د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

پر پنجشېر جګړه؛ طالبان: شُتل ولسوالۍ نیولې خو مقابل لوری یې ردوي


پنجشېر کې د مقاومت جبهې وسله وال
پنجشېر کې د مقاومت جبهې وسله وال

طالبان وايي، د پنجشېر ولایت شُتل ولسوالۍ یې له ۱۱ پوستو سره نیولې ده. دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست ذبیح الله مجاهد وکړه.

د مجاهد له څرګندونو وروسته طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې ادعا وکړه چې ځواکونه یې د پنجشېر عمق ته داخل شوي او د پریان او عنابه ولسوالۍ یې نیولي دي.

طالبان او د هغو وسله وال مخالفان ادعا کوي چې د پنجشېر درې په جګړو کې یې یو بل ته درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ذبیح الله مجاهد پرون پنجشنبه وویل چې د پنحشېر د یوې برخې د نیولو پر سر په جګړه کې تر ۳۰ ډېر مخالف وسله وال وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ذبیح الله مجاهد

مجاهد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې د دوی مخالفانو ونه غوښتل چې د خبرو اترو له لارې ستونزه حل شي، د دوی ځواکونو له ټولو خواوو پرې بریدونه پیل کړل.

نوموړي وویل: "زموږ ځواکونو له ټولو خواوو هلته د دښمن پر مورچو بریدونه پیل کړي، پرمختګونه یې هم کړي، ډېر شمېر دښمنان وژل شوي یا ټپیان شوي، څو قوماندانان یې هم له منځه تللي او ښايي په لنډ وخت به د پنجشېر موضوع ختمه شي."

خو د طالبانو مخالفو وسله والو چې ځان د دوهم مقاومت جبهه بولي وايي چې پنجشېر ته د ننوتو ټولې لارې په کنټرول کې لري او د شُتل د نیولو لپاره یې د طالبانو حملې شنډې کړي دي.

د طالبانو د مخالفانو ویاند فهیم
د طالبانو د مخالفانو ویاند فهیم

د طالبانو د مخالفانو یوه ویاند فهیم دشتي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه طالبانو ډېره هڅه وکړه چې د جبل السراج له غرونو شُتل ولسوالۍ ته ننوځي، خو له ښه مرغه یې هڅې ناکامې شوې او لږ تر لږه څلوېښت مړي چې ورڅخه پاتې شوي و د جبل السراج او ګلبهار سپین ږیري یې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې قوماندانانو ته رالېږلي وو چې اجازه ورکړل شي چې مړي د جنګ له جبهې وباسي."

د طالبانو مخالفان په عین حال کې ادعا کوي چې په تېرو ۴ ورځو کې یې ۳۵۰ طالبان وژلي او ۲۹۰ نور ټپیان کړي دي، خو طالبان د خپلو مخالفانو ادعا ردوي.

هر لوري مقابلې خوا ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو شواهد نه وړاندې کوي او په ازاد ډول هم د دوی د ادعاوو د ثابتولو امکان نه شته.

XS
SM
MD
LG