د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د افغانستان دفاع وزارت پلاوی د ننګرهار پېښه څېړي


د افغانستان د ننګرهار ولایت په ده‌بالا ولسوالۍ کې افغان او امریکايي ځواکونو د خبرو پر مهال. July 7, 2018
د افغانستان د ننګرهار ولایت په ده‌بالا ولسوالۍ کې افغان او امریکايي ځواکونو د خبرو پر مهال. July 7, 2018

د افغانستان دفاع وزارت وايي په ننګرهار کې پر امریکايي ځواکونو وروستی برید به د افغان او امریکايي ځواکونو په همکارۍ منفي اغېز ونه‌کړي، بلکې دا ځواکونه به په ګډه د ترورېستانو په وړاندې مبارزه روانه ساتي.

دا خبره یاد وزارت په یوه بیان کې یکشنبه وروسته له هغه وکړه چې وړمه ورځ په ننګرهار کې د افغان پوځ په یونیفورم کې یوه بریدګر په ډزو سره دوه امریکايي عسکر ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

دفاع وزارت وايي د افغان پوځ تر ټولو لوړ رتبه پلاوی چې مشري یې لوی درستیز جنرال بسم‌الله وزیري کوي له امریکايي ځواکونو سره په ګډه ننګرهار ته تللی او د ننګرهار وروستۍ پېښه څېړي.

له ننګرهاره د شنبې په ورځ رسنیو پر امریکايي ځواکونو د برید په اړه څو ډول ارقام خپاره کړل.

یکشنبه سهار بیا په خپله په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال ساني لګېت تأیید کړه چې د ملي اردو په یونیفورم سمبال بریدګر په ډزو سره دوه امریکايي عسکر وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي.

د ډګروال لګېت په حواله په یوه بیان کې راغلي چې افغان او امریکايي ځواکونه د ننګرهار شېرزاد ولسوالۍ ته د یوه مهم مشر لیدلو ته ورغلي و او دا برید پرې له یادې سیمې په بیا راتګ کې وشو.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د بیان په حواله لیکلي چې وژل شوي پوځیان پر کمشران (سرجنټ) ۲۸ کلن هاوير (یا جاویر) جګوار ګوتیریز او ۲۸ کلن انتونیو ري رودریګوز و.

د شنبې ورځې په دې برید کې امریکايي ځواکونو ته په مرګ‌ژوبلې اوښتو سربېره د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او درې یې ژوبل دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل هم وايي د دې برید په اړه پلاوي خپلې څېړنې پیل کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

ښاغلی میاخېل زیاتوي: "په دغه سیمه کې عملیات روان دي. تر اوسه پورې موږ ته دا معلومه نه‌ده چې ایا دا نفوذي کس و یا سهوه شوې ده. د نورو تحقیقاتو لپاره د لوا قوماندان او هیئت هلته ورغلی او تحقیق‌یې کېږي."

په شېرزادو کې طالبان او اسلامي دولت ډلې فعاله وې، خو هېڅ یوې تر اوسه د وروستۍ پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

په تېرو کلونو کې د افغان پوځ په یونیفورم سمبال ځینو بریدګرو د پوځ له لیکو په بهرنیو عسکرو ډزې کړې دي.

ناټو دا ډول بریدونه د (زرغون پر ابي) یا «Green on Blue» په نوم یاد کړي.

«Green on Blue» هغو پېښو ته وايي چې په‌کې د افغان سرتېرو له لیکو پر بهرنیو عسکرو د د ټوپک شپېلۍ وربرابرې شوي او هغوی ته‌یې مرګ‌ژوبله رسولې.

ناټو هغه وخت چې په افغانستان کې یې محارب مأموریت مخته ووړ که څه هم د دا ډول بریدونو په وړاندې د لازمو تدابیرو خبره کړې وه، خو ټينګار یې کاوه چې مخنیوی یې ګران کار دی.

د امریکا د پوځ تر ټولو لوړپوړي قوماندانان هم د داسې بریدونو شاهد پاتې شوي.

د بېلګې په توګه په افغانستان کې د امریکا او ناټو اوسنی عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په ۱۸مه د یوه افغان عسکر له برید روغ ووت، خو د بریدګر عسکر په ډزو کې د کندهار د هغه وخت امنیه قوماندان جنرال رازق ووژل شو.

فاکس نیوز یکشنبه له یوه پخواني امریکايي پوځي لیرای پیتري سره چې یو لاس‌یې په افغان جګړه کې پرې شوی و د وروستۍ پېښې په اړه خبرې کړي.

هغه وویل چې داسې بریدونه له ډېره وخته روان دي.

پیتري زیاتوي: "له ټولو مخکې د وژل شویو عسکرو له کورنیو سره خواخوږي ښېیم. هغو ته چې ټپيان دي ژر تر ژره روغتیا یې غواړم. همداراز افغان عسکرو ته چې وژل شوي یا ټپیان دي خواخوږي ښېیم. په تأسف سره دا داسې یو څه دي چې له ډېر وخته روان دي. د هغوی (افغان پوځیانو) د باور جلبولو د پروسې یوه برخه ده. موږ له هغوی سره د همکارۍ، روزنې او مشورې د هڅو په لړ کې پر مخ روان یو."

د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو ۴۰ ورځو کې د ننګرهار له پېښې سره یوځای ټول‌ټال شپږ امریکايي عسکر وژل شوي حال دا چې د تېر میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یوازې ۴ عسکر وژل شوي و.

په افغانستان کې امریکايي عسکرو ته دغه تازه مرګ‌ژوبله داسې وخت اوښتې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره سې شنبه په خپله کلنۍ وینا یا سټېټ اف دې یونیون کې وویل چې غواړي له افغانستانه امریکايي عسکر بېرته کورونو ته ورستانه کړي.

که څه هم رسنۍ په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو شمېرې یو څه ښکته او پورته خپروي، خو همدا څو ورځې مخکې د فبرورۍ په درېیمه د امریکا دفاع وزارت د امریکايي عسکرو د مرګ‌ژوبلو حال خپور کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو شمېر ۲۳۵۱ ښودل شوی او ټپيان بیا ۲۰۱۴۷ تنه اعلان شوي.

XS
SM
MD
LG