د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

طالبانو په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


ارشیف: په کابل کې د داعش وسله والو پر ضد د عملیاتو یو انځور. دغه عملیات د کابل ښار په کارته نو سیمه کې شوي.
ارشیف: په کابل کې د داعش وسله والو پر ضد د عملیاتو یو انځور. دغه عملیات د کابل ښار په کارته نو سیمه کې شوي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پرون ناوخته په خپل وروستي درې میاشتنې راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ناامنیو په پېښو کې ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی، هغه څه چې د طالبانو حکومت یې ردوي.

په دې راپور کې راغلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې داعش خراسان ډلې شپږ او د ملي مقاومت جبهې لسګونه بریدونه کړي، خو وايي، د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې تر پخوا کم شوي دي.

د راپور په ټکو دغه شان په دې موده کې پاکستان پر افغانستان دوه ځله هوايي بریدونه کړي، خو په راپور کې راغلي چې د ناامنۍ ډېری پېښې د طالبانو د حکومت له‌خوا د کوکنارو د کرندو د له منځه وړولو پورې تړاو لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په راپور کې دا هم راغلي چې د پاکستان په هوايي بریدونو لږ ترلږه اته ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یو بیان کې چې نن یې په خپله ایکسپاڼه خپور کړی، د ګوټېرېش راپور له حقیقته لیرې بللی دی.

نوموړي ویلي، ‏ملګرو ملتونو تل هڅه کړې چې د افغانستان وضعیت ناامنه او بې‌ثباته وښیي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، ملګري ملتونه باید د افغانستان عیني واقعیتونو ته په کتو خپل نظر وړاندې کړي.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور په اړه بیا یوه خوله نه دي.

د امنیتي چارو پوه سعود بختیار ازادي راډيو ته وویل: "تاسو پوهېږئ چې خلک له امنیتي او رواني اړخه ارام نه دي او امنیت نه لري، خلک له خوراکي اړخه ارام نه دي او دا هغه مسایل دي چې په ناامنۍ پورې اړه لري. دغه شان طالبان هم یو قانون ته ژمن نه دي او هره شېبه یو کس وژلی نیولی او ورکولای شي، دا ټول ګواښونه خلکو ته متوجه دي او خلک یې درنه بیه پرې کوي."

خو د امنیتي چارو بل پوه احمد خان اندړ بیا وايي: "زما په نظر ملګري ملتونه چې د دوحې د درېیمې ناستې په درشل کې هم دي له نرمښته کار واخلي او خپله بې طرفي اختیار کړي څو د افغانستان اوسني حکومت سره سیاسي تعامل رامنځته شي څو افغانان یو ښه حکومتولۍ ته مخه کړي او په افغانستان کې سوله او امنیت برقراره شي."

د افغانستان وضعیت او پر نړیوال امنیت او سولې یې اغېزې تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو له لوري لا هم د مخکیني حکومت د ملکي او امنیتي منسوبینو ناقانونه نیونې، ربړونې، وژنې او له هغوی سره ناوړه چلند دوام لري.

په راپور کې راغلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې دری کسان په ناقانونه توګه وژل شوي او ۳۷ نور په ناقانونه ډول نیول شوي چې ځینو ته یې سختې سزاګانې هم ورکول شوي دي.

ګوټېرېش ویلي چې د داعش له‌خوا د هزاره توکمو او د مخکېني حکومت د منسوبینو په نښه کول د ده لپاره د اندېښنې وړ مسئلې دي.

په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د دوی د حکومت د مشر له لوري عمومي بخښنه شوې او د تېر حکومت هېڅ کارکوونکی ته څوک زیان نه شي رسولای.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د مخکیني حکومت د ملکي او نظامي کارکوونکو د نیولو، وژلو او تري تم کولو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG