د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

چارواکي: د ګردېز-زرمت سړک د جوړېدو مخه طالبان نیسي او طالبان یې هم مني


د ګردېز-زرمت سړک د جوړېدو مخه نیول شوې
د ګردېز-زرمت سړک د جوړېدو مخه نیول شوې

د پکتیا د مرکز ګردېز او زرمت تر منځ د لویې لارې د سړک جوړولو پروژه هغه چې بشپړېدو ته یې د څو ولایتونو خلک له یوې لسیزې راهېسې په تمه دي.

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکی صمد پکتین وایي، د عمر شل کاله یې په دې لاره له ستونزو او زحمتونو ډک سفرونه کړي.

ښاغلي پکتین وايي، اوس چې بیا د دې سړک د جوړولو د چارو د پیل اوریدلې هیله یې پیدا شوې چې یوه ورځ به له خپل کلي ښار ته په پاخه او جوړ سړګ تګ راتګ وکړي.

هغه وايي، دا مهال کنډکپر سړک د بېلابېلو سیمو خلک چې له دې لارې تګ راتګ کوي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي: "ستونزې ډېرې زیاتې دي، د بزګرانو د تولیداتو ستونزه، د مریضانو ستونزه، د خلکو تګ راتګ ستونزه هغه که پوهنتون ته وي، که روغتون ته وي یا وظیفې ته رسیدګي وي، لاره کې د کندو له امله ډېرې ستونزوې ګالي."

د ګردېز-زرمت سړک چې لا هم د خلکو په وینا کنډو کپر دی
د ګردېز-زرمت سړک چې لا هم د خلکو په وینا کنډو کپر دی

د دې سړک جوړېدو ته صمد په څېر د زرګونو خلکو هیلې هغه مهال په نهیلۍ واوړي، چې په دې لاره د سړک جوړونکي شرکت پر کارکونکو او یا هم د جوړ شوي سرک په یوه برخه د موټر بم، بمي چاودنو او بریدونو خبرونه واوري هغه چې نه یوازې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې د دې مهمې لارې د جوړولو د چارو مخه هم نیسي.

د پکتیا د امنیت امر لطف الله کامران ازادي راډیو ته وویل، یوازې په تېره یوه میاشت کې وسله والو طالبانو د دې سړک د چارو د مخنیوي لپاره لسګونه بریدونه کړي.

دی وايي: "درې ځله یې په دې لاره موټري بمي بریدونه وکړل، ۲۵ ځلې یې ماینونه او نورې حملې سرته ورسولې، حتی نوي سرک ته یې ماینونه ایښي وو، روزمره دوی کوښښ کوي، چې دغه سړک پخیدو ته پرینه ږدي."

وسله وال طالبانو که څه هم په خپلو وروستیو اعلامیو کې ټینګار کړی چې افغانستان کې د ټولګټو پروژو او رغنیزې چارو مخه نه نیسي، خو د دې سړک په اړه مني چې د پخېدو مخالف یې دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د زرمت ګردېز سړک جوړیدو ته له دې امله اجازه نه ورکوي چې د ده په ټکو دولت ترې د نظامي اکمالاتو، د نظامي کاروانونو د تګ راتګ او د دوی تر کنترول لاندې سیمو کې د عملیاتو لپاره نظامي استفاده کوي.

پر دې سربیره هم دا مهال د دې لارې هغه برخه چې د ګردېز – زرمت ترمنځ ده، د ګردېز روحاني بابا سیمه کې د څه باندې ۶ کیلو متره په اوږدوالي د یوه پل، ۲۱ پلچکونو او د استنادي دیوالونو په ګډون د ۱۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړیدو چارې روانې دي.

د پکتیا ولایتي اداره له خلکو غواړي چې د دې پروژې په بشپړېدو کې دې ورسره همکاري وکړي.

د ګردېز-زرمت سړک
د ګردېز-زرمت سړک

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل وایي: "طالبان د سړک د دې کارونو خنډ ګرځي چې څه موده وړاندې یې هم د دغه سړک نوی جوړ شوی پلچک په ماین والواځوه، په دې مسیر کې د ولسونو غواړو چې د سرک د رغولو په برخه کې د شرکت او حکومت سره همکار واوسي."

په پکتیا کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، په دې لاره هره ورځ په اوسط ډول د ۵۰ او سلو تر منځ لوی بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي، خو وایي، که سړک جوړ او بشپړ شي دا شمېر دوه برابره زیاتیدلی شي چې ورسره به د پکتیا، پکتیکا او غزني ترمنځ سوداګري اسانه او پراخه شي او د لومړنیو توکو په بیو کې به هم د پام وړ کموالی راشي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

XS
SM
MD
LG