د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

سرخط: پاکستانیان د دوی خپل روزلي ماران چیچي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره پاکستان ته د افغانستان له خوا د یوه لېسټ د سپارلو او د افغان حکومت پرضد له طالبانو نه د پاکستان د ګټې اخېستنې په اړه لیکلي دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې افغان حکومت پاکستان ته د ۳۲ تروریستی روزنځایونو لېسټ وسپاره.

په دې اړه مطلب کې ویل شوي چې سربېره پر دې د طالبانو د رهبرۍ شورا او د حقاني شبکې په ګډون د نورو جنګیالیو ډلو د ۸۵ غړو نومونه هم په ګوته شوي چې اسلام آباد یې باید ونیسي او کابل ته یې وسپاري.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف دا خبره را اخېستې چې ویلي یې دي دوی د طالبانو په وسیله کلونه کلونه د افغان حکومت پر وړاندې جګړه وکړه.

مشرف څرګنده کړې چې طالبان له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا بېرته تنظیم او په وسلو سمبال شول.

چراغ ورځپاڼې هم د افغان حکومت له خوا پاکستان ته د لېسټ سپارلو په اړه مطلب لیکلی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله یې ویلي چې پاکستان باید د دې لېسټ په اړه ژر اقدام وکړي.

دې ورځپاڼې هم د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف له قوله ویلي چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې تر شاه پاکستان ولاړ دی او دا کار د خپلو ګټو لپاره کوي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د پرویز مشرف له قوله ویلي چې دوی له طالباو د افغانستان پرضد کار واخېست.

په مطلب کې د مشرف دا خبره هم را اخېستل شوې چې وایي، اوس وخت بدل شوی او باید د جمهور رئیس محمد اشرف غني له حکومت سره همکاري وشي ځکه د ده په خبره ښاغلي غني په سیمه کې د سولې لپاره وروستۍ هیله ده.

سرخط ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې پاکستانیان د دوی خپل روزلي ماران چیچي.

په مطلب کې د افغانستان د اجرائیه رئیس له قوله ویل شوي چې افغانستان له ترهګرۍ نه په ملاتړ تورنول هغه جفا ده چې حقیقت پټوونکي خلک یې کوي.

او انیس دولتي ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې ویلي، په لستوڼي کې مارمه ساتئ، څو تاسې ونه چیچي.

لیکوال ویلي دي چې د ترورېزم روزل د هیچا په ګټه نه دي او ښه دا ده چې د نورو په چارو کې لاسوهونکي هېوادونه خپلې چارې په نوې بڼه سمبال کړي.

د مطلب په پای کې راغلي، غوره دا ده چې د ترهګرو پرضد له توپیر پرته مبارزه وشي او سیمه د دې شومې پدیدې له ګواښه خوندي شي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG