د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

د امریکا پوځ: ننګرهار کې ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي


د امریکا پوځ وايي، لومړني راپورونه ښيي چې پر امریکايي پوځیانو یوه سړي، چې د افغان ملي اردو یونېفورم یې اغوستی و، ډزې کړي دي.
د امریکا پوځ وايي، لومړني راپورونه ښيي چې پر امریکايي پوځیانو یوه سړي، چې د افغان ملي اردو یونېفورم یې اغوستی و، ډزې کړي دي.

په ننګرهار ولایت کې ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د امریکا پوځ وايي، لومړني راپورونه ښيي چې پر امریکايي پوځیانو یوه سړي، چې د افغان ملي اردو یونېفورم یې اغوستی و، ډزې کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویندوی ډګروال ساني لیګیټ نن سهار وختي په یوه بیان کې وویل، دا پېښه هغه مهال وشوه چې افغان او امریکايي ځواکونه له یوې سیمې څخه راستنېدل.

د لیګیټ په وینا افغان او امریکايي ځواکونو د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ ته د یوه مهم مشر لیدو ته تللي وو.

ده همداراز وویل، له تازه راپورونو سره سم، یوه تن، چې د افغان ځواکونو یونېفورم یې اغوستی و، پر امریکايي او افغان ځواکونو د ماشینګڼ ضربه وکړه.

ده په عین حال کې وویل چې لا هم د پېښې په اړه نور معلومات ټولوي او تر دې دمه د برید د علت او انګېزې په اړه څه نه شي ویلی.

په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې، چې ظاهراً د افغان ملي اردو یوه سرتېري کړې، لږترلږه ۳ افغان سرتېري ژوبل شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

د میاخېل په وینا برید کوونکی هم وژل شوی او تر اوسه نه شي ویلی چې هغه ولې دا برید وکړ.

تر دې پخوا د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د طالبانو نفوذي عناصرو په ځلونو په افغان او بهرنیو پوځیانو خونړۍ حملې کړي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي اجمل عمر هم د ننګرهار د تازه پېښې په اړه اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې برید کوونکی وژل شوی او برید د ننګرهار په شېرزاد ولسوالي کې شوی دی.

په پیل کې د ځینو افغان او امریکايي سرچینو په قول نیویارک ټایمز ویلي وو چې د افغان او امریکايي پوځیانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې او په لړ کې یې ۵ یا ۶ امریکايي او ۶ افغان پوځیان وژل شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي قادري هم ویلي و چې د افغان ملي اردو د ځواکونو او بهرنیو پوځیانو ترمنځ د ننګرهار په شېرزاد ولسوالي کې پرون (شنبه) ماسپښین نښته شوې ده.

قادري وویل چې د نښتې په دلیل نه پوهېږي.

امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره پوځیان لري چې اکثره افغان امنیتي ځواکونه روزي او محدود شمېر یې په تروریستي ضد عملیاتو په تېره بیا د داعش پر ضد په عملیاتو کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG