افغانستان
ازادۍ جبهې کابل کې د برید او طالبانو ته د مرګ ژوبلې ادعا وکړه
د افغانستان د خپلواکۍ جبهې ادعا کړې چې د یکشنبې په ماښام یې په کابل کې دوه طالب وسله وال وژلي او یو یې ټپي کړی دی.
نوموړې جبهې په خپله ایکس پاڼه د دې برید په تړاو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
د جبهې په بیان کې راغلي چې دوی دا برید د یکشنبې په ماښام د کابل د پنځمې ناحیې په خوشال خان مېنه کې د طالبانو پر یوې پوستې کړی دی.
جبهې ادعا کړې چې ګواکې طالبانو په دې پوسته کې به موټر د تالاشۍ په پلمه درول او ځوانې نجونې او (پخواني) امنیتي ځواکونه یې ځورول.
طالبانو د دې برید او د ازادۍ د جبهې د ادعا په تړاو لا څه تبصره نه ده کړې.
د افغانستان د خپلواکۍ جبهه د طالبانو پر وړاندې په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونه کوي.
دا جبهه د پخواني پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیا له خوا جوړه شوې او ډېرغړي یې د راپورونو په اساس پخواني افغان ځواکونه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یو هندي شرکت د افغانستان په بندرونو کې لابراتوارونه جوړوي
یوه هندۍ کمپنۍ په کابل او د افغانستان په څو مهمو سرحدي بندرونو کې د څه باندې ۴۶ میلیون ډالرو په لګښت د پرمختلليو لابراتواري کمپلیکسونو د جوړولو موافقه لاسلیک کړه.
د دې موافقې پر اساس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سټنډرد او کیفیت ادارې د هند له «TCRC» شرکت سره لاسلیک کړ، په کابل او د هېواد په نهو سرحدي بندرونو کې به لابراتوارونه جوړ او تجهیز شي.
د سټنډرډ ادارې مشر فیضالله تمیم ویلي چې په دې پروژه کې به د ساختماني موادو، برېښنايي وسایلو، ټوکر، څرمن او کاغذي محصولاتو د ازموینې لپاره ځانګړي لابراتوارونه شامل وي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار ادعا کوي، په افغانستان کې ۷ زره وسله وال روزل کېږي
د پاکستان د صدراعظم سیاسي سلاکار رانا ثناالله د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په پاکستان کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې تر اووه زره ډېر وسلهوال روزل کېږي.
رانا ثناالله د پاکستان په سنا جرګه کې وویل چې دا وسلهوال د هند او اسرائیل له خوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه وویل چې پاکستان به په افغانستان کې د وسلهوالو د روزنیزو مرکزونو او پټنځایونو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ده زیاته کړه: «پاکستان به د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.»
نوموړي وویل چې صدراعظم شهباز شریف طالبانو ته څرګنده کړې چې له پاکستان سره د اړیکو او د وسله والو ډلو د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي.
د کابل چارواکو تر اوسه د رانا ثناالله د دغو تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان لپاره د چین استازی واييو کابل او اسلام اباد همکارۍ ته چمتو شوي
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاؤ یونګ د چهارشنبې په ورځ، د مې په ۱۳مه، ویلي چې د طالبانو حکومت او پاکستان د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره ګډ کار ته چمتو دي.
هغه دا څرګندونې په ایکسپاڼه کې د چین په ملاتړ د ارومچي خبرو له بهیر وروسته کړې دي.
یونګ ویلي چې دواړو خواوو د ارومچي د خبرو بهیر مثبت ارزولی او د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی. چین د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړي رول لوبوي او هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي.
دا څرګندونې څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان او طالبانو استازو د چین په ارومچي ښار کې د دوو هیوادونو ترمنځ د نښتو د مخنیوي لپاره خبرې کړې وې.
پاکستان بیا هم ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسلهوال په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه کوي، خو کابل دا تورونه ردوي.
د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلونو اټکل کړی دی.
بامیان، میدانوردګ، هرات، فراه، بادغیس، غور، روزګان، دایکنډي، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ورښت او ورسره سېلونو وړاندوینه شوې ده.
د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ مليمترو پورې اټکل کړې ده.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښتونو او سېلونو له امله سلګونو کسانو ته د سرومال تاوانونه اوښتي دي.
کابل کې د کرکټ یو ستر کمپلکس جوړیږي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي کابل کې یې دنړیوال کرکټ کمپلکس د جوړولو کار پیل کړی دی.
دغه مجمع چې د ۴۰ زرو نندارچیانو ظرفیت به ولري د ۴۵ ملیونو ډالرو په لګښت په ۸۶ جریبه ځمکه دکابل په ۱۶مه ناحیه کې جوړیږي.
خبر زیاتوي چې دغه ستر کمپلکس یا مجمع به یو عمومي او دوه فرعی لوبغالي ، ستر میلمستون، لوی جومات او نورې د اړتیا وړ اسانتیاوې ولري.
د چارواکو په وینا ټاکل شوې چې ددغې مجمع د جوړیدو کار په ۶ کلونو کې تکمیل شي.
ملګري ملتونه : تیره اونۍ زرګونه کسان افغانستان ته ستانه شوي
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي تیره اونۍ (د مې له ۳ تر ۹ ) څه دپاسه ۱۱۵۰۰ کسان له پاکستان ، ایران ،تاجکستان او نوروهیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه اداره وايي ستنو شویو کسانو ۵۵ سلنه ښځې او ۴۵ سلنه نارینه او ۵۶ سلنه یې له اتلسو کلونو کم عمره کسان دي.
رپوټ زیاتوي چې دستنو شویو کورنیو ۴۱ سلنه داسې کورنۍ دي چې مشري یې ښځې کوي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ګاونډیو هیوادو افغانستان ته درې میلیونه او درې لکه افغانان ستانه شوې دي.
د خبریالانو د ملاتړ کمېټه: طالبان دې نیولي خبریالان دستي خوشي کړي
د خبریالانو د ملاتړ کمیټې په کابل کې له قید او شرط پرته د دوو نیول شویو خبریالانو د سمدستي خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.
دې کمېټې د سې شنبې په ورځ وویل چې رسنۍ باید له مداخلو پرته فعالیت وکړي.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د عمران دانش او منصور نیازي د نیولو خبر تایید کړ. د طلوع نیوز دا دوه خبریالان څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي وو.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې خبریالانو قضیه تر څېړنې لاندې ده او محکمې تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې. خبیب غفران د دې خبریالانو د نیولو دلیل نه دی روښانه کړی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان هم د دې خبریالانو د نیولو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د دوی ترڅنګ شپږ نور خبریالان هم د طالبانو په بند کې دي.
افغانستان د بې پولي خبریالانو د نړیوالو رسنیو د ازادۍ په شاخص کې د یو سل او اتیا هیوادونو په ډله کې دا اخر له خوا پنځم ځای لري.
د افغانستان د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره لوبډله له ازبکستان سره لوبه کوي
ټاکل شوې ده چې چهارشنبه( د مې ۱۳ مه) د افغانستان د فوټبال له شل کلونو کم عمره ملي لوبډله د ازبکستان له سیالې لوبډلې سره مسابقه وکړي.
دا لوبه د دوه زره شپږ ویشتم کال د مرکزي اسیا( کافا) سیالیو په لړ کې د افغانستان دوهمه لوبه ده. افغان لوبډلې لومړۍ یوه د سې شنبې په ورځ له ترکمنستان څخه درې د یوه په وړاندې ماتې وخوړه.
د کافا سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلو پکې ګډون کړی دی.
ذکیې خدادادي د اروپا په پارا تکواندو لوبو کې اتلولي خپله کړه
ذکیې خدادادي د اروپا د پارا تکواندو په سیالیو کې د اتلولۍ مقام خپل کړ.
خدادادي چې له اصله د افغانستان ده په دې سیالیو کې د فرانسې په استازیتوب لوبه وکړه. دې د دوشنبې په ورځ په اروپایي سیالیو کې د ایتالیا، جورجیا او ترکیې لوبغاړي مات کړل او د سرو زرو میډال یې د اووه څلویښت کیلوګرامه وزن په کټګوري کې ترلاسه کړ.
د ۲۰۲۶ کال د پارا تکواندو سیالۍ د دوشنبې په ورځ د جرمني په مونیخ کې پيل شوې دي چې د پنجشنبې په ورځ پای ته رسي.
ذکیې خدادادي تر دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې هم د سرو زرو میډال ګټلی و.
د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د بنو خونړی برید افغانستان کې پلان شوی و
د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د خیبرپښتونخوا د بنو وروستی خونړی برید افغانستان کې پلان شوی و.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه ( د ثور۲۲مه) پر خپله ایکس پاڼه د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه بللې.
د بنو په موټربم او ډلهییز برید کې چې د تېرې شنبې په ماښام وشو، لږ تر لږه ۱۵ پولیس ووژل شول او مسولیت یې د اتحاد المجاهدین په نوم وسله والې ډلې ومانه.
پاکستان د دغه برید په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت چارسمبالی سفیر احضار او خپل اعتراض یې وروسپاره.
د طالبانو د حکومت له بیاواکمنۍ راهیسې پاکستان تل تورپورې کوي چې هلته ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې پلانېږي، خو طالب چارواکي دا تورونه ردوي او د پاکستان ناامنۍ د هغه هېواد کورنۍ مسله بولي.