د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

مشرانو جرګه: د مشرف وروستۍ څرګندونې د افغانستان حقانیت ثابتوي


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د پرویز مشرف څرګندونې د افغانستان د همیشنۍ ادعا چې پاکستان د ترورېزم ملاتړی دی، په حقیقت بدلوي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله وکړي او د خپلو ګټو په خاطر د ترهګرو ډلو په‎واسطه زموږ په هېواد کې جنګ تود وساتي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي

ښاغلي سخي زیاته کړه:

"پاکستان هېڅ‎کله د افغانستان د خلکو تر څنګ نه‌و او په یو ډول‌یې غوښتي چې خپلې ګټې خوندي وساتي، دوهم دا چې هېڅ‎کله وفادار نه‌و او خبرې یې نړیوالو ته د منلو نه‎دي، ځکه چې په نړیواله کچه د ترهګرو سترې ځالې په پاکستان کې دي او نړۍ هم پر دغې موضوع پوهېدلې."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پخواني جمهور رئيس پرویز مشرف ویلي چې له ۲۰۰۱ لومړي کال وروسته، پاکستان د افغان حکومت پر ضد، د طالبانو ډلې له سره تنظیم او تجهیز کړي.

مشرف د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستان د افغانستان د زیانمولو لپاره له طالبانو کار اخیستی او د ده په خبره دا د دې لپاره چې د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د هند ملاتړ کاوه او دا کار د پاکستان په ګټه نه‌و.

پرویز مشرف دا هم ویلي چې افغانستان کې یې د نیابتي جګړې ملاتړ کړی دی.

مشرف د افغانستان د ملي یووالي حکومت ته اشاره کړې او ویلي يې دي چې له اشرف غني سره باید هر اړخیزه مرسته وشي او دا ځکه چې اشرف غني په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره وروستۍ هیله ده.

هڅه مو وکړه چې په دې هکله د افغان حکومت نظر ولرو خو دغه حکومت دومره وايي چې دا ډول څرګندونې رسمي نه‎دي، له همدې امله نه‌غواړي چې په اړه‌یې خبرې وکړي.

اوس‌مهال چې د کابل او اسلام‎اباد تر منځ اړیکې ترینګلې شوي، دا ډول څرګندونې څه مفهوم بیانولای شي؟

ایا پاکستان له کابل سره د اړیکو رغول غواړي او که غواړي چې په روانو حالاتو کې د نړیوالو ذهنونه بدل کړي؟

د سیاسي چارو کار پوه بشیر بيژن
د سیاسي چارو کار پوه بشیر بيژن

په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه بشیر بيژن وايي:

"زما باور دا دی چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو په ښه کولو فکر نه‎کوي بلکې د پاکستان هڅې د سیمې او له سیمې څخه بهر نورو هېوادونو ته دي چې لابي‎ګري وکړي او خپلو جنایتونو ته ادامه ورکړي."

د ښاغلي بېژن په خبره د افغانستان خلک باید وپوهېږي چې طالبان هم د هېواد په ښېګڼه فکر نه‎کوي بلکې د افغانستان د خلکو د تباهۍ، بربادۍ او وژنو لپاره هڅې کوي.

دی وايي، په‌کار ده چې د افغان حکومت مشران هم په هېواد کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه نړیوالې ټولنې ته موجود اسناد او شواهد وسپاري څو د افغانستان د خلکو حقانیت ثابت شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG