د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

ویسا: د مرګ‌ژوبلې دوام؛ پړه‌یې د چا پر غاړه ده؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د ملکي وګړو د تلفاتو زیاتېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، د مرګ‌ژوبلې دوام، پړه‌یې د چا پر غاړه ده؟

وړاندې راغلي، له بده‌مرغه د سولې پروسې له دوام سره تر اوسه په افغانستان کې د جګړې او مرګ‌ژوبلې بازار تود دی.

په سرمقاله کې راغلي، یوناما یوازې په درې وروستیو میاشتو کې د ۱۲۹۳ ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي چې یوه برخه‌یې ماشومان دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، حکومت یا باید مخالف ځواکونه په زوره له‌منځه یوسي، که دا ممکنه نه‌وي بیا باید په هر صورت سوله ورسره وکړي، ولس به تر کومه د یوه ناکام او بدنام حکومت باج پر اوږو وړي؟

  • هشت صبح

بلې ورځپاڼې هشت صبح هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په زیاتېدو سرمقاله لیکلې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، طالبانو په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی او په دغو عملیاتو سره غواړي چې د سولې هوکړه عملي شي او د ښکېلو هېوادونو پام ورواوړي چې دا کار د ملکي وګړو د تلفاتو لامل شوی.

په سرمقاله کې راغلي، په جګړه کې د ملکي وګړو قرباني کېدل په هېڅ عنوان د منلو نه‌دي او جګړې د هر لوري له‌خوا چې وي شرموونکی عمل دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې طالبان تصمیم لري چې د افغانستان په راتلونکي سیاست کې ونډه ولري باید د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي.

هشت صبح لیکي، حکومت باید په دې پوه شي چې د ملګي وګړو تلفات به لامل شي چې له دولتي ځواکونو هم خلک واټن واخلي او پر ځای يې د نورو چریکي ډلو محبوبیت زیات شي او دوی به وکړای شي چې په ښه توګه جنګیالي جذب کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼه بیا لیکي، که څه هم ولسمشر غني د روژې مبارکې میاشتې په راتلو سره له وسله‌والو طالبانو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، خو په وینا یې طلبانو دغه وړاندیز رد کړی او لامل‌یې هم دا ښودلی چې د سولې هوکړې عملي کېدو ته کمه پاملرنه شوې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، وسله‌وال طالبان د تاوتریخوالي د کمولو وړاندیز داسې مهال ردوي چې افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړې او لاهم روانه ده.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، دا طالبان دي چې د افغانانو غوښتنه ردوي او یوازې د خپلو حامیانو د اهدافو د پوره کولو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG