د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

د پاکستان پخوانی پوځي مشر په ۷۹کلنۍ کې مړ شو؛ ايا په خپل سياسي ژوند کې بريالی و؟


پروېز مشرف
پروېز مشرف

د مشرف ناروغي:

د پاکستان پخواني پوځي مشر، جنرال پروېز مشرف، چې د یوې سپینې کودتا په نتیجه کې واکمن شوی و، نن یکشنبه (د فبروري میاشتې پر ۵مه) تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر د دوبۍ په یوه روغتون کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

مشرف له کلونو راهیسې د ایمالایډوسېس (Amyloidosis) په نوم په یوه ناروغۍ اخته وو. د برېتانیا د روغتیا ملي اداره، دا یوه داسې "کمسارې او جدي" ناروغي ده چې په‌کې د وجود "په غړو او بافتونو کې د ایمالایډ په نوم غیرعادي لحمیات یا پروټینونه" جمع کېږي.

د يادې ادارې په خبره، د پروټینو زېرمه کېدو له کبله د وجود اعضا او بافتونه (tissues) سم کار نه‌شي کولای او که پر وخت د ناروغۍ درملنه و نه‌شي نو غړي له کاره لوېږي.

هم پوځي مشر، هم ولسمشر:

پروېز مشرف چې د ځانګړو ځواکونو کومانډو و، په ۱۹۹۹ کې کودتا وکړه او تر ۲۰۰۸م کاله پورې په قدرت کې و.

د نورو چارواکو تر څنګ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه لنډکۍ اعلامیه کې د مشرف پر مړینه د هغه له کورنۍ سره خواخوږي ښوولې ده.

پروېز مشرف
پروېز مشرف

کله چې مشرف په واک کې و، پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په یوولسمه حملې وشوې او وروسته بیا د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف پر افغانستان حمله وکړه.

د دغو حملو په وخت کې مشرف هم د پاکستان ولسمشر و، هم لوی درستیز او هم اجرایه رئیس و.

اسامه او پاکستان:

د اسوشېټېډ پریس اژانس په وینا، پر افغانستان د نړیوال ائتلاف تر حملې وروسته د طالبانو لومړۍ واکمنۍ ختمه شوه او اکثریت افغان طالبانو پاکستان ته پناه یووړه، چې له هغه ځایه یې په افغانستان کې خپلې حملې تنظیمولې.

امریکايي چارواکي وايي، په ۲۰۰۱م کال کې پر امریکا د هغو حملو طراح د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن و، چې په افغانستان کې طالبانو پناه ورکړې وه.

کله چې په وچې پورې ایسار افغانستان کې د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت روان و، پاکستان د ناټو د اکمالاتو لپاره مهمې ټرانزیتي لارې ورکړې وې.

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد سیمه کې د امریکا په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.

پاکستان کې د بې‌پېلوټه الوتکې حملې:

په واشنګټن کې د نیو امیریکا مطالعاتي بنسټ د معلوماتو له‌مخې، د امریکا مرکزي استخباراتو د مشرف په واکمنۍ کې د بې‌پېلوټه الوتکو د حملو اجازه ترلاسه کړه، چې شا و خوا ۴۰۰ حملې وشوې او په نتیجه کې یې تر ۲۳۶۶ پورې کسان ووژل شول، چې په هغوی کې ۲۴۲ یې ملکیان وو.

د بنسټ په وینا دغو الوتکو د بلوچستان ایالت له هغې پوځي اډې چې د متحده عرب اماراتو د حکومت له خوا جوړه شوې وه، الوتنې کولې.

پر مشرف تورونه:

د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۱۳م کال کې د پاکستان د هغه وخت له حکومت غوښتنه کړې وه، چې له مشرف سره د هغه د واکمنۍ پر مهال «په براخه پیمانه له بشري حقونو د جدي سرغړونو» له کبله حساب کتاب وکړي.

په ۲۰۱۶م کال کې پر مشرف د سفر بندیز پای ته ورسېد او هغه وتوانېد چې ظاهراً د درملنې لپاره دوبۍ ته لاړ شي.

تر هغه درې کاله وروسته، په ۲۰۰۷م کال کې د اضطراري حالت د نافذولو د پرېکړې له کبله، مشرف د خیانت په تور په غیاب کې د مرګ په سزا محکوم شو.

د ۲۰۰۷م کال په ډسمبر میاشت کې د اپوزیسیون د مشرې بېنظیر بوټو د وژل کېدو تر پېښې وروسته پاکستان کې وضعیت کړکېچن شو او د مشرف ګڼو متحدانو د ۲۰۰۸م کال په ټاکنو کې ډېرې رایې ونه ګټلې او مشرف منزوي او وروسته استعفی ته اړ کړای شو.

XS
SM
MD
LG