د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

ازادۍ جبهې په دوو کلونو کې د نږدې ۶۰۰ طالبانو د وژلو او ۷۰۰ ټپي کولو ادعا وکړه


د ازادۍ جبهې نښان
د ازادۍ جبهې نښان

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په تېرو دوو کلونو کې یې د طالبانو پر وړاندې له ۲۳۰ زیاتو بریدونو کې نږدې ۶۰۰ طالبان وژلي او شاوخوا ۷۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو یادې مخالفې جبهې د خپل فعالیت د دوه کلنۍ په مناسبت د فبرورۍ په ۲۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه شان ویلي چې په یادې موده کې د دوی د جبهې ۱۳ تنه هم وژل شوي دي.

ازادي راډیو د دغو ادعاوو کره‌والی نه شي تاییدولی او د طالبانو حکومت هم تراوسه د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د دې جبهې د اعلامیې له مخې یواځې ۸ غړي یې په سویلي سالنګ کې له طالبانو سره په مخامخې جګړې کې وژل شوي چې هغه مهال د طالبانو د دفاع وزارت هم په سالنګ کې د ازادۍ جبهې د قوماندان اکمل امیر په ګډون د دې جبهې د ۸ غړو د مړینې خبر ورکړی و.

د ازادۍ جبهې يو قوماندان اکمل امير چي طالبانو سره مخامخ جګړه کې وژل شوی دی. 2023.04.11
د ازادۍ جبهې يو قوماندان اکمل امير چي طالبانو سره مخامخ جګړه کې وژل شوی دی. 2023.04.11

یادې جبهې په اعلامیه کې زیاته کړې: "په تېرو دوو کلونو کې یې د جنګي قوانینو او نړیوالو بشردوستانه معیارونو په رعایت سره د چریکي جګړې له خورا کره او پرمختللو بڼو څخه کار اخیستی او د دې لپاره چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي، د طالبانو پر خلاف څو پلان شوي بریدونه یې چې د ملکي تلفاتو لامل کېدل، لغوه کړي دي."

د افغانستان د ازادۍ جبهې یوه غړي عبدالستار حسیني د دې جبهې د موخو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ازادۍ جبهه هوډ کوي چې د وطن لپاره ځان ورکړي، مبارزه وکړي او مقاومت وکړي او د ازادۍ جبهه هیڅ هېواد پورې تړلې نه ده او په خپلواک ډول د خلکو د موخو او منافعو او د افغانستان او د خویندو د عزت لپاره مبارزه کوي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې جبهې د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو شاوخوا درې میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د طالبانو مخالفو ډلو ته خبرداری ورکړی و چې بې ځایه تبلیغات به د دوی په زیان تمام شي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد

همداشان د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر شاوخوا یوه میاشت وړاندې ویلي وو چې هیچا ته به د نظام په وړاندې د بغاوت او مخالفت اجازه ورنه کړي.

خو د امنیتي او پوځي چارو پوهان د دې اداعاوو په اړه څه وايي؟

د چارو پوه اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: "په دې دوو کلونو کې یادې جبهې حداقل په نړیواله کچه خپل غږ پورته کړی، خو په وسله والې جګړې کې څومره چې دوی تبلیغات کوي، فعال سهم نه لري او د طالبانو په له منځه وړلو کې بریالي نه دی."

احمد خان اندړ بیا وايي، جګړې او شخړې د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه شي کېدای.

هغه وویل: "د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت ښه لور ته د بیولو لپاره هم نړیوال توافق ته اړتیا ده او هم په کور دننه د افغانانو تر منځ یوې لویې سولې او جوړجاړۍ ته اړتیا ده. د ازادۍ جبهه چې څومره هلې ځلې وکړي دا په دې مانا چې افغانستان ته یوه پردۍ جګړه راوستل کېږي او افغان وژنه به دوام ومومي."

د افغانستان د ازادۍ جبهه د پخواني پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیا له خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب په میاشتې تاسیس شوه او د راپورونو پر بنسټ ډېرغړي یې پخواني افغان ځواکونه دي.

جنرال یاسین ضیا
جنرال یاسین ضیا

شاوخوا څلور میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یوه راپور کې ویلي وو چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد ګڼې وسله ‌واله ډلې فعالې دي چې د ازادۍ جبهه یې تر ټولو مخکښه یوه بللې وه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG