د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

'تېر لمریز کال د وسله والو طالبانو پر ضد په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰ تر ۲۰ عملیاتونه شوي'


ارشیف
ارشیف

د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه ۱۳۹۸ لمریز کال له لاسته راوړنو ډک یادوي.

دغو بنسټونو په خپلو کلنيو راپورونو کې له طالبانو نه د استراتیژیکو سیمو د نیولو او د جګړې په میدان کې د دوي د ماتې ادعا کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د ۱۳۹۸کال په هرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د حکومت د مخالفو وسله‌ والو پر ضد له ۱۰ تر ۲۰ هوايي او د ځانګړو ځواکونو ځمکني عملیات کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د یاد وزارت د کلني راپور د خپرولو پر مهال رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې په دې عملیاتو کې تر ډېره د وسله‌ والو طالبانو نومول شوي والیان، ولسوالان او د سرې قطعې ۱۱ ډلې چې په کې د یادې ډلې مخکښ قوماندان شامل وه له‌ منځه تللي دي.

ښاغلی خالد وايي، افغان ځواکونو په دې کال کې له ۲۲ ستراتیژیکو سیمو څخه چې په نښه کړې وې وتوانیدل ۱۷ یې د افغان حکومت تر ولکې لاندې راولي.

د هغه په خبره، د بغلان دهنه غوري، د هلمند مارجه، د بدخشان وردوج، یمګان او کران و منجان، د غزني ده یک، خواجه عمري او جغتو، د تخار درقد، ینګي قلعه، خواجه غار او بهارک او د فاریاب شیرین تګاب او بلچراغ هغه ولسوالۍ دي چې په دې کال کې د طالبانو له وجوده پاکې شوې.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد

هغه زیاته کړه: "په ۱۳۹۸کال کې طالبانو ته ددې اجازه ورنکړل شوه چې د حکومت تر ولکې لاندې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي، خو برعکس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۵۰ فیصده خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته، د خالد عملیاتو په ترڅ کې دښمن ته کلک نظامي، مالي او ځاني زیانونه ورسېدل، چې طالبان یې دې ته مجبوره کړل شول، څو د سولې خبرو لپاره په قطر کې خبرو ته کیني."

د افغاستان د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې کال د ۱۰ ولایتونو دننه افغان ځواکونه په جګړه بوخت و.

دفاع وزارت همدا ډول په دې کال کې د طالبانو د زندانونو د له ‌منځه وړو خبره هم کوي.

د دې وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، چې د طالبانو له زندانونو څخه شاخوا ۱۰۰۰بندیان ازادي شوي.

یاد وزارت داسې مهال دا ارقام خپروی چې طالبانو بیا په دې کال کې پر پلخمري، کندز، فراه او بادغیس ښارونو بریدونه وکړل.

د دې ډلې وسله‌ وال د دې ښارونو تر دروازو ورسېدل، خو بېرته په شمال وتمبول شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په دې کال کې د خپلو لاسته رواړنو ادعا کوي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین هم په رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د خپل کلنۍ راپور د خپریدو پرمهال وویل، په تیر ۱۳۹۸کال کې ۹ ولسوالۍ د مخالف وسله والو لخوا پاکې شوي.

ښاغلی ارین وايي، په تیر کال کې شاوخوا د ۲۰ زره جنايي جرمونو عاملین د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تېر کال کې له نشه یې توکو، جنايي جرمونو او ادارې فساد سره جدي مبارزه کړې، د دې مبارزې په لړ کې ۹ ولسوالۍ د مخالفینو له لوري پاکې شوي، د ملي او محلي پولیسو په مړینه کې د پام وړ کمښت راغلی او همدا شان شاوخوا ۲۰ زره د جنايي جرمونو مجرمین د قانون منګلو ته سپارل شوي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت همداراز په تېر کال کې ۷ میلیارد ۱۹میلیونه افغانۍ سپما کړې."

د کورنیو چارو وزارت وايي، په تیر لمریز کال کې یې له نشه یې توکو سره مبارزه کې هم ګړندي ګامونه پورته کړي چې له مخې د کورنیو چارو وزارت ډېر منسوبین عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي.

خو له دې ټولو سره سره ۱۳۹۸ کال د ملکي تلفاتو له اړخه هم خالي نه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په خپل کلنۍ راپور کې، په افغانستان کې د اسد میاشتې له ۱۸مې نېټې د عقرب تر ۱۷مې د ۶۶۵۴ بریدونه خبر ورکړی و چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښوده.

په راپور کې ویل شوي وه، چې له دې بریدونو ډېر یې په سویل، ختیځ او شمال ختیځ ولایتونو کې شوي دي، هلمند، کندهار او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د دې بریدونو د لویو پېښو شاهدان پاتې شوي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په د میزان په میاشت کې اعلان کړی و چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۶۱۱ ملکیان وژل شوي او ۴۸۷۶ نور د جګړو او نورو بېلابېلو امنیتي پېښو له کبله ټپیان شوي دي.

  • د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون
    د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون
  • خو له دې ټولو سره په ۱۳۹۸کال کې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه کره راپور نه شته.
  • طالبانو بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د تېر کال لاسته رواړنو په اړه ادعاوې بې اساس بولي او وايي چې تېر کال د طالبانو لپاره د لاسته راوړنو څخه ډک کال وه.
  • د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې طالبانو په تیر ۱۳۹۸کال په دو برخو کې هم په سیاسي ډګر او هم په نظامي ډګر کې لاسته راوړنې درلودې.
  • د طالبانو ویاند وايي، افغان حکومت باید په دې اساس شرایطو کې د سولې پر پروسې تمرکز وکړي نه داچې دغه ډول ادعاوې وکړي.
  • له دې ټولو ادعاو سره اوس باور دا دی چې ښکېلې خواو هم افغان حکومت او هم طالبان باید له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي.
XS
SM
MD
LG