د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د دوحې غونډې ته د ښځو پر نه بللو د ملالې یوسفزۍ او افغان فعالانو نیوکې


د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د افغان ښځو د حقونو فعالانو پر ملګرو ملتونو انتقادونه وکړل چې د دوحې اصلي غونډې ته یې د ښځو او مدني ټولنې استازي نه دي بللي.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په دې سخت انتقاد وکړ چې د دوحې په غونډه کې افغان مېرمنو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې خپله لاره بدله کړي.

هغې ټینګار وکړ چې د ښځو له ګډون او بشپړې رهبرۍ پرته به د افغانستان په اړه د دوحې خبرې هېڅ ډول مشروعیت ونه لري.

اغلې یوسفزۍ په یوه پیغام کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې یې خپره کړې، ویلي چې په دوحه کې طالبانو ته د یو اړخیزې بلنې او له دې غونډې څخه د ښځو د ایستلو په اړه یې خپله اندېښنه او مایوسي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته څرګنده کړې ده.

دې په دې پیغام کې له افغان ښځو سره پیوستون ښودلی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په اړه په غونډو کې د نیمايي وګړو له پامه غورځول خیانت دی.

په همدې منځ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري ډيکارلو سره په یوه انلاین یا مجازي غونډه کې یو شمېر افغان مېرمنو په دې نارضایتي ښکاره کړه چې افغان ښځې او د مدني ټولنې غړي د دوحې د درېیم کنفرانس اصلي ناستې ته نه دي بلل شوي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې له اغلې ډيکارلو سره د یو شمېر افغان ښځو د مجازي غونډې په اړه کښلي چې ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د افغان ولس غوښتنې او غږ له پامه غورځولی او دا غونډه یې د نړیوالې ټولنې او طالبانو د علاقې وړ موضوعاتو ته ځانګړې کړې ده.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان

دې زیاته کړې: "موږ د افغانستان ښځې او نجونې ډېر هیله‌منې یو چې د دوحې بهیر به د ټولو ډلو په ګډون د ښځو، مدني ټولنې، طالبانو او نورو سیاسي ډلو په ګډون د مشروعیت د بحران د حل، د بشري حقونو او په افغانستان کې د بشري وضعیت په شمول د پراخو خبرو زمینه برابره کړي."

له بلې خوا د بشري حقونو فعالې زبیدې اکبر، چې د ملګرو ملتونو له لوري د دوحې غونډې ته بلل شوې ده، پرون ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې به ګډون ونه کړي.

دا د دوحې اصلي خبرو ته د افغان ښځو او فعالانو د نه بللو په خاطر د ملګرو ملتونو پر پرېکړه اعتراض لري.

هغې وویل: "ما له یوناما څخه یو بلنلیک ترلاسه کړ چې د دوحې په حاشیوي غونډه کې ګډون وکړم چې د دوحې له اصلي غونډو وروسته د جولای په دوهمه جوړېږي، ما دا بلنه په دې دلیل رد کړه چې دا اصلي غونډه نه ده، ښايي یوازې د دې لپاره چې د مدني ټولنې او ښځو له لوري فشارونه زیات شوي وو، پرېکړه یې وکړه چې په پای کې یوه ورځ زیاته کړي او هغې ته د مدني ټولنې یو شمېر غړي او د بشري حقونو فعالان راوبولي."

ملګري ملتونه وايي، د دوحې درېیمې غونډې هدف له نړۍ سره د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول تعامل ته د طالبانو هڅول دي.

د ملګرو ملتونو ویندوی سټیفن دوجاریک د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۳مه رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په دې غونډه کې به بشري حقونه، په ځانګړې ډول د ښځو حقونه په ټولو بحثونو کې مهم موضوعات وي.

د ملګرو ملتونو ویندوی سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو ویندوی سټیفن دوجاریک

د جمعې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د جون د ۳مې نېټې په غونډه کې به د افغان ښځو استازې ګډون ونه لري.

خو زیاته یې کړه چې تر دې غونډې مخکې او وروسته ناستو کې به برخه ولري.

نوموړې دا هم وویل چې په غونډه کې د اجنډا مهم موضوعات؛ له مخدرو موادو سره مبارزه او خصوصي سوداګري او بانکداري ده چې دا په ښځو پورې اړه لري.

دا د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په قطر کې د افغانستان په اړه درېیمه، خو د طالبانو په ګډون لومړی ناسته ده چې د ۲۵ هېوادونو استازي به په کې ګډون ولري.

په مخکېنیو دوو غونډو کې طالبانو ګډون نه و کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG