د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د طالبانو خلاف د ملي مقاومت او ازادۍ جبهو د ګډې مبارزې ټینګار


له ارشیفه د ملي مقاومت جبهې د یو شمېر جنګیالیو تصویر
له ارشیفه د ملي مقاومت جبهې د یو شمېر جنګیالیو تصویر

د "افغانستان ملي مقاومت" او "د افغانستان د ازادۍ" په نومونو د طالبانو حکومت د مخالفو پوځي جبهو مشرانو په یوه انلاین غونډه کې د طالبانو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په دغه غونډه کې چې د افغانستان د ازادۍ جبهې د یو شمېر قوماندانانو او نورو غړو د وژل کېدو د لومړي تلین په مناسبت جوړه شوې وه، ادعا وکړه چې له طالبانو سره له پوځي مبارزې پرته بله لاره نشته.

" طالبان هیڅ کله افغانستان د پاتې نورو افغانانو کور نه ګڼي، او د دغې مفکورې او تیاره فکر پر وړاندې پرته له مبارزې او مقاومته بله لاره نه لرو."

احمد مسعود: طالبانو سره له پوځي مبارزې پرته بله لاره نشته.
احمد مسعود: طالبانو سره له پوځي مبارزې پرته بله لاره نشته.

همدا شان، د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر، یاسین ضیا په دې ناسته کې وویل: " هر څومره ژر چې مونږ سره یو ځای شو هومره ژر د دوی( طالبانو) عمر لنډیږي، امتحان شرط دی.راځئ چې د امتحان په توګه سره یو ځای شو او که هر مخالف لید هم لرو، لیرې يې کړو او سره یو ځای شو، وبه ګورو چې طالبان مقاومت کولای شي؟"

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو تر دې مخکې یې د پخواني جمهوري نظام د چارواکو او سیاسي څېرو د دا ډول غونډو په اړه په غبرګون کې ادعا کړې وه چې دغه څېرې ازمایل شوې دي.

له بلې خوا دغو دواړو جبهو ادعا کړې چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې په جلا جلا بریدونو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په خپله ایکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمې او پنځمې امنیتي حوزو کې د د دې جبهې په دوو جلا جلا بریدونو کې د طالبانو درې ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

یاسین ضیا: هر څومره ژر چې مونږ سره یو ځای شو هومره ژر د دوی( طالبانو) عمر لنډیږي
یاسین ضیا: هر څومره ژر چې مونږ سره یو ځای شو هومره ژر د دوی( طالبانو) عمر لنډیږي

د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د یوې ویډيو په خپرولو ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د کابل ښار په کارته نو سیمه کې یې د طالبانو د ځواکونو پر موټر برید کړی چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه هم د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو د دوی ویاندویانو په اکثرو مواردو کې خپلو مخالفو پوځي جبهو ته منسوب بریدونه نه دي تایید کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دې وروستیو کې په یوه راپور کې د طالبانو د مخالفو ډلو د پوځي وړتیاوو ارزونه ستونزمنه بللې ده، ځکه په ټکو یې د دغو ډلو د ډېرو بریدونو په اړه شوې ادعاوې د تایید وړ نه دي.

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د افغانستان د ازادۍ جبهې ۲۴ تایید شوي بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د طالبانو د مخالفو ډلو د پوځي وړتیاوو ارزونه ستونزمنه بللې ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د طالبانو د مخالفو ډلو د پوځي وړتیاوو ارزونه ستونزمنه بللې ده

په همدې حال کې د جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال فرید احمدي وايي، پر افغانستان دطالبانو له واکمنیدو راهیسې، د دوی مخالفې پوځي جبهې په یوه محدوده جغرافيه کې فعالې وې.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، که دغه جبهې په تکتيکي او ستراتيژيکه کچه ګډ پلان او ليد ولري، نو ملاتړ تر لاسه کولای شي او د طالبانو لپاره يو ګواښ ګڼل کېدای شي.

" که په یوه لوی ګډ ملي هدف کار وکړي، کوچني نظرونه او ذوقونه یوې خواته کړي، او د طالبانو ډلې ته په ریښتینې ننګونې او ګواښ بدل شي، په دې صورت کې د افغانستان د سیاسي چاپېریال د بدلون او تحول لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ برابر کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ايالاتو په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د وسله والې مبارزې او جګړې ملاتړ نه کوي او د خبرو له لارې یې د تعامل پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

له دې ډلې څخه د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت څه موده وړاندې ويلي وو چې د هغه چا ملاتړ نه کوي چې د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې سياسي بدلونونه غواړي او زياته يې کړه چې هر ډول تاوتريخوالى د افغانستان او نړيوالې ټولنې په ګټه نه دى.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG