د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د برېتانيا حکومت: د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې د سياسي بدلون ملاتړ نه کوو


د برېتانيا بيرغ
د برېتانيا بيرغ

د برېټانیا حکومت ویلي، د افغان اتباعو په شمول د هېچا ملاتړ نه کوي چې غواړي د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې سياسي بدلون راولي.

برېټانیا ویلي د افغان اتباعو په شمول د هېڅ هغه کس ملاتړ نه کوي چې غواړي د جنګونو له لارې سیاسي بدلون راولي او نه د برېټانیا په خاوره کې دننه د افغانستان لپاره د دغسو هڅو د پلان او ترتیب اجازه ورکوي.

په دوحه کې مېشت د افغانستان لپاره د بریټانیا د شارژدافیر هوګو شارتر په حواله دا بیان پرون ناوخته د برېټانیا حکومت په خپله رسمي ویب پاڼه خپور کړی دی.

د بیان په دوو لاندنیو برخو کې راغلي چې هر ډول تاوتریخوالی نه د افغانستان په ګټه دی او نه د نړیوالې ټولنې او دا چې برېټانیا د هر ډول ترهګریز برید په خلاف ده.

د برېټانیا د حکومت له دې دریځه طالبانو تود هرکلی کړی دی.

د شارژدافیر شارتر په حواله زیاته شوې چې د سولې او ثبات د ټینګښت، افغانانو ته د اړتیا وړ بشري ملاتړ د ورسولو او د ګډو امنیتي اندېښنو د هواري لپاره د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره د عملي تعامل پرته بل بدیل نشته.

شارژدافیر ویلي دا هغه څه دی چې موږ یې ترسره کوو.

د برېټانیا د حکومت له دې دریځه طالبانو تود هرکلی کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د انګلستان هېواد د هغه دریځ هرکلی کوي چې د افغان حکومت د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي او له اسلامي امارت سره تعامل ته ترجیح ورکوي. د دغه حقیقت درک کول د قدر وړ دي چې په افغانستان کې سوله او ثبات او له اسلامي امارت سره مثبت تعامل د سیمې او نړۍ په ګټه دی."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل

د برېټانیا د شارژدافیر په حواله په بیان کې که څه هم د کومې ترهګرې او مخالفې وسله والې ډلې یادونه نه ده شوې خو دا څو وروستۍ ورځې افغانستان د څو خونړیو بریدونو شاهد دی. تر ټولو وروستۍ یوه حمله په کابل کې د سیکانو په ګوردوارې وه چې داعش یې مسوولیت واخیست.

تر دې ور هاخوا د طالبانو په ضد ګڼې مخالفې ډلې هم راپورته شوې دي چې لویې هغه یې د مقاومت ملي جبهه، د افغانستان د خپلواکۍ ملي تحریک او د افغانستان د خپلواکۍ جبهه ده.

د مقاومت د ملي جبهې وسله وال اکثر د پنجشېر او بغلان په غرنیو او لرو پرتو سیمو کې د طالبانو پر ضد جنګیږي او وخت ناوخته په طالبانو د بریدونو او هغوی ته د درنو مرګژوبلو اړولو ادعاوې کوي.

د خپلواکۍ ملي تحریک او د ازادۍ جبهه بیا د شمالي ولایتونو تر څنګ په ګڼو نورو مرکزي او جَنوبي سیمو کې هم په طالب چارواکو او ځواکونو باندې د بریدونو مسوولیت مني.

د راپورونو له مخې د طالبانو پر ضد په اکثرو مخالفو جبهو کې د تېر جمهوري نظام ګڼ پوځیان هم حضور لري.

XS
SM
MD
LG