېروتنه ده، دا د افغان ښځو پر حقونو یو بل تېری او د دوی د غږ غلي کول دي، په داسې حال کې چې افغان ښځې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، هغه هم په ډېرو سختو شرایطو کې، په نړیوالو ناستو کې د دوی غږ غلي کول، په دې اړه د دوی د هڅو بې ارزښته کول دي."

رویټرر خبري اژانس ویلي، ټاکل شوې چې د روانې اونۍ په پای کې طالبان خپل پلاوی د دوحې ناسته کې د ګډون په هدف، چې د جون په ۳۰مه به پیل او د جولای تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي، قطر ته واستوي.

دا د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په قطر کې د افغانستان په اړه درېیمه، خو د طالبانو په ګډون لومړی ناسته ده چې د ۲۵ بېلابېلو هېوادونو استازي به هم په کې ګډون ولري.

په مخکېنیو دوو غونډو کې طالبانو ګډون نه و کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG