د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

ازادۍ جبهې په روژه کې د خپلو بریدونو د مشروط ځنډ اعلان وکړ


د ازادۍ جبهې لوګو
د ازادۍ جبهې لوګو

د افغانستان ازادي جبهه چې د پخوانۍ اردو د لوی درستیز جنرال یاسین ضیا له خوا رهبري کېږي؛ ویلي د روژې په مناسبت بریدونه او عملیات نه کوي خو خبرداری یې ورکړی چې هر ډول پاروونکي اقدامات به ځواب کړي.

دې جبهې په خپله اعلامیه کې ویلي تر هغو چې تر برید لاندې ونه نیول شي او سنګرونو، غړیو او مراکزو ته یې مستقیم ګواښ نه وي پېښ شوی؛ د دې جبهې جنګیالي په ټول افغانستان کې د روژې میاشت او د اختر په ورځو کې خپل بریدونه یو اړخیز ځنډوي.

طالبانو لا د ازادۍ جبهې له خوا د یو اړخیز اوربند په اړه څه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې د دې یا ورته نورو مخالفو ډلو اکثر بریدونه او ادعاوې ردولې.

د روژې په مناسبت د ازادۍ جبهې د یو اړخیز اوربند تر اعلان مخکې د دوی وروستۍ حمله د کابل په څلورمه حوزې کې د تهیه مسکن په سیمه کې وه.

د دې جبهې د ادعا په اساس، په هغه حمله کې د طالبانو یوه پوسته هدف وګرځول شوه او پکې درې طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

ازادي جبهه د خپلو اکثرو بریدونو ویډیوګانې خپروي، خو دا ادعاوې په یو اړخیزه توګه د تایید وړ نه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د ۲۰۲۳ کال له نومبر د ۲۰۲۴ کال د جنوري تر لسمې ازادۍ جبهې ۲۴ تایید شوې حملې کړې دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي: د ۲۰۲۳ کال له نومبر د ۲۰۲۴ کال د جنوري تر لسمې ازادۍ جبهې ۲۴ تایید شوې حملې کړې دي

ازادي جبهه د مقاومت جبهې تر څنګ د طالبانو د حکومت له مخالفو وسله والو ډلو ده چې نسبت نورو ډلو ته یې فعالیتونه د پام وړ بلل شوي.

د ازادۍ جبهې د فعالیتونو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېریش په وروستي درې میاشتني راپور کې هم یادونه شوې وه.

د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په حواله په دې راپور کې چې یوناما هم خپور کړی راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر د ۲۰۲۴ کال د جنوري تر لسمې ازادۍ جبهې ۲۴ تایید شوې حملې ترسره کړې دي.

خو ښاغلي ګوتېریش ویلي چې له دې ټولو سره سره د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو دوی ته کوم ځمکنی لوی ګواښ نه دی پېښ کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د مخالفو ډلو د پوځي وړتیاوو ارزونه سخته بللې؛ ځکه د سرمنشي په خبره په خواله رسنیو کې د دغو ډلو د اکثرو بریدونو په تړاو ادعاوې د تایید وړ نه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور کې بیا د بغلان په پلخمري کې د ازادۍ جبهې د څلورو، په کابل کې د څلورو بریدونو، په کندهار کې د یوې حملې او د سمنګانو په ایبک ښار کې د یوې حملې یادونه کړې ده.

د طالبانو ضد وسله وال فعالیتونه که څه هم لږ بلل کېږي، خو د دې جبهو اکثر مشرتابه په بهرنیو هېوادونو کې له نړیوالې ټولنې پر طالبانو د فشارونو د زیاتولو غوښتونکي دي.

یوه جبهه په وروستیو کې د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د قومندان جنرال سمیع سادات او د پولیسو د خاصې قطعې د قومندان او د کورنیو چارو وزارت د پخواني معین جنرال خوشال سادات له خوا په امریکا کې هم جوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG