د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د اسامه د وژنې۱۳م تلین؛ جلالي: القاعده دا مهال په افغانستان کې د ستراتیژیکې خاموشۍ په حالت کې ده


اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال د مې په دوهمه نیټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال د مې په دوهمه نیټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

نن د مې دوهمه، د القاعده شبکې د مشر او بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د وژل کېدو دیارلسمه کلیزه ده.

نوموړی د ۲۰۱۱م کال د مې په دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۱م کال د مې په دوهمه نېټه د القاعده شبکې د لومړني مشر او بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن وژل کېدل اعلان کړل.

اوباما هغه مهال وویل، شک نه‌شته چې القاعده به پر امریکایانو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او په وینا یې په ملي او نړیواله کچه باید محتاط واوسي.

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما
د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما

امریکا پر دوی د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له ترهګریزو بریدونو نژدې لس کاله وروسته، د دوی په ټکو د دغه برید طراح بن لادن وواژه او هغه یې د نژدې درې زره امریکایانو قاتل یاد کړ.

په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي وایي، د بن لادن په وژلو القاعده شبکه کمزورې شوه.

هغه وویل: "په دغسې ترهګرو ډلو کې موسس ډېر مهم دی. کله چې موسس له‌منځه ځي نوره ډله او ځای ناستی یې صرف سمبولیک ارزښت لري، لکه ظواهري چې و. په نتیجه کې د دوی فعالیتونه به منطقه کې کمزوري شول، خو دوی کوشش وکړ چې د خپلو ملګرو له لارې په منځني ختیځ کې او افریقا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي."

امریکا د ۲۰۰۱م کال د اکټوبر په ۷مه، پر دوی د سپټمبر د ۱۱مې برید په غچ کې د نړیوال ایتلاف په مشرۍ پر افغانستان بریدونه پيل کړل.

د دغه پوځي ماموریت په لسم کال، د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پلازمېنې ته نژدې په یوه تر ټولو خوندي سیمه ایبټ اباد کې ووژل شو.

امریکا د ۲۰۲۱م کال د اګست په وروستیو کې په افغانستان کې خپل نژدې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسوه، خو پر دوی د چارو د کتونکو او یو شمېر سیاستوالو یوه نیوکه داده چې له وتلو وروسته یې هم سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ پای ته ونه رسېد.

جلالي وایي، القاعده دا مهال هم په افغانستان کې خوندي ځایونه لري، خو په وینا یې فعالیتونه یې ځکه د پام وړ نه دي چې نه غواړي په نړیواله کچه طالبانو ته سرخوږی جوړ کړي.

په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي
په واشنګټن کې د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي

هغه زیاته کړه: "القاعده دا مهال په افغانستان کې د ستراتیژیکې خاموشۍ په حالت کې ده. نه غواړي چې طالبانو ته سرخوږی پیدا کړي. فقط خپلو فعالیتونو او دې ته خوشاله دي چې طالبانو ځای ورکړی دی. هڅه کوي چې اینده کې خپل فعالیت راټول او تقویه کړي. په ملګرو ملتونو او نورو ځایونو کې استخباراتي ډلې وایي چې القاعده فعلا د ځان د سمبالولو لپاره له یوې مرحلې نه تېرېږي."

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د وسله‌وال پوځ ویاند او د پوځي چارو کتونکی اجمل عمر شینواری وایي، القاعده له کمزورتیا سره سره لا هم د نړیوالو ترهګرو ډلو په سر کې ځای لري او په وینا یې نورې ترهګرې ډلې هم تر یوه بریده مدیریت کوي.

شینواري وویل: "القاعده په افغانستان، پاکستان، ایران، منځني ختیځ او شمالي افریقا کې فزیکي حضور لري. اوپراتیفي یا استخباراتي وړتیا یې داده چې دوی لا هم د نړۍ او یوه هېواد یا څو هېوادونو په کچه د ترهګرو ډلو مدیریت په لاس کې لري. د نړیوالو ترهګرو په سر کې لا هم القاعده شبکه ده."

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د وسله‌وال پوځ ویاند او د پوځي چارو کتونکی اجمل عمر شینواری
د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د وسله‌وال پوځ ویاند او د پوځي چارو کتونکی اجمل عمر شینواری

تر اسامه بن لادن وروسته ایمن الظواهري د القاعده شبکې مشر شو.

الظواهري د القاعده د مشر په توګه له څه باندې یولس کاله فعالیت وروسته د ۲۰۲۲ کال د جولای په دېرشمه په کابل کې د امریکا د بې پيلوټې الوتکې په برید کې ووژل شو.

طالبانو چې هغه مهال یې په افغانستان کې د بیا واکمنۍ لا کال نه و پوره د الظواهري وژل یوه ادعا وبلله او تایید یې نه کړه.

که څه هم القاعده شبکې د الظواهري د مرګ تر اعلان وروسته په رسمي ډول نه دي ویلي چې دغه ډله څوک رهبري کوي، خو ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې وویل چې سیف العدل د دغې شبکې داسې مشر دی چې کوم سیال نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې مصری تبعه سیف العدل دا مهال په ایران کې پټ دی او دوی یې پر سر لس میلیونه ډالره جایزه هم ایښې ده.

د امنیتي چارو یو بل څېړونکی حکمت اعظمي هم وایي چې ایران او د امریکا یوشمېر نور رقیب هېوادونه له سیف العدل سره مرسته کوي.

هغه وویل: "القاعده، بلخصوص د سیف العدل تر مشرۍ لاندې له یو شمېر هېوادونو، لکه ایران سره قوي اړیکې لري. یوشمېر نور ملکونه هم چې له امریکا سره په تقابل کې دي، هغوی به له القاعدې څخه منحیث د یوه افزار او وسیلې استفاده وکړي."

په افغانستان کې د القاعده د حضور او فعالیتونو په اړه مو د طالبانو د حکومت یو لوړپوړی چارواکی وپوښت.

هغه د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده حضور ته اړتیا نه‌شته او په خبره یې د القاعده هغه غړي چې پخوا افغانستان کې و، اوس متواري او خپلو هېوادونو ته تللي دي.

د طالبانو دغه چارواکی وایي، دوی له القاعده سره دا مهال هېڅ ډول اړیکې نه لري.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې وویل چې القاعده شبکې په افغانستان د روزنې اته مرکزونه جوړي کړي او د دې شبکې جګپوړي چارواکي لا هم په دې هېواد کې شته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له القاعده شبکې سره په نژدې اړیکو تورن کړی او په یو راپور کې یې ادعا کړې چې دغې شبکې د افغانستان په څو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او تاسیسات جوړ کړي دي.

غزني، لغمان، پروان، ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې د راپور په ټکو القاعده شبکې په کې څلور روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

امنیت شورا ویلي چې القاعده شبکه په پنجشېر کې د وسلو زېرمې او دغه شان په کابل، هلمند، هرات او فراه کې تاسیسات جوړ کړي.

د امنیت شورا دغه راپور د طالبانو حکومت رد کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG