افغانستان
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو ادعاوو په تړاو پلټنو ته اجازه ورکړل شوه
په هاګ کې د جرایمو نړیوالې محکمې نن حکم ورکړ چې لوی څارنوال کولی شي د افغانستان په جګړې کې د امریکایې ځواکونو لخوا د سرغړونو د احتمال په ګډون د جنګي جرایمو پر ادعاوو پلټنې وکړي.
د دې محکمې د استېناف څانګي قاضي پیوتر هوفمنسکي نن د مارچ پنځمه دا خبره کړې ده.
دغې محکمي د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې د یادې پلټني په اړه د لویې څارنوالۍ فاتو بینسودا غوښتنه رد کړې وه.
هغه مهال ادعا شوې وه چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو ، افغان امنیتي ځواکونو او د امریکایې پوځیانو او استخباراتي ادارو لخوا جرایم ترسره شوي دي.
محکمې هغه وخت د دې غوښتني په ردولو سره ویلي وو چې دا اقدام به د عدالت په ګټه نه وي ځکه ښایې د همکارۍ د کموالي له کبله له ناکامۍ سره مخامخ شي، خو د جګړو قربانیانو او د بشري حقونو مدافعینو هغه پریکړه غندلې وه.
د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی وو چې د محکمې دا ډول پریکړې د قوانینو سرغړوونکو ته یو خطرناک پیغام لېږلی شي، داسي چې هغوی کولی شي یوازې د همکارۍ په نه کولو ځانونه د قانون له راعایته پورته وګڼي.
واشنګټن هغه مهال سخت غبرګون ښودلی وو او ویلي یې وو چې که دا پلټنه پیل شي، نو د جرمونو نړیوالې محکمې هغو کارکوونکو ته چې د یادو پلټنو لپاره کار کوي، ویزه ورنکړي.
د هاګ محکمې د نوي حکم په اړه تراوسه واشنګټن او نورو لورو غبرګون نه دی خپور شوی.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې د جګړو پر مهال څه باندې ۳۲ زره ملکي وکړي وژل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لوبه له سریلانکا سره روانه ده
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لوبه له سریلانکا سره روانه ده.
د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې دا لوبه د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوې.
افغانستان د لوبې پچه وګټله او ټوپوهنه یې غوره کړه. افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو کې ۲۳۵ منډې وکړې او د سریلانکا لپاره یې د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه. د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.
افغانستان په دې لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ بنګلدېش ته په دریو ویکټو وبایلله.
اوچا: ختیځ کې زلزله ځپلي په سخت ژمي کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې څو میاشتې وروسته، په تر ټولو سختو اغېزمنو سیمو کې ۲۲۳ زره کسانو مرستې ترلاسه کړې دي خو سخت ژمي ته په پام لا هم ډېر له زیات ملاتړ څخه بې برخې دي.
اوچا پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې زیانمنو ته د مرستې رسولو د تمویل یوازې ۳۴ سلنه بودیجه یې ترلاسه کړې خو بیړنۍ اړتیا ده چې نورې مرستې هم ترلاسه کړي. د اوچا په خبره ۱۱۱ نیم ملیون ډالرو ته اړتیا ده چې زیانمنو ته اړینې مرستې ورسوي. د اوچا په خبره د اګسټ د میاشتې په پای کې د ریښترپه کچه څه باندې ۶ درجې زلزلې نژدې پنځه لکه کسان اغیزمن کړي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، له پاکستانه د هغو افغانانو ایستل ورته لومړیتوب لري چې په هغه هیواد کې جرمني ته د تلو انتظارباسي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډ فول وايي، په پاکستان کې د هغو افغانانو د پناه غوښتنې پردوسیو غور او جرمني ته یې لیږدول د جرمني د حکومت لپاره لومړیتوب دی چې جرمني له مخکې ورسره په هغه هیواد کې د منلو ژمنې کړې دي.
د جرمني ویلټ ورځپاڼې د راپورله مخې ښاغلي واډفول ویلي، تمه لري چې له پاکستانه جرمني ته د دغو افغانانو د لیږدولو الوتنې د روان کال ترپای رسیدو مخکې بشپړې شي. هغه همدارانګه ویلي چې د پاکستان له حکومت سره یې له خطرسره مخ افغانانو په اړه خبرې کړې او د شپږو میاشتو لپاره یې په هغه هیواد کې د دوی د هستوګنې غځول یقیني کړي دي.
نوموړي د افغانانو پرکیسونو بیا غور د کورنیو چارو وزارت دنده وبلله چې د ټولو حقوقي او نورو اړخونو له ارزونې وروسته به په دې اړه پریکړه کوي چې د کومو کسانو غوښتنلیکونه ومني او د کومو هغو ردکړي خو هغه خبرداری ورکړ چې هر ډول ځنډ کولای شي د راتلونکې کال له پیل سره افغانستان ته د دغو افغانانو د ډیپورت خطرزیات کړي چې اوس په پاکستان کې جرمني د تلو په نیت انتظارباسي. جرمني تر دې مخکې په څو الوتنو کې لسګونه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه هغه هیواد ته لیږدولي خو د راپورونو له مخې تراوسه نژدې ۱۹۰۰ کسان لاهم په پاکستان کې پاتې دي. دا هغه افغانان دي چې په تیرجمهوريت کې یې د جرمني له پوځ او د دې هیواد له نورو ادارو سره کارکړی او پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تللي دي.
د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا د ( نوښت او مشارکت) جایزه ترلاسه کړه
د نجونو د تعلیم افغان فعال او د قلم لارې د ټولنې مشر مطیع الله ویسا د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د جایزو په مراسمو کې د ( نوښت او مشارکت) جایزه ترلاسه کړه.
له فساد سره د مبارزې د برخې مخکښانو ته د دغو جایزو د ورکړې نهم پړاو، د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ( یو.ان.او.ډي.سي) په مرسته پرون یکشنبه په دوحه کې ترسره شو.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر پر خپله ایکس پاڼه د ویسا انځور خپور کړی چې په کې د قطر د امیر له خوا دغه جایزه ترلاسه کوي.
مطیع الله ویسا د ۱۴۰۲ کال په حمل میاشته کې د طالبانو استخباراتو توقیف کړ او شاوخوا ۷ میاشتې یې زندان کې تېرې کړې.
طالبانو هغه " په دولت ضد هڅو " باندې تورن کړی، خو کورنۍ یې هغه مهال دا تورونه رد کړي وو.
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي دي.
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیلېږي
نن د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي.
" له پولیو پاک افغانستان" پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او هرات کې به دغه واکسین تطبیق شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوي چې یوه یې د بادغیس بالامرغاب او بله هلمند کې ده.
په کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل کې بیا د ۲۰۲۵ کال له پېل راهیسې د پولیو ۱۸ چاپیریالي نمونې هم ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونه دي چې پولیو ویروس په کې پاته دی.
دا یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
په تهران کې سیمه ییزه غونډه پیل شوه، عراقچي د افغانستان امنیت د ګاونډیو له ګټو سره تړلی وباله
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي د افغانستان امنیت " په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو له ګټو سره تړل شوی دی".
عراقچي دا څرګندونې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۲۳مه) د افغانستان-روسیې د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډې ته په تهران کې وکړې.
هغه د افغانستان د ګاونډیو ترمنځ د منظمو اړیکو او خبرو اترو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
په غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو برخه اخیستې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی ته غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون یې نه دی کړی.
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سیالې سریلانکایې لوبډلې سره مخامخ کېږي
په پام کې ده د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سبا دوشنبې د ډسمبر په ۱۵مه له سریلانکا سره لوبه وکړي.
دا لوبه چې د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د سهار په نهه نیمو بجو د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلېږي.
د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.
افغانستان په دې لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه پرون بنګلدېش ته په دریو ویکټو وبایلله.
د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدلو اټکل کړی.
دې وزارت په یو بیان کې خبر ورکړی چې نن به په بدخشان، بلخ، بامیان، غزني، میدان وردګو، دایکنډي، روزګان، زابل، کندهار، سرپل، جوزجان، فاریاب، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې واوره او باران واوري.
پرون له دې مخکې د طالبانو د حکومت او د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي و، چې د لیندۍ په ۲۳ او ۲۴مه د هریرود، مرغاب، هلمند او شمال د سیندیزو حوزو په سېلبرونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو په آسیايي جام کې د بنګلدېش پر وړاندې خپله لوبه وبایلله
د بنګلدیش د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډلې نن په اسیایي جام کې افغان سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.
په نننۍ لوبه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوه افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د فیصل شینوزاده د ۱۰۳ منډو په مټ د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.
د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.
طالبان وايي چې د تهران په غونډه کې ګډون نه کوي
د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په اړه د تهران په راروانه غونډه کې ګډون نه کوي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند ضیااحمدتکل کورنیو رسنیو ته تایید کړې ده چې د طالبانو استازي دې غونډې ته بلل شوي خو وايي نه غواړي ګډون پکې وکړي.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان لپاره د چین، روسیې، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړي استازي راروانه اونۍ په تهران کې په یوه غونډه کې د افغانستان د روانو مسایلو په اړه بحث کوي.