د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۱

افغانستان

بینېټ د دوحې غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی دی.

بینېټ په نیویارک ټایمز کې په خپره کړې مقاله کې چې نن خپره شوه، لیکلي چې د افغان ښځو، نجونو او مدني ټولنې د غړیو اغېزمن ګډون د دوحې په غونډه کې په‌کار دی.

د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د یکشنبې په ورځ پيلېږي چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي په‌کې برخه اخلي.

طالبان هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي چې د افغان ښځو او مدني ټولنو استازې به د دوحې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه کې په یوې بلې غونډه کې ګډون وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان کریکټ لوبډلې د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې کاناډا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله

د کریکټ په نړیوال شل اوریز جام کې افغانستان د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له کاناډا څخه په ۸۲ منډو وګټله او له دې جام سره یې مخه ښه وکړه.

افغان لوبډلې کاناډا ته ۲۰۱ منډې هدف ورکړ چې تر ټولو ډېرې یعنې ۸۷ منډې په کې د ابراهیم ځدراڼ وې.

کاناډا په ټولو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۸ منډې وکړې.

افغانستان په خپل ګروپ کې ۴ لوبې وکړې چې نیوزلنډ او جنوبي افریقا ته یې لوبې بایلودې، خو له متحده عربي اماراتو او کاناډا څخه یې وګټلې.

پاکستان د طالبانو یو ديپلومات احضار کړی او د باجوړ د برید په اړه یې اعتراض ور اورولی

ارشیف
ارشیف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو یو ډيپلومات احضار کړی او د باجوړ د برید په اړه یې خپل اعتراض ورته وړاندې کړی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د افغانستان د سفارت مرستیال احضار او خپل ( پیاوړی احتجاج) یې ور واوروه.

پاکستاني چارواکي وایي چې د باجوړ موټر بم او ډله ییز برید چې ۱۱ پاکستاني سرتیري په کې ووژل شو، د تحریک طالبان پاکستان له خوا شوی دی.

هغه برید د فبرورۍ په ۱۶مه شوی و.

پاکستان تل تور پورې کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر دوی دا ډول بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه ردوي او وایي، ټي.ټي.پي د پاکستان کورنۍ مسله ده.

چارواکي: له پنجاب ایالت څخه نن شل افغانان بیرته خپل هیواد ته ستنول کیږي

د پاکستان د پنجاب ایالات چارواکي وایي چې نن پنجشنبې به شل افغانان بیرته خپل هیوادته ستانه کړي.

د دې ایالت د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیرپیل شوی، تراوسه له دوه ملیونه زیات افغانان بیرته خپل هیوادته ستانه کړای شوي دي. د بیان له مخې یوازې له پنجاب ایالت څخه له یونیم لک زیات بې اسناده افغانان ایستل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په وینا ټول هغه افغان اتباع چې په دې ایالت کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، ایستل کیږي. د راپورله مخې په پنجاب کې د بې اسناده کسانو د ساتلو ۳۷ مرکزونه فعال دي چې اوس مهال ۶۹ افغان اتباع پکې ساتل کیږي چې د دوی ۲۰ به یې نن بیرته خپل هیوادته واستول شي.

مرضیه حمیدی د ۲۰۲۶ کال د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه

د افغانستان تکواندو لوبغاړې او د ښځو د حقونو فعالې مرضیه حمیدی د بشري حقونو او ډموکراسۍ لپاره د جینیوا په اتلسمه غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

دا جایزه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د هغې ژمنتیا ته د درناوي په پار ورکړل شوه.

اغلې حمیدي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته فرانسې ته کډه شوې ده.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ښځې په ډېرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.

طالبانو همدارنګه له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او پوهنتونونه یې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي.

په افغانستان کې ښځې او نجونې ورزشي کلپونو، تفریحي پارکونو او ښځینه حمامونو ته هم له تلو منع شوي او هم نشي کولای چې له محرم پرته لیرې سفرونه وکړي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق تأمین دي.

يو اېن هېبېټېټ: تیرکال په ۲۸ ولایتونو کې له دیرش زره زیات کسان ناڅاپي سیلابونو زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو پروګرام (يو اېن هېبېټېټ) وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې له ۳۱ زره څخه زيات کسان د ناڅاپي سېلابونو له امله زيانمن شوي دي.
دې ادارې نن پنجشنبه (۳۰ دلو، ۱۹ فبروري) په اېکس شبکه کې په يوه بیان کې وليکل چې په افغانستان کې اقليمي اغیزې په زياتېدو دي.

د افغانستان بېلابېلو ولايتونو په وروستيو کلونو کې د مرګونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهدان پاتې شوي دي. دا هیواد د هغو لسو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د اقليمي بدلون پر وړاندې تر ټولو زيات زيانګالي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت: ډیرژر به له پاکستانه جرمني ته د هغو افغانانو د لیږدولو بهیر بشپړشي چې هغه هیواد منلي دي

په برلین کې چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې جرمني ته د هغو افغانانو د لیږدولو بهیر نژدې په بشپړیدو دی چې دې هیواد منلي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل چې د افغانستان لپاره د منلو فدرالي پروګرام شاوخوا ۲۳۰ کسان او د پخوانیو محلي کارکونکو او د هغوی د خپلو خپلوانو په ګډون شاوخوا پنځوس کسان، دا مهال په پاکستان کې جرمني ته د سفر لپاره انتظار باسي. دې ویاندې زیاته کړه چې جرمني ته دهغوی د لیږدولو پروګرام به په چټکۍ عملي شي.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې دې چارواکې همدارنګه وویل چې کیدای شي هره ورځ شمیرې بدلې شي ځکه د یوشمیرکسانو پردوسیو د محکمو په ګډون پر ځینو بهیرونو کې کار روان دی.

په تیره ډسمبرمیاشت کې د جرمني حکومت له ۶۵۰ څخه زیاتو افغانانو ته خبر ورکړ چې دا هیواد به یې ونه مني. دا هغه کسان دي چې د بشري حقونود دلایلو له مخې یې جرمني ته د تلو غوښتنلیکونه ورکړي وو.

د دې پرېکړې له لغوه کېدو سره، هغوی ته وړاندیز وشو چې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته په ستنېدو کې مرسته ترلاسه کړي یا بل هېواد ته ولاړ شي. په دې وړاندیز کې مالي مرسته هم شامله وه.

له دغوافغانانو د استوګنې پخوانی ملاتړ، لکه په مېلمستونونو کې یې استوګنځای پای ته رسول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا پرېکړه هم پر هغو کسانو تطبیقېږي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې مېشت دي او هم پر هغو کډوالو چې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ایستل شوي دي.

په وروستیو کې، د جرمني حکومت د چارټر او منظمو الوتنو له لارې هغه افغانان جرمني ته ولېږدول چې د طالبانو له واکمنۍ څخه پاکستان ته تښتېدلي وو. تېره اوونۍ، د فدرالي منلو پروګرام په چوکاټ کې ۴۷ کسان برلین ته ورسېدل.

د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې نن افغانستان له کاناډا سره لوبه کوي

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړکې نن پنجشنبې له کاناډا سره لوبه وکړي. دا لوبه به د کابل په وخت د ماښام په ۶ بجو د هند په چینای لوبغالي کې ترسره شي. دا په دې جام کې د افغانستان څلورمه لوبه ده چې ترسره کوي. مخکینی یوه یې له متحده عربي اماراتو څخه ګټلې او دوه نورې یې، جنوبي افریقا او نیوزیلنډ ته بایللي دي.

د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې دغه راز نن ویسټ انډیز ایټالیا ته ماتې ورکړه او د زیمبابوې او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده.

شل اوریز نړیوال جام د هند او سیریلانکا په ګډ کوربتوب پیل شوی او وروستۍ لوبه یې د مارچ په اتمه ترسره کیږي.

غزنی کې ترافیکي پیښو مرګ ژوبله اړولې

ارشیف
ارشیف

په غزني کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د چهارشنبې په ورځ( دسلواغې په ۲۹ مه ) د کابل- کندهار په لویه لار یوه ترافیکي پیښه کې ۳ کسه مړه شول.

دا پیښه د یوه مسافر وړونکي او یو بارووړونکي موټرد ټکر څخه رامینځ ته شوه.

د سه شنبې په ورځ هم په غزنې ولایت کې دیوې بلې ترافیکي پیښې په نتیجه کې ۷ کسو ته مرګ ژوبله واوښته او دغه راز د کابل ننګرهار په لویه لاره یوه ترافیکي پیښه کې ۲ کسه مړه او ۲ نور ټپیان شول.

د لارو خرابوالی ، د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول په افغانستان کې د ترافیکي پيښو اصلي عوامل ګڼل کیږي.

کابل کې ۵ کسه د قمار په جرم  او یو کس د لواطت په تور په عام محضر کې په درو ووهل شول

کابل کې دسترې محکمې مقر ، ارشیف
کابل کې دسترې محکمې مقر ، ارشیف

کابل او چهاراسیاب ولسوالۍ کې ۵ کسه د قمار په جرم او یو کس د لواطت په تور په عام محضر کې په درو ووهل شول.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ ( دسلواغې په ۲۹ مه ) په خپل ویبسایټ ولیکل چې دغو کسانو ته د ابتدايي محکمو د پریکړو سره سم او د سترې محکمې له تائيد وروسته سزا ورکړل شوه.

ستره محکمه زیاتوي چې دغه ۵ کسه په ۶ میاشتو تنفیذی حبس هم محکوم شوي او هر یو ۱۵ درې ووهل شول.

دغه راز متهم کس پر ۲۹ درو تعزیري سزا محکوم شوی وو.

د طالبانو د حکومت لخوا په عام محضر کې د سزاګانو تطبیق له ګڼو داخلي او بهرنیو انتقادونو سره مخ شوی دی خو طالبان وايی دا کار د شریعت له احکامو سره سم کوي.

طالبانو نژدې ۵۰۰ د موسیقي الې سوځولي دي

د طالبانو د حکومت د امربالعمروف او نهی المنکر وزارت په پروان او لغمان ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ د موسیقي الې سوځولي دي.

دغه وزارت پرون ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې د دغو موسیقي الاتو د سوځولو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،"په تیر یوکال کې له پروان ولایت څخه ۵۰۰ او له لغمان څخه ۱۰۰ د موسیقي الې راټول او د سه شنبې په ورځ وسوځول شوې".

د دغه وزارت په ټکو، په سوځولو شویو الو کې هارمونیه، تبله او نورو وسایل شامل وو.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو څلورو کلونو کې موسیقي په افغانستان کې حرامه بلل شوې او ورسره ډیر شمیر هنرمندانو او موسیقي کاران له دې هېواده ووتل.


نور راوښيه

XS
SM
MD
LG