د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د دوحې په ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري ذبیح‌الله مجاهد کوي


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

ټاکل شوې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوحې په ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د همغږۍ جلسه دایره کړه.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ماښام په ایکسپاڼه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیرخان متقي له قوله لیکلي چې د طالبانو د مشرتابه د لارښوونې پر اساس د طالبانو د حکومت د جګپوړي ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ به یو پلاوی راتلونکې اوونۍ قطر ته سفر وکړي.

د دوحې په سفر کې له مجاهد سره د نورو طالب چارواکو په اړه څه نه دي ویل شوي.

یوې طالب سرچینې هم ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ دایرېږي.

ملګري ملتونه د دې غونډې د مدیریت مسوولیت لري او د افغانستان لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په‌کې ګډون کوي.

خبریال او د چارو شننونکی سمیع یوسفزی په دې باور دی چې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو د پلاوي ګډون به د دې غونډې اغېزمنتیا نوره هم زیاته کړي.

خبریال او د چارو شننونکی سمیع یوسفزی
خبریال او د چارو شننونکی سمیع یوسفزی

یوسفزي وویل: "د دوحې په غونډه کې د طالبانو د مشر ویاند ذبیح‌الله مجاهد شرکت په دې معنا دی چې کنفرانس به د ملا هبت‌الله اخندزاده له دفتر سره مستقیم تماس ولري، ځکه مجاهد هره ورځ د طالبانو له مشر سره په اړیکه کې وي او د مجاهد شرکت به ډاډ ورکوي چې د کنفرانس وړاندیزونه مستقیماً د طالبانو د مشرتابه غوږونو ته رسېږي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د بیان په اساس د دوحې د راتلونکې ناستې لپاره د همغږۍ په جلسه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د افغانستان بانک مرستیال نوراحمد اغا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه غونډه هغه مهال له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ یوناما مشرې روزا اتنبایووا وویل چې په دې ناسته کې به د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي ګډون ونه لري.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې بحثونه به د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر مسئلو متمرکز وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینېټ

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته له راستنیدو وروسته ، طالبانو په افغان مېرمنو او نجونو ځینې سخت بندیزونه ولګول چې د ښځو او نجونو او د بشري حقونو سازمانونو غبرګونونه یې وپارول.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل، د نجونو پر مخ د پوهنتونو تړل او له نادولتي موسسو د ښځو د کار ممانعت پر ښځو د طالبانو د لسګونو بندیزونو او محدودیتونو څو لویې بېلګې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG