د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

یو شمېر مخالفو جبهو پر طالبانو د بریدونو د زیاتوالي ادعا وکړه


د طالبانو حکومت مخالفې جبهې ادعا کوي چې په دې وروستیو کې پر طالبانو د دغو جبهو بریدونه زیات شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ او د افغانستان د ملي مقاومت جبهو په نوم د طالبانو حکومت دوه مخالفو جبهو په دې وروستیو کې د خپلو وروستیو بریدونو په تړاو د ویډیوګانو په خپرولو سره طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه ادعا وکړه چې دغې جبهې په یوه شپه او ورځ کې په پنجشېر، پروان او بغلان ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو ۳ بریدونه کړي دي.

دغې جبهې د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۱مه هم ادعا کړې وه چې د کابل ښار په پنجصد فامیلي سیمه کې یې د طالبانو د استخباراتو ډلې یو کاروان په نښه کړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دغو څلورو بریدونو کې د طالبانو حکومت د ځواکونو ۸ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو حکومت پر ضد وسله‌واله جبهه هم ادعا کوي چې د چهارشنبې په ورځ په پروان ولایت کې د دغې جبهې په چریکي برید کې د طالبانو یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې جنګیالي
د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې جنګیالي

ازادي راډیو د دغو ادعاوو کره‌والی نه شي تاییدولی او طالبانو هم تراوسه د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

يادو جبهو تر دې مخکې هم د طالبانو پر وړاندې د ورته بریدونو د ترسره کولو ادعاوې کړې وې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد، د دې ډلې مخالفانو ته خبرداری ورکړی و چې بې ځایه تبلیغات به د دوی په زیان تمام شي.

خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهان وايي چې تر اوسه د طالبانو دغه وسله‌واله مخالفې جبهې د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.

دوی ټینګار کوي چې جګړې او شخړې د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه شي کېدای.

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل: "کله ناکله دوی په ځينو عملیاتو لاس پورې کوي او په هغه کې د طالبانو سرتېرې یا چارواکي په نښه کوي، خو مونږ د دوه کلونو او څو میاشتو په موده کې یو پایدار او څرګند حرکت نه دی لیدلی او تر اوسه یې کومه سیمه هم نه ده نیولې."

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر
د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یوه راپور کې ویلي وو چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد ګڼې وسله‌واله ډلې فعالې دي چې د ازادۍ جبهه یې تر ټولو مخکښه ښودل شوې.

په ورته وخت کې کابل د نوي زېږدیز کال په لومړیو ورځو کې تېره اوونۍ د درېیو چاودنو شاهد و چې د طالبانو حکومت له خوا د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګې د دوو بریدونو مسوولیت منلی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار په ټول افغانستان کې د امنیت د تامینولو ادعاوې کړي، خو وخت په وخت د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د چاودنو او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG