د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

هاګ نړیواله محکمه په افغانستان کې جنګي جرایم څېړي


په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه.
په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه.

په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د استېناف څانګې قاضي پیوتر هوفمنسکي د مارچ په ۵مه، وویل چې د محکمې څارنوالې فاتو بن سودا ته اجازه ورکړل شوه چې په افغانستان کې د جګړې د ټولو اړخونو له‌خوا د جنګي جرایمو په اړه څېړنه وکړي.

په دې کې تر ۲۰۰۳ میلادي کال وروسته، د وسله‌والو طالبانو، د افغانستان د حکومتي ځواکونو او امریکايي قواو فعالیت شاملېږي.

په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ودانۍ
په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ودانۍ

د جرایمو نړیوالې محکمې څارنوالې، فاتو بن سودا تېر کال غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د جنګي جرایمو په اړه چې د امریکايي ځواکونو پر ضد تورونه هم په‌کې شاملېږي، تحقیق وشي.

هغه مهال ادعا شوې وه چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو، افغان امنیتي ځواکونو او د امریکایي پوځیانو او استخباراتي ادارو له‌خوا جرایم ترسره شوي دي.

د هاګ محکمې څارنوالۍ فاتو بن سودا
د هاګ محکمې څارنوالۍ فاتو بن سودا

په هاګ کې نړیوالې محکمې هغه وخت د غوښتنې په ردولو سره ویلي وو چې دا اقدام به د عدالت په ګټه نه‌وي. د هاګ قاضیانو داسې باور درلود چې ښايي په دې برخه کې همکاري ورسره ونه‌شي او د عدالت غوښتلو لپاره هڅې يې ناکامې شي.

خو هغه مهال، په افغانستان کې د جګړې یو شمېر قربانیانو او د بشري حقونو ځیني مدافعینو هغه پرېکړه غندلې وه.

د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی وو چې د محکمې دا ډول پرېکړې د قوانینو سرغړوونکو ته یو خطرناک پیغام لېږلی شي، داسې چې هغوی کولای شي یوازې د همکارۍ په نه‌کولو ځانونه د قانون له رعایته پورته وګڼي.

د بشر حقونو د څارنې نړیوال سازمان، هیومن رایټس واچ خبرداری ورکړی و چې دا پرېکړه هغو کسانو ته چې ځانونه پر قانون بر ګڼي، دا پیغام ورکولائ شي چې هغو د عدالت له لاسه مصون پاتې کېدلائ شي.

د بشر حقونو څار سازمان
د بشر حقونو څار سازمان

خو واشنګټن هغه مهال سخت غبرګون ښودلی وو او ویلي یې وو چې که داسې پلټنه پیل شي، په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې هغو څارنوالانو ته به چې د پلټنې لپاره امریکا ته ورځي، د سفر لپاره ویزه ورنه‌کړي.

د هاګ محکمې د نوي حکم په اړه تر اوسه واشنګټن او نورو لورو غبرګون نه‌دی خپور شوی.

د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې جوړه شوه، خو د امریکا متحده ایالات د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د محکمې د جوړېدو لپاره په نړیواله پرېکړه کې یې برخه نه‌ده اخیستې.

په افغانستان کې اوس‌مهال، ۱۳ زره امریکايي عسکر مېشت دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په بګرام هوايي ډګر کې له مېشت امریکايي سرتېرو سره د لیدو پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په بګرام هوايي ډګر کې له مېشت امریکايي سرتېرو سره د لیدو پر مهال.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو پر مهال څه باندې ۳۲ زره ملکي وکړي وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان نن د مارچ ۵مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د نننۍ پرېکړې هرکلی کوي.

په بیان کې لیکل شوي، دا یوه تاریخي شېبه ده چې محکمې خپله یوه تېروتنه اصلاح کړه او پرېکړه‌یې وکړه چې په افغانستان کې د جنګي او بشري جرمونو د قربانیانو څنګ ته ودرېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د عدالت د تأمین لپاره د قربانیانو غږ په بې‌شرمۍ او د ډېرو کلونو راهیسې نه‌دی اورېدل شوی او په هاګ کې د محکمې نننۍ پرېکړه د هغوی تمه پیدا کوي. دې نړیوالې ادارې لیکلي چې په هاګ کې شوې پرېکړه به هغو خلکو ته ډېره ګټه وکړي چې د عدالت لپاره مبارزه کوي او هغو کسانو ته به د خواشینۍ وړ وي چې جنګي جرمونه‌یې کړي او او له محکمو سره زور ازمويي کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې ټول باید د دې پرېکړې ملاتړ وکړي. دې سازمان همداراز د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې یادونه کړې او په بیان کې یې لیکلي چې د جګړې د قربانیانو یادونه نه‌ده په‌کې شوې.

XS
SM
MD
LG